تاند- مایکروسافټ کمپنۍ د وینډوز لس نمونه راویسته. ټاکل شوې ده چې وینډوز لس اپرېټنګ سیستم د ۲۰۱۵ کال په لومړیو کې بازار ته راوځي.
د وینډوز لس اپریټنګ سیستم، چې د نوم لنډه بڼه یې وینډوز ټي ایچ (Windows TH) ده، په نورو نومونو لکه وینډوز ایکس او وینډوز ون هم یادېږي.
مایکروسافټ ویلي چې وینډوز۱۰ د نړۍ تر ټولو جامع پلېټفارم دی او د مختلفو سافټ وېرونو یا پوستکالیو اړتیاوې پوره کولی شي.
دا سیستم د لمسي یا سمارټ الیکترونیکي وسایلو په تېره بیا ټچ کمپیوټرونو کار هم اسانوي.
په حقیقت کې وینډوز ۱۰ د وینډوز ۷ او وینډوز ۸ ترکیب دی. په دې سیستم کې د وینډوز ۸ خلاف چې د سټارټ مینو له منځه وړل شوې وه، ځای پر ځای شوې ده.
البته د سټارټ مینو د شکل له نظره په دې خاطر یوه څه بدله شوې چې له مدرن ګرافیک او د مایکروسافټ له مسطح ډیزاین سره سمون ولري.