فیض محمد ځدراڼ
د تاریخ په دې حساس پړاو کې چې د هېواد دردمن مشران د پردیو له منګولو د هېواد د ژغورنې هڅې کوي زموږ رټلی، پردیپال، ویده او ناپوهه هېوادوال بیا هم لګیا دي د پردیو په لمسون کله ملي پروژې ګواښي او کله په تېرو تورو لکو د ناپوهۍ او کینو د راپارولو نغمې غږوي او د هېواد د رغېدو په زخم د دښمنانو مالګه شیندي.
‎ځان وژنه همدې ته وایي چې ملي ګټې او ارزښتونه پرېږده او د پردیو په غوښتنه کله نظام ننګوه او کله ولس ننګوه، حال دا چې د نظام په تضعیف کې یوازې او یوازې د پردیو ګټې دي او ځور به یې بیا هم همدا ولس ګالي.
‎‌‌‌‌‌‌ډېر د تأسف ځای بولم چې یو شمیر مشران چې د خلکو ملاتړ هم لري د دې تحرکاتو مشري کوي، او تر دې زیات د هغو وګړو په حال تأسف کوم چې تل د خپلو مشرانو په لمسون د پردیو لپاره د هېواد او نظام په تخریب کې فعاله ونډه اخلي او ملی ګټې ګواښي.
‎څه باندې څلور لسیزې کېږي چې دا ولس د پردیو توطیو ښکار دې خو تر اوسه یې دا فکر پر سر ندې راغلی چې ولې او د چا په واسطه دوی وژل کېږي، رټل کېږي او ‌‌‌‌‌‌ډول ‌‌‌‌‌‌ډول ناندرۍ ورباندې کېږي؟ ‌‌‌‌‌‌ډېره ساده معادله ده، د دې ولس یوازینۍ ټيټه او د بد بختۍ لامل دا دې چې دوی د سیاسي لوبو سره احساساتو او لنډ لید پر بنسټ برخورد کوي حال دا چې سیاسي لوبې تر ټولو آسانه احساساتي او لنډ فکرونه هضموي.
‎زموږ لویه ستونزه دا ده چې کشران مو تر مشرانو خپل احساسات ډېر څرګندوي او بې درکه مشرانو ته مورال او قوت ورکوي او همدغه مشران ‌‌‌‌‌‌بیا ډېر په سادګی د پردیو استخباراتو ښکار ګرځي.
‎ولسه!
‎د نړۍ ستر قدرتونه او زموږ ګاونډیان نن لګیا دي خپله نیابتي جګړه زموږ په واسطه زموږ په کور کې پر مخ وړي او خپلې ګټې خوندي ساتي. موږ وژني، ملي ګټې مو ګواښي، تاریخ مو ننګوي او هوساینه یې را څخه اخیستې ده.
‎که لږ د ځان سره فکر وکړو او تېرو څلورو لسیزو ته نظر واچوو له ورایه به راته دا پته ولګېږي چې موږ د نورو د ګټو ښکار یو او د نورو لپاره ځان وژنو او خپل ښکلی کلی کور ورانوو. دا ټوله ګناه زمونږ (ولس) وه چې نا اهله کسان مو خپل مشران ټاکلي وه، هغوی نن په شانداره ماڼيو کې اوسي، اولادونه یې په نړیوالو پوهنتونونو کې زده کړې کوي او د تفرېح لپاره دوبۍ، جرمني او مسکو ته روان وي. خو د هغه افغان اولادونه او ښځې نن پر سړکونو کې خیرات ټولوي چې د همدې مشرانو په لمسون د پردیو دسیسو قرباني شول.
‎راشئ خپلمنځي تشنجاتو ته نه ووایئ، پښتون، تاجک، ازبک، هزاره، نورستانی، پشه یي، سک او هندو یو افغان وګڼئ او په یوه غږ د یو واحد افغان داعیېه ته لبیک ووایئ او د پردیو دسیسو پر وړاندې په ‌‌‌‌‌‌ډېره ځيرکتیا او هوښیارۍ مقابله وکړئ. ریښتیني مشران مو وپالۍ، عزت یې وکړۍ او ملاتړ یې وکړۍ.
‎تر څو چې یو نشۍ تر هغې پورې به بې عزته کېږۍ، رټل کېږۍ، وژل کېږۍ او ورځ تر بلې به د پښو لاندې کېږۍ.
له توجه او حوصله مندۍ مو مننه.

په درناوۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *