زه په کابل کې اکسوس نومي کتابتون ته ولاړم. هلته مې د ژورنالېزم له برخې څخه دوه کتابونه راونیول، چې یو د “ویندود”  او بل د “وینا زده کړئ! ” کتابونه وو.

“ویندود” تر “وینا زده کړۍ! ” کتاب څخه یو کال وړاندې چاپ شوی، چې په دغه کتاب کې د وینا او خبرو اترو په هنرونو ځینې بحثونه شوي دي. دا کتاب پریم پی بهالا لیکلی او سعدالله فطرت پښتو ته ژباړلی، چې د علمي خپرندویې ټولنې له خوا خپور شوی دی؛ خو تر څنګ یې د “وینا زده کړئ! ” کتاب راټولونه او ژباړه عبدالرازق همدرد کړې او ختیځ خپرندویې ټولنې خپور کړی دی.

ما چې کله د “وینا زده کړې! ” د کتاب لومړنۍ پاڼې واړولې، نو هغه لومړني مخونه راته داسې ښکاره شو، چې ما ويل له سره مې بیا د “ویندود” کتاب پیل کړی ځکه د دغه کتاب پیل د “ویندود” د کتاب په جملو او مفهومونو شوی وو. یو څو عنوانه مې چې نور هم ولوستل نو د “ویندود” د کتاب هو به هو پراګرافونه او جملې مې ترسترګو شوې، چې پرته له غبرګو لیندیو یا د کوټيشن له نښې څخه راوړل شوي وو. فکر مې وکړ، چې غیر مستیقم نقل قولونه به یې راخیستې وي خو چې وروسته ورپسې ځير شوم او د “ویندود” کتاب مې بیا بیا ولوست نو وپوهېدم، چې نقل قولونه یې مستقیم راخېستې دي. په داسې حال کې، چې د څېړنې په ترسره کولو او د کتاب د لیکلو په اصولو کې دا ډول چارې پوره ظلم او جرم ګڼل کېږي.

خو بدبختانه چې په افغانستان کې د چاپ حق/ کاپي رايټ په نامه څه نه دي موجود. که موجود هم دي نو یوازې تر سپین کاغذه محدود شوي او بس. ځيني لیکوال او څېړونکي خو له سره پر دې خبر نه دي، چې  کاپي رایټ څخه معنا یا ادبي  سرقت څه ته وایي!؟

د “وینا زده کړئ! ” کتاب مې چې لږ نور هم ولوست نو د “ویندود” د کتاب هغه بشپړ بشپړ عنوانونه مې بیا را تر سترګو شو چې هماغسې یې کاپي پېسټ کړي وو او خپل کتاب یې ورځيني پوره کړی وو.

فرضاً که تاسو چېرته دواړه کتابونه راواخلی او ویې ګوری نو په خپله به درمعلوم شي، چې  دا د “وینا زده کړې! ” کتاب د څه له پاره چاپ شوی دي.

د “ویندود” کتاب ۱۷مخ کې د وینا کول څرنګه زده کړو؟ تر عنوان لاندې لیکل شوي، چې”ځينې خلک وایي ښه ویناوال ځکه ډير نشته چې خلک ورسره دلچسپي نه لري، دا خبره ناسمه ده.

ځینو ټولنو او ګوندونو د دې په خاطر چې ښه ویناوال  او خبرې اترې کوونکی ډېر کړي د دې لپاره یې دشخصت جوړونې ځانګړي کورسونه او روزنیز پروګرامونه په لاره واچول او د ژبې زده کړې ترڅنګ یې د وینا هنر هم

ورزیات کړ ترڅو خلک دا هنر هم په شکل سره زده کړي.” اخوا د “وینا زده کړئ! ” د کتاب په ۲مخ کې د لومړي عنوان پیل په پورتني پراګراف سره پرته له غبرګو لیندیو څخه شوی دي.

سره له دې چې همدغسې نور هم څو څو ځایه پراګرافونه یې کاپي شوي او په دې بل کتاب کې ورڅخه استفاده شوي ده. تاسو کولای شی، چې د “وینا زده کړی! ” په کتاب کې یې ولولی او بیا یې له “ویندود” سره پرتله کړی؛ تاسو ته به خپله ډير ښه درمعلوم شي، چې تر دې پورې پوره عنوانونه یې هم کاپي کړي دي.

ممکن د دغه کتاب راټولونکی دا ادعا وکړي، چې ده راټولونه کړې ده نو په داسې حال کې دی کولای شي، چې پورتنۍ کړنې ترسره کړي لکه څنګه یې چې ترسره کړې دي. د نوموړي دا ادعا ناسمه ده ځکه راټولونه دې ته نه ويل کې چې د یو کتاب متن را کاپي کړه او په خپل نوم یې خپور کړه، بلکې راټولونه یو مکلفیت دی، چې هفه په مسوولیت سره ترسره کېږي. ښايي چې د دې کتاب په چاپ کې د خپرندوی هم لاس وي. د دې لپاره چې اوس په هېواد کې ټولې خپرندویې ټولنې هڅې کوي، ترڅو داسې کتابونه وژباړې او چاپ کړي، چې په هغه سره دوی زیاته ګټه وکړي.

د “وینا زده کړی! ” کتاب په ورستي مخ کې دوه ماخذونه لیکل شوي دي، چې یو همدا د “ویندود” او بل د “وینا څنګه زده کړو؟” اثر دی، چې دا سید محی الدین هاشمي  لیکلی او مهین خپرندویې ټولنې خپور کړی دی. ممکن چې له دې کتاب څخه هم د “وینا زده کړی! ” کتاب والا یو څه اقتباسونه کړي وي ځکه دغه کتاب تر اوسه پورې ما نه دی لوستلی.

په ورستیو کې ویل غواړم، چې داسې کتابونه لیکل او خپرول نه یوازې دا چې زموږ کلتور او ادبیاتو ته زیان رسولی شي، بلکې پر دې سربیره زموږ د لوستو افرادو  وخت هم ور ضایع کولای شي ځکه خپرندویې ټولنې تش په نوم جنس په پېرېدونکو پلوري. بل داچې د پېردونکو هغې مینه ته په درنه نه کتل کېږي، کوم چې هغوی یې له کتاب او کتابتون سره لري.

۱۳۹۵هـ ش، کب ۱۰مه

کابل ــ خاکجبار

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *