تاند- د کرکټ د نړیوالې شورا د نولس کلونو ټیمونو د نړیوال کپ په سیالیو کې د افغانستان د کرکټ تر نولس کلونو کشر لوبغاړي سبا /چهارشنبه/ په ابوظهبي کې د سکاټلند له نولس کلونو ټیم سره مخامخ کېږي.
افغان لوبغاړو نن په دې اتلولیو کې خپله لومړۍ مسابقه پر ویست انډیز یا غرب الهند وبایلله.
لوبه افغان لوبغاړو پیل کړه او ټولټال یې ۸۴ منډې جوړې کړې.
خو ویست انډیز د افغانستان له لوري ټاکلی شوی هدف (۸۵) په خورا اسانۍ په داسي حال کې پوره کړ چې یوازې یې یو لوبغاړی سوځېدلی و.
په دې توګه ویست انډیز افغانستان ته په ۹ ویکټونو په داسي حال کې ماتې ورکړه چې ۱۸۸ توپونه یې لا لرل.
په دې لوبه کې د افغانستان لپاره احسان الله او مسلم موسي نسبتاً ښه لوبه وکړه. لومړني په ۸۷ توپونو ۲۷ منډې وکړې او دوهم په ۴۱ توپونو ۲۴ منډې.
سبا افغان ټیم له سکاټلنډ سره مخامخ کېږي. په همدې حال کې سبا د پاکستان ټیم د استرالیا په وړاندې میدان ته راوځي. بله مسابقه به د انګلستان او بنګله دېش ترمنځ وي.
همداراز پنځه نورې مسابقې به د هند او جنوبي افریقا، کاناډا او پاپو نیو ګېنې، نامیبیا او سریلانکا، نیوزیلنډ او ویسټ انډیز او متحده عربي امارات او زیمبابوې ترمنځ وي.
د افغانستان د نولس کلونو زلمکو لوبډله به د روانې فبرورۍ په پنځلسمه /شنبه/ له بنګله دېش سره مخامخ شي، په اوولسمه له استرالیا سره لوبه کوي، په ۱۹ مه د نامیبیا په وړاندې میدان ته وځي او په اووه ویشتمه له پاکستان سره مسابقه کوي.