نحیب منلی

یو وایي: زه افغان یم او ویاړم چې افغان یم!

بل وایي: ژبه مې پښتو ده، پرې ویاړم!

بل وایي : ویاړم چې مسلمان یم!

بل بیا وایي: ویاړم چې انسان یم!

او همداسې هر څوک پر دې ویاړي چې یو څه دي.

زه له بده مرغه له دې ټولو ویاړونو بې برخې یم.

افغان یم. د دې له پاره ما هېڅ نه دي کړي. یو سړی او یوه ښځه، چې زه یې په خیال کې هم نه راتلم، تر نن اوه پنځوس کاله مخکې، د یوې حیواني غریزې د ارضا له پاره یو ځای شول. دا کار یې په افغانستان کې وکړ. څو میاشتې وروسته، لومړۍ هوا چې زما سږو ته ننوته د کابل هوا وه. زه په مفته کې افغان شوم. په دې کې د ویاړ څه خبره ده؟ که همدغه سړی او همدغه ښځه په پاکستان کې وای، نن به زما ویاړ دا و چې پاکستانی یم. که په ایران کې وای، نن به مې د ایرانیتوب ویاړ درلود او که چېرې د کابل او جلال اباد پر لار، هغه مهال د ماهیپر پوخ سرک هم نه و، په لته بند یا ورېښمین تنګي کې کومې کندې ته لویدلي وای هېڅ ویاړ به مې نه درلود.

پښتون یم. مور او پلار مې په خپلو منځو کې پښتو ویله، ما هم ترې زده کړه. په کابل کې لوی شوی یم، ممکنه وه چې اصلاً پښتو زده نه کړم او اصلاً پښتون نه شم. که په استوایي افریقا کې لوی شوی وای نو په دې به مې ویاړل چې ژبه مې سواحلي ده. زما پښتون کېدل زما له ارادې وتلې خبره وه، زه نه پرې د ویاړ حق لرم او نه پرې د شرمېدلو.

مور او پلار مې مسلمانان وو. زه یې په مسلمان هېواد کې له اسلامي عقیدي او اسلامي ارزښتونو سره لوی کړم. کله چې دې حد ته ورسېدم چې پر اسلام فکر وکړم، وخته یې په تذکره کې را ته لیکلي وو «مسلمان». دلته هم زما اراده په هېڅ ډول دخیله نه وه. وروسته چې د دې زمینه را ته برابره شوه چې پر دین او عقیده فکر وکړم نو همدغه د مور او پلار مسلماني مې غوره کړه. تر یو حده مې د اسلام پر تاریخ، اساساتو او ارزښتونو فکر هم کړی دی. نن په شعوري ډول ځان د مسلمانانو په ډلې کې حسابوم، مګر هغه څه چې ما د اسلام په اړه زده کړي، دا شک را ته پیدا کوي چې ما به کله هم د دغو ارزښتونو حق ادا کړی وي. د دې پر ځای چې زه پر خپل اسلام وویاړم، ډېر ځله د اسلام له اصلي ماهیته په خپله بې خبرۍ شرمېږم هم.

زه د انسانانو په ډله کې ځان شمېرم ځکه چې دبدن سلولونو کې مې درویشت جوړې کروموزومونه پراته دي. په دې برخه کې هم زما اراده نه وه. خدای همدغسې غوښتي وو، همدغسې وشول. د ویاړ په کې څه دي.

حتی په دې هم نه ویاړم چې تربیه لرم. که زما تربیه ښه شوې وي نو  ویاړ یې زما د مور او پلار دی، که ښه نه وي ګونا یې زما نه ده. پلار راته په ماشومتوب کې څو خبرې کړې وې چې زما د اوسنیو اخلاقو او عادتونو یوه برخه ده:

۱ – زه لا پوره د کال نه وم چې تذکره یې را ته اخیستې وه او تر څو مې چې حافظه کار کوي د تذکرې د پوښتۍ پر شا یې را ته د پاچا خان د خولې دا وینا لیکلې وه : «هغه خبره چې پر سټېج نه شې کولای، پټه یې هم مه کوه». اوس چې کله سټېج ته وخېژم او د زړه خبره وکړم بیا رانه لس شل کسه خپه وي.

۲ – د  څلورو پینځو کالو به وم چې دا څو بیتونه یې را زده کړي وو:

– تشنه لب بر ساحل دریا زغیرت جان دهم

  گر به موج افتد گمان چین پیشانی مرا

– بر پدر مرده ملاف ای جوان

  ورنه سگی چون خوشی از استخوان

– هر چې کاندې هغه کانده وخت دغه دی

  پرون تېر شو سبا نه شته، مهلت نن دی

– نه هندو بنی گا، نه مسلمان بنی گا

   انسان کی اولاد انسان بنی گا

– علم تا بیا یي په پورته، جهل تا بیایي په ښکته

  یا عیسی لره وردرومه، یا قارون ته ځان وسپاره

هغه مهال زه ددې خبرو په مانا نه پوهېدم خو اوس چې ځان ته ګورم،  وینم چې په ژوند کې مې ډېر فرصتونه د همدغو شعارونو له امله له لاسه ورکړي چې ما یې په زده کولو او خپلولو ځان نه دی ستړی کړی.

یوازینی څه چې زه پرې د ویاړلو حق لرم هغه څه دي چې ما په خپله اراده، په خپله خوښه او په خپله هڅه تر لاسه کړي دي. خو کله چې سر په ګرېوان کې کوز کړم دا څه دومره لږ دي چې په ځان پورې خجل شم.

5 thoughts on “ویاړونه/ نجیب منلی”
  1. منلی صيب!
    ډېر ښه. داسې موضوع ته مو اشاره کړې، چې هم نوې ده او هم په زړه پورې، خو کېدای شي، چې پر دغو حقايقو هم درباندې څوک د کفر ټاپه ولګوي. ليکنه مې ډېره خوښه شوه. د نورو نويو ليکنو په هيله مو، بريالي اوسئ.

  2. سلامونه
    ما فکر کاو چه پرتمین منلی لیونی دی خو نجیب منلی تری څو قدمه وړاندی دی ، منلی سیب دا چه بره دی لیکلی دی چه ستامور او پلار د حیوانی غریزی د اشباع لپاره سره یو ځای شوی وو او ته تری پیدا شوی پدی سره دی د خپل موراو پلا رسپکاوی کړی دی ، ستا پلار او موربه حتما دعا کړیوه چه نیک اولاد الله ج ورته نصیب کړی او مقصد به یی یواځی د شهوانی غریزی اشباع نه وه ، خو نن ته دا نه منی ، زه غواړم چه ستا بچیان پورته لیکنه ولولی او له تاپوښتنه وکړی چه که تاصرف د حیوانی غیریزی اشباع کوله نو بیا باید ستا اولاد تاته د پلار حیثیت درنکړی

  3. جلال خان ! ایا دنارینه اوښځې دیوځای کیدو غیردانساني غریزې له رفع کولوڅخه بله کومه فلسفه لری؟ که یی لری نو روښانه یی کړه

  4. که چیرې د ښځې او نر له یواځای کیدو پرته له شهوانی غریضې د پوره کولو بل کومه موخه نه وی نو بیا د نکاح کولو څه اړتیا وه خو له د حیواناتو په څیر به دغه کړنه تر سره کوله هغه که هر څوک وه ؟ خو اسلام یو ټولنیز دین دی دغې غریضی د پوره کولو لپاره دین نکاح لازمی ګرزولی ده چې پکی ټولنیز ژوند مینه ده ساتنه ده …..

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *