نور نو د دې وخت رارسیدلی و چې نړیوال راسره ملاوتړی . موږچې د وطن د بیا ابادی د ارمان پنډوکی مو له څانه سره ګرڅوله ، میدان ته مو کړه. د سره سیلاب څخه د راپاتې خس او خاشاک نه مو څو ډاګی او تیران بیل کړل، ومو تراشل اومیدان ته مو واچول.
د سره سیلاب په مقابل کې مو چې د کومو موادو نه بند تړلی وو ، هغوی خو په غړانګه غړۍ په میدان کې ښکته پورته ځغاستل او خپلې برخې یې څو څو چنده غوښتلې، ځکه هغوی به ویل، موږخو دوه امتیازه لرو، یو مو د سره سیلاب په مقابل کې د ککریو بند وتاړه او بل مو کمونیزم درته له ټولې نړۍ محوه کړ او یوازې مو په روسیې پورې محدوده کړ. سره له دې چې موږ و نړیوال په دې پوهیدو چې په دوی کې به د پخوانو پاڼوګرانو د کوډو اثر موجود وي، خو چاره نه وه ، موږ ټول سره مجبور و… موږ له دغو موادو سره څه نوره مساله چې لیرې لیرې موخوندي کړې وه او موږ ته سوچه بریښیدل یوځای کړه او یو چت موترې جوړکړ. خو دریغا چې کار ان له پیله نیمګړی بریښیده، ځکه د چت ترجوړولو لومړی موږ باید دیواله درولي وای، بې وسي دې ورکه شي ، موږ دغه چت په پردو ستنو ودراوه. اوس نو د دغه چت د پریوتو اوماتیدو ویره راپیداشوې، هو ویره دهر څه ویره اوهرې خواته ویره… یوخو د چت ټول مواد خنثی ووتل اوله څو کلونو راهیسی دغو موادو چینجي کړي، موږ ډیره خواري وکړه چې د دغوچینجیو دارو پیدا کړو ، خو د هرچا خپله خپله نسخه وه، چا به ویل چې پریږدئ څومره چې دا چینجي غټیږي اوپړسیږي نو اخر به یا وچاودي او یا به ماړه شي او نور به له خوراکه پاتې شي، خو داسی ونشول ، کاپر چینجي چې څومره خوري نه مړیږي، اوس پخپلو کې هم یو بل سره خوري. اوس نو ویره، بلاویره، هرې خواته ویره ، له هرڅه ویره ، یو خواته دچینجي وهلی چت ویره او له بل پلوه د ستنووالا د ګواښونو ویره. ستنو والا چې هک حیران دی ، کله رامخکې شی او دړکه راکړی، چې نور نو بس دی، موږ سره توان او طاقت نشته. کله بیا نرمه شی، نه ! نه !نه! تاسو یوازی نه پریږدو. بیا وايي ، یوازې (نهه) ستنې به درته پریږدو.او چې بیا یې لږڅه طبعه خړه شي ، نه نه (صفر) ته به راکوزشو. موږ چی دغمازانو د ویری په ګرداب کی ایسار یو، نو د(صفر) ویره مو د زړه دربا لا زیاته کړی، ځکه د شاوخوا نه د الوتو ورانکارو طوفانونو ویره موږ ته ښیی چی دوی زموږ دبربادۍ پخواني ماهرین دي ، نوویره مو دا ده چی خدای مکړه داځلي زموږ په ټوټه ټوټه کولو او ویشلو بری ونه مومي.
(صفر) ته به راکوزشو. موږ چی دغمازانو دویری په ګرداب کی ایسار یو، نو د(صفر) ویره مو دزړه دربا لا زیاته کړی،ځکه دشاوخوا نه دالوتو ورانکارو طوفانونو ویره موږ ته ښیی چی دوی زموږ دبربادۍ پخواني ماهرین دي ، نوویره موداده چی خدای مکړه داځليزموږ په ټوټه ټوټه کولو او ویشلو بری ونه مومي.
(صفر) ته به راکوزشو. موږ چی دغمازانو دویری په ګرداب کی ایسار یو، نو د(صفر) ویره مو دزړه دربا لا زیاته کړی،ځکه دشاوخوا نه دالوتو ورانکارو طوفانونو ویره موږ ته ښیی چی دوی زموږ دبربادۍ پخواني ماهرین دي ، نوویره موداده چی خدای مکړه داځليزموږ په ټوټه ټوټه کولو او ویشلو بری ونه مومي.
De dasi khalko hamda hal way che pah zan bawar na lari. De Gharb policy hamda da. Deeri Zarai ma warta kawai. Zee. Aw ka na no deer shta che sharai yee. Da na ballaly milmana aw zmong de sar aw mal wakilan noor khpala tindakoona khwari. Aw hamda kha dai che de hari wrazi akher shta. Zoor ta yee ma gorai, peh trat sha tag ta yee nazar wakrai;
کافر هیس وخت د مسلمان دوست نی کیدی داسی مه وایاست چی کفارو سره دوستی وکرو نو ارامی به راشی دا امکان نه لری مصر سریه لیبیا … هر سه لری طرقی کری ملک کی یی اباد ده خو خپلواکی نه لری نو هر سه یی گدود او په زرگونو خلگ پکی مره کیگی