فرانتز فانون او د ځمكې پر مخ دوزخيان

ملګرو!!
سهار وختي کلي ته لاړ شم، هلته طالب ته ووايم:
طالب ګله!
کېږده دا ټوپک
په وژلو څه نه جوړېږي ځان کانديد کړه، له همدې لاري خپلې مبارزې ته دوام ورکړه، او يا موږ ته اجازه راکړه چې ځان کانديد او د مظلوم غږ پورته کړو، طالب په مخابره کې غږ کړي اورې! ، اورې! ….
زه جومات ته لاړ شم هلته مْلاصېب په محراب کې ناست وي بې سلامه په خبرو شروع شم:
ملاصېب!!
هيله کوم، په سپېکر کې دې مقتديانوته ووايه چې اې کليوالو!!
راشئ په ګډه تذکرې واخلو، او په راتلونکې انتخاباتو کې ګډون وکړو ځکه الله تعالى د مسلمانانو په يووالي او کاميابۍ خوشحالېږي
ملاصېب په واسکټ کې ټومبلى سور دسمال ورکښ او په پوزه سوغ، پوغ جوړ کړي وروسته ووايې:
زه به بيا په دې اړه کتاب وګورم ته اوس لاړ شه يو ښه د شيدو چاى له حلوا سره راوړه
له جوماته د ملک اګا کور ته ورشم
د ملک زړه مور په برنډه کې ناسته د نسوارو پلاستيکي دبلى يې په لاس کې او په پوزه نسوار کښوي
ورغږ کړم:
انا !!
تذکره لرې!؟
انتخابات نږدې دي !
بې له دې چي راوګوري راغبرګه يې کړي:
– زويه زه بيا ستا د ملنډو شوم، مورته دې تذکره واخله!
ملک اګا ته ورشم هلته په کوټه کې تور چايجوش چپه او پيالې ماتې وي
د ملک له خولې لاړي بادېږي او په قهر چيغي وهي:
نه مې وو درته ويلي، چي د سهار له چاى سره سړه ډوډۍ نه خورم!
دوهمه ښځه يې په ژړا ووايي:
بوټي لانده وٶ!
ملک اکا ماته مخ راواړوي
ورشه زما چلم راوړه !
زه چلم راوړم او ملک ته د تذکرې د اخيستلو او انتخاباتو ووايم
ملک اګا په خوشکه جواب راکړي دا دي له چا زده کړي؟
پرېږده دا د راډيوګانو بېځايه خبري!
ملک له چلم او ټوخى سره پرېږدم او زه د باغ له لارې ووځم
د باغ له دروازې سره د ملک لوڼو لستوڼي ټومبلې او د غوا له خوشايو څاپکې جوړوي
هغوى ته ووايم:
تذکرې واخلئ، په ټاکنو کې ګډون وکړئ ما او يا کوم بل ورور ته رايه ورکړئ او د وطن په ابادۍ کې برخه واخلئ ترڅو به د غوا تر لکۍ ښکته پورته کېږئ؟
نجلۍ په خندا راته ووايې:
لکه چې أجل دي راغلى!؟
له هغه ځايه فصل ته ور ووځم
هرو پينځو مېږو ته د کور يو مشر او دوه ماشومان ولاړ وي
اخ! پښتونه!
د يوه شېرچاى لپاره دي ټول عمر د غوا او مېږو په خدمت کې تېر کړ
راشئ په انتخاباتو کې ګډون وکړئ، د خپل حق غوښتنه وکړئ، خپل مشر وټاکئ له همدې لارې د مظلوم غږ پورته کړئ
راشئ……
ملګري مي وښورولم
وروره !
پورته شه په خوب کې ډېر نا ارامه يې د انتخاباتو نارې وهې موږ دي له خوبه ايستلي يٶ
سم ويده شه!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *