تاند- د کرکټ د نړیوال شل اوریز جام سیالیو په دوام کې په لومړي ګروپ کې ویست انډیز سریلانکا ته په ۷ ویکټونو او ۱۰ توپونو ماتې ورکړه.
بیټنګ سریلانکا پیل کړ او په ۲۰ اوورونو کې یې د ۹ لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې ۱۲۲ منډې جوړې کړې.
خو ویسټ انډیز په خپل وار په بیټنګ کې له بیړې کار وانخیست. د دغه ټیم بټسمن فیشر په ۶۴ توپونو ۸۴ منډې وکړې او په حقیقت کې د سریلانکا ملا ده په یوازې سر ماته کړه.
فیشر۵ شپږیزې او ۶ څلوریزې ووهلې.
د ویست انډیز یوازې ۳ لوبغاړي وسوځېدل.
ویسټ انډیز به د مارچ په ۲۷ له افغانستان سره مخامخ شي خو تر دې مخکې د افغانستان ټیم د مارچ په درویشتمه (راتلونکې چهارشنبه) په ډیلي کې له انګلیستان سره مسابقه لري.
د لومړي او دوهم ګروپ د ټیمونو وضعیت