جلال یعقوبي
اسلامي امت چې نړۍ کې د یو نیم میلیارد څخه ډېر نفوس او ۵۶ هېوادونه لري، په ډېر بد حالت کې دي او ورځ تر بلې د لا نورو ستونزو سره مخ کېږي. سره د دې چې د نړۍ تر ټولو غني منابع او سترایژیک موقعیتونه هم د اسلامي هېوادونو دي، خوبیا هم تر ټولو غریب او په ستونزمنو حالاتو کې راګېر دي.
پوښتنه داده چې دا هر څه ولې کېږي؟
دا چې نن اسلامي امت خوار او ذلیله دی ځینې عوامل لري چې یو څو یې په لاندې ډول بیانوو:
د اسلامي هېوادونو او عامو مسلمانانو تر منځ بې اتفاقي ـ اسلام دښمنه هېوادونو په ډېر مهارت د اسلامي هېوادونو تر منځ د بې اتفاقۍ تخم کرلی دی او ورځ تر بلې لا هم ورته لمن وهي. دوی واحد اسلامي امت په شیعه اوسني، عرب او عجم، مقلد او غېر مقلد، وهابي اوحنیفي او په نورو لسګونو ډلو ویشلی دی؛ او بیا یې هرې ډلې ته د بلې ډلې پر وړاندې ډېر بد، منفور او د دښمنۍ څخه ډک ذهنیت ورکړی دی، تر څو مسلمانان پخپل منځ کې د یو بل پر پرځولو مصروف وساتي او خپل دښمن ورڅخه هېر شي، دښمن بیا دا ډلې یو د بل پر ضد کاروي او ورور په ورور وژني.
د اسلامي هېوادونو پر منابعو د پردیو تسلط او حاکمیت ـ دا چې اسلامي هېوادونه ډېرې پراخه او غني منابع لري، خو هم د عصري تکنالوژۍ په ډګر کې وروسته پاتې دي، او هم ځواکمن اقتصاد نه لري، نو له همدې امله له یوې خوا خپلو د منابعو د استخراج لپاره علمي او فني وړتیا نه لري، او له بلې خوا د لویو پروژو اقتصادي وس هم نه لري، نو مجبوراً د نو رو هېوادونو سره د ډېرو سختو او ملا ماتوونکو شرایطو لاندې د زېرمو د استخراج او تصفیې تړونونه لاسلیکوي؛ چې په دې سره له یوې خوا پر خپلو منابعو پوره حاکمیت له لاسه ورکوي، او له بلې خوا یې تر نیمایي ډېره اقتصادي ګټه هم نورو هېوادونو ته ځي. چې بیا نور هېوادونه د همدې پېسو یو ه برخه ددې هېواد پر ضد په داسې کارونو مصرفوي چې دا هېواد د تل لپاره ځان ته محتاج وساتي.
د اسلامي هېوادونو تر منځ د سرحدي کشالو جوړول ـ دا چې له دوهم نړیوال جنګ څخه مخکې او وروسته اکثره اسلامي هېوادونه د اروپایي قدرتونو مستعمرې وې؛ نو مستعمره هېوادونو ته د ازادۍ ورکولو پر مهال به یې د یادو هېوادونو تر منځ سرحدي کشالې جوړې کړې، او بیا به یې دا کشالې لاینحله پېښودې، چې دا چاره هم د اسلامي نړۍ د وحدت لپاره تر ټولو ستر خنډ دی، ځکه په دې سره د هر هېواد لپاره تر ټولو ستر دښمن د هغه هېواد تر ټولو نژدې، او د اوږدې پولې لرونکی ګاونډی هېواد جوړ کړی دی. چې دې کار د سره د اسلامي هېوادونو تر منځ د سیمه ییز انسجام مخه نيول شوې ده، او همدا ډول د اسلامي هېوادونو اوسېدونکي ددې پر ځای چې ځان ته د یو واحد ملت په سترګه وګوري خپل ځان ته د یو خاص ملت نوم ورکوي، او بیا د نورو اسلامې ملتونو پر وړاندې د اصیل والي او لوړوالي دعوه کوي او نور بیا له ځان څخه ښکته بولي، چې په دې کار سره د اسلامي هېوادونو ولسونه هم یو د بل پر وړاندې بدبیني لري.
د ملت او دولت تر منځ فاصله پېداکول ـ اسلام دښمنه هېوادونه ددې لپاره چې په اسلامي هېوادونو کې د لاسوهنې ډېر چانس ولري، نو اسلامي هېوادونو کې د ملت او دولت تر منځ فاصله پېداکوي.او بیا دواړه د یو بل پر وړاندې استعمالوي. همدا ډول په دولت کې دننه هم له مختلفو ډلو څخه مستقیم ام غیر مستقیم ملاتړ کوي، او هره ډله چې ددوی غوښتنو ته ژمنه وي همغه ډله قدرت ته رسوي. له بل پلوه ملت بیا په قومونو او نورو نومونو ویشي او د ځینو متعصبو او فاشیستي ډلو څخه پټ او ښکاره ملاتړ کوي تر څو له دې لارې یو مظبوط ملت د بې اتفاقۍ په جال کې راګېر او خپل شوم اهداف تر لاسه کړي.
نو ددې لپاره چې اسلامي امت د اوسنیو ناخوالو او بدبختیو څخه خلاص، او د پخوا په څېر د یو ویاړلي او متحد امت په څېر تبارز وکړي. نو تر ټولو لومړی باید خپل داخلي اختلافات ختم، د عصري او دیني علومو د لاسته راوړلو لپاره نه ستړې کېدونکې مبارزه وکړي او د ژوند په ټولو چارو کې پخپل ځان د اسلام رښتیني اصول تطبیق کړي.
د یو متحد پرمختللي او ویاړلي اسلامي امت په هیله!