د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ویلیم برنز پرون په ازبکستان کې وویل، متحد ایالتونه به د سږ کال په پای کې له افغانستانه د خپلو پوځیانو له ایستلو وروسته له منځنۍ اسیا سره ژمنه او په تماس کې پاتې شي.

د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې برنز په تاشکند کې خبریالانو ته وویل:«زما پیغام واضح دی، له منځنۍ اسیا او ازبکستان سره د امریکا ژمنه دایمي ده ځکه چې په منځنۍ اسیا او ازبکستان کې د امریکا ګټې دوامداره دي.»

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر د ازبکستان له باندنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف سره له خبرو وروسته وویل:«موږ د سیمې پر اهمیت سترګې نه شو پټولی نو امریکا له دې نه شي تېرېدای.»

ویلیم برنز وویل چې د ازبکستان له چارواکو سره یې خبرې په افغانستان کې د امریکايی پوځیانو د شمېر د کمېدو او دغه راز په اوکراین کې د روسیې پر یرغلګر او پاروونکي رول متمرکزې وې او په دې یې غور وکړ چې دا انکشافات د ازبکستان په شان پر نورو هیوادونو څومره اغېز کولی شي.

ازبکستان، چې د منځنۍ اسیا تر ټولو ګڼ نفوسه هیواد دی، د افغانستان له شمال سره ۱۰۰ کیلومتره پوله لري او له دغه هیواده د افغانستان تر مزارشریف ښاره پوري د اورګاډي پټلۍ غځېدلې ده.

د اورګاډي پټلۍ ازبکستان د افغانستان لپاره په یوه مهم ترانزیتي هیواد بدل کړی دی.

ناټو او امریکا په افغانستان کې خپلو پوځیانو ته ډېر وسایل د ازبکستان له لارې رسوي.

د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ښاغلي برنز وویل، ازبکستان په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د وسایلو او اکمالاتو په ترانزیت کې مهم رول لوبوي خو له دې سره سره په دې هیواد کې د بشري حقونو له نظره ستونزې شته.

ده د بشري حقونو د فعالانو راپورونو ته په اشارې، چې وايي په ازبکستان کې د پنبې په صنعت کې له ماشومانو په زوره کار اخیستل کېږي، وویل:«موږ د ازبکستان د حکومت او د کار د نړیوالې ټولنې ترمنځ د خبرواترو په شان په ځینو برخو کې د پرمختګ هرکلی کوو. خو ښکاره خبره ده چې ګڼې ستونزې لا پر خپل ځای پاتې دي.»

ټاکل شوې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سیمې ته د خپل سفر په دوام کې نن /پنجشنبه/ د منځنۍ اسیا بل هیواد قزاقستان ته لاړ شي.

ده پرون ناوخته په تاشکند کې د ازبکستان له ولسمشر اسلام کریموف سره هم ولیدل.

0 thoughts on “ویلیم برنز: له افغانستانه د ځواکونو له ایستلو وروسته منځنۍ اسیا ته ژمن یوو”
  1. جناب ویلیم بنز! بیشکه چی افغانستان خو مو غول تر غوله کړ، اوس مو نیت د منځنی اسیا بیچاره هیوادونو ته دئ چی هغه هم ستاسو دجنایاتو مزی ووینی،، هغه افغانستان چی امنیت ، قانونیت ، مهمان نوازی ، دخلکو تر متقابله احترام ، وطن برستی ، پاک نفسی و باک وجدان پالنه او هر هغه ښیګنی چی په افغانستان وه ، ستاسو پر راتلو ټول په برعکس واوښته او اوس افغان دامریکا له نامه نه نفرت لری لری لری! للللللللللللللللللللللللللللللللللللللللللللرررررررررررررررررررریییییییییییییییییییییییی
    اوس وار دهغه بیخبره او غافل هیوادونو وار دئ چی ستاسو دجنایاتو قدمونه ور نږدی شی بیا به وپوهیږی چی تاسو څوک یاست

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *