د سي وي هره پاڼه یې په ځير ځیر کتله او سر یې ورته خوځاوه، پر میز یې کیښوده او بیا یې مخامخ پر څوکۍ ناست ځوان ته وکتل:
سي وي دې ډیره ښه ده، خو دا وایه چې کوم چارواکي سره دې سیلفي عکس اخیستي که نه ؟
ځوان، د نه په دود سر ته ټکان ورکړ.
هغه بیر ته سي وي ور ټيله کړه او په جدي انداز یې وویل: ته ویده یې ویده، څوک چې ویده وي دنده ورته نشته!
د حمل ۱۵مه