تاند-  اې بي سي نیوز نن /یکشنبه/ راپور ورکړ چې د ترکیې په ترابزون ولایت کې د (Pegasus Airlines) هوايي شرکت دا بوینګ ۷۳۷ الوتکه د کښېناستو په مهال له الوتلارې اوړي او تور سمندرګي ته برابرېږي. یوازې نیم متر مخکې تر دې چې اوبو ته ولوېږي، یوې پرښې تم کړه.

دا پېښه پرون (شنبه) ناوخته وشوه.

د الوتکې سپرلیو له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې یوازې د الوتکې پزه په پرښه (غټه) تیږه) تم شوه. دوی وايي چې دا معجزه وه. دوی وايی، کېدای شوای چې الوتکې اور اخیستی وای یا په اوبو کې ډوبه شوې وای خو یوې تیږې وساتل.

په الوتکه کې درسته ۱۶۲ سپرلۍ او عمله روغه رمټه پاتې شوې ده.

https://www.facebook.com/WorldNewsTonight/videos/10155658646839818/

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *