تاند، یکشنبه، د دلوې ۶مه: په کابل کې د امریکا د سفارت نوی شارژدافیر راس ویلسن وایي، په افغانستان کې یې د نوې دندې له پیل راهیسې له ګڼو افغان سیاستوالو سره لیدنې کړې دي.

د ویلسن  په خبره دی او همکاران یې په افغانستان کې د دایمي سولې او ثبات لپاره هڅه کوي او غواړي په افغانستان کې د ولسواکۍ ملاتړ ته ادامه ورکړي.

دده په خبره امریکا د افغانستان بیا رغونې او پرمختګ ته ژمنه ده او دا د خپل ماموریت یوه برخه ګڼي.

ویلسن همداراز د افغانانو فرهنګ او مېلمه پالنه ستایلې ده او هیله یې څرګنده کړې چې دغه هېواد ته ډېر ژر تلپاتې سوله او ثبات راشي.

One thought on “ویلسن: امریکا افغانستان کې د ولسواکۍ د دوام ملاتړ کوي”
  1. کچیری امریکا او نور نړیواله ټولنه او اروپایی ټولنه او عربی اسلامی هیوادونه او د نړی نور اسلامی هیوادونه په افغانستان کی سوله او سوکالی غواړی نو له پاکستان څخه دی دومره پوښتنه وکړی چی طالبان په پاکستان کی شته او کنه
    کچیری نشته نو طالبان ولی بیا بیا پاکستان د اوربند او سولی په اړه سفر کوی
    کچیری پاکستان پوځ او استخبارات د دی جنګیالیو روزنه او مالی او نظامی ملاتړ نه کوی نو طالب مشران او نور غړی د کوټی په دینی مدرسه چی دوه ځلی وشوله ولی په چاودنه کی ووژل
    مطلب دا چی پاکستان نغواړی چی دلته سوله او ثبات راشی کچیری امریکا په افغانستان کی سوله او ثبات غواړی د یو کال لپاره دی په پآکستان سیاسی او اقتصادی فشار راولی او د ایران د سپاه پاسدارانو په شان د دوی په پوځ او استخباراتو بندیز ولګوی چی نړی پوه شی چی په رښتیا امریکا چی د څه لپاره افغانستان ته تللی وو اصلی هدف یی پیدا کړ
    ځکه بی لدی چی امریکا په پاکستان فشار راوړی بله لار نلری

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *