هغه څه چې وایو، له ذهن سره مو یووالی نلري.
همدا لامل دی، چې په ځان باور هم ورځ تر بلې د کمېدو په لور روان دی؛ خو داسې انګېرل چې په دروني جوړښت کې د رابطې په اړه فکر وشي، یعنې داسې مزي ورغول شي، چې د وجود هر غړی مو له وینا او نورو کړو وړو سره همږي شي؛ ترڅو د یووالي او همغږۍ یو مزبوطه رابطه ورغول شي.
نو د څه کولو او ویلو په اړه هم کله نا کله دوه زړي  غوندې شو، دا ځکه چې هر څه په فطري ډول نه وي عیار شوي، یعنې څنګه چې غواړې هغسې نه شي کېدای. داسې به ډېر کم پېښ شي، چې موږ کې دې داسې څه موجود وي، چې تغیر ونکړي د وخت په تېرېدو سره هر څه بدلون کوي؛ نو دا بدلون په وینا، ذهني چاپېریال، ټولنیز فکر، فردي غوښتنو او د ژوند په ټولو چارو کې کېدای شي.
راځو د وینا د بدلون ته تم کیږو، د وینا پر بدلون چې خبره کوو، لومړی مو د ژبې یو کلي انځور مخې ته راشي، دا ځکه چې ژبه هغه بې جسمه نړیواله امپراتوري ده، چې د خپلو اتباعو د معنوي کلتور دېره یې توده ساتلې ده او احساس یې ټکوروي.
نو ویلی شو، چې ژبه یوازې د پوهاوي او راپوهاوي وسیله نده؛ بلکې د هویت چینه هم ده؛ څرنګه هر هېودا ملي او رسمي ژبې لري.
د وینا په اړه هم ګونګ تصور موجود دی، چې موږ د همدغې په وسیله خلکو پوهوو، دا ځکه چې وینا  د ژبې اصل دی؛ خو د وینا په پوهولو کې زموږ خپل رول څومره دی، دې ته کتل پکار دي.
موږ باید په لومړي سر کې د وینا او ویناوال ترمنځ هغه اړیکه پیدا کړو، چې په ټولیز ډول منځته راغلی.
 د وینا په تیوري کې د ( وینا ) او ویناوال په اړه ډېر جوت بحث شوی، چې له ډېرو خبرو سره مو مخ کوي او له یو کل څخه مو جزیاتو خواته بیایي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *