خوځنده سړی و، څو ځل مې ننګرهار کې د غم او ښادۍ مراسمو کې لېدلی وو، یو وخت مومند خپروندویه ټولنې ته ور ننوتم، ګورم چې د دیني کتابونو پاڼې اړوي، څو مولیان نور هم ورسره ناست دي، د خپروندویه ټولنې مسول سره یې خوږ مجلس لاره، اشنا څېره، رڼې خبرې او فعال ښکارېده.
څه وخت وروسته د همدې خپروندویه ټولنې مسول د الهي قضا امر ته لبیک ووایه، دی یې جنازې ته راغلی وو، وېنا ته ولاړ شو، د ارواښاد نصیر مومند ښه یې یاد کړه، مدارسو او علماوو سره د هغه د اخلاص او مرستو کیسې یې شریکې کړې.
داراک، ذهین او د بصیرت خاوند وو، خپله ټولنه یې پېژندلې وه، ستونزې او حل لارې یې ښې ور معلومې وې، د خلکو وېښولو او دین رسونې ته یې کار ویلي وو، ښه ده چې دا هم یاده شي، خیبر هوټل کې واده وو، نعتونه وو، واعظونه وو، ملا هم راغلی وو، عجیب بیان یې وکړ، ملا ویل مولیانو دوزخ چوک مخابرات ته راوستی دی، ټول واعظونه یې لړمان، ماران دي، دا څه حال دی د دین بشارت خبرې هم وکړئ کنه، زه درته وایم، که غیبت ونه کړي افغان ښځه صفا پرېښته ده، چا زموږ ټولنه کې ښځه غله، فاسده، متعاده لېدلې …، ملا د منطق، پوهې او استدلال خاوند وو، د تلوېزیون په هېنداره راڅرګند شو، دیني مسایل یې تشریح کول او پوښتنې یې ځوابولې.
ملا د سلو کالو پخوانیو مولیانو په څېر د جومات کونج پورې محدود نه وو، عملا سیاست کې ور ګډ وو، د حرکت انقلاب اسلامي مردم افغانستان ګوند د رهبرۍ غړی وو، د علماوو شورا غړیتوب یې هم لاره، د عمر فاروق په نامه د خصوصي ښوونځي بنسټګر وو، په همدې نامه یې د پوهنتون جوړونې هلې ځلې یې هم کولې، علمأ پرې ور ټول وو، د علماوو مدافع وو، د ملي اردو د شهیدانو کورنیو او بچیانو ته یې مرستې راټولولې، طالب اللعمان یې روزل، تل لوکس – نظیف او معطر وو، قیمتي موټر کې به ګرځېد، د ملا نوم پرې ښه ښکارېد، پرېکنده دریځ، نرم خویه، لوراند او سپین انسان وو.
تلوېزیون کې د دیني خپرونې ویاند وو، خبریالان به یې خپل همکاران بلل، ډېر هغه یې نازولي دي، دسترخوان یې غوړېدلی وو، دی روښانه صمیمي سړي به تل په ملي مسایلو کې پرېکنده دریځ نیوه، ملي ارزښتونه او ملي ګټې یې سرې کرښې وې، د لوی وطن په تمامیت مین، د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو پیاوړی ملاتړ کوونکی وو، په وطن مین دی سپین روښانه ملا پاکستانی مفتي اشرف وننګاوه او مناظرې ته یې را وباله.
د حمل په لومړیو کې کابل کې د ورښتونو هغه سیمې چې په ناپلاني بڼه ابادې شوې، ړنګې او د ړنګېدو ګواښ سره مخ وې، خبریال د راپور لپاره ورغی، ګوري، د ړنګېدو په حال کې یو کور ته ور ننوت، یو کوټه چې نیم ړنګه وه، هلته د دیوال خواته کړکۍ کې قرآن کریم اېښودل شوی دی، را پورته یې کړ، ښکلولو وروسته یې د کور خاوند ته ورکړ، دا قران کریم دلته پاتې دی، مناسب ځای ته یې یوسئ، د کور خاوند خبریال ته کړه، دا خو موږ سیلاب ته اېښی دی، چې مخه یې وا وړي او نور کور را ړنګ نه کړي، سیلاب د الله عزوجل د کلام درنښت ته وکړ، لار یې بدله کړه، خو هغه چې د اسلام په نامه را وتی دی، د الله عزوجل په کور ور ننوت، د وحشت اور یې بل او د الله جل جلاله د کتاب بلونکی یې را نسکور کړ، اخ منبر شهید ملا شهید دی، اوس همدومره وطن ژوندی دی، څو چې پاتې یو افغان وي تل به دا افغانستان وي.
ماشا الله
الله پاک دی وبخښی جنتونه یی ځای شه
ډير څه په زړه کی لرم ولی مرګ یی ودردولم
بس رب دی ددین اصلی رسوونکی علما زیات کړی