سهار و هر خوا ته همدا نارې وې:

پسرلی راغلی، پسرلی راغلی….

له بړستن مې سر راوویست، حیرانه وم، باور مې نه کیده آخر څنګه دومره ژر راغی؟

لا خو مې تازه خزان ته پښې ایښې وې، له هغې تیزې هوا پاتی څو زیړې پاڼې مې اوس هم  په لمن کې پرتې دي، او لاخو تر ږلۍ لاندی راګیرې مرغۍ په څیر مې په چیغو چیغو خدای ته فریادونه نه دي کړي، نو له کومه خبر شو چې زه خزان ستړی کړې یم او پسرلی یې راولیږه…؟

له کوټی ووتلم او بام ته پورته شوم، ګورم چې مځکې شنې جامې اغوستي او د غره په لمن کې رنګارنګ ګلونه غوړیدلي دي…

لاندی مې نظر واچوه، ټول خوشحاله روان ول، د چا په تن نوې جامه، د چا په لاس ښکلی دستمال، چا په اوربل ګل و ټمبلی او چا هم په شونډو موسکا خوره غټ غټ ګامونه اخیستل. پسرلي هر چا ته څه ناڅه راوړي ول ځکه خو ټول داسې خوشحاله ښکاریدل. زړه مې په ګوګل کې له خوشحالۍ په نڅا شو، په منډه منډه له بامه راکوزه شوم، په ډیرې خوشحالۍ یې مخې ته ودریدم، ورته مې وویل:

دا خو رښتیا هم چې پسرلی راغلی دی، ګوره تاته یې هم شنه بنګړی راوړي، ما ولیدل نورو ته یې هم ډیر ښکلی څیزونه راوړي وو.لاس مې ورته ونیوه:

ــ راکړه چې وګورم! ماته یې څه راوړي!؟

لاس مې هماغسې غزیدلی پاتې و چې دې سترګې ټیټې کړې او روانه شوه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *