وینې (وی نې)
Bookworm
هره حشره که ګونګټه وي که د پتنګ لاروای بچیان او یا هم نور کوم چې کتابونه خوري او پاڼې یې سوری کوي. یا هم د خولې لګولو (gnawing) له لارې د کتاب پاڼو کې سوري کوي. یوازې یو ډول ته وینه نشو ویلای ځکه چې د حشرو سلګونه ډولونه په وچو کلکو توکو ځان تغذیه کوي او ډېری یې کتابونه خوري.
 
تر ټولو زېات د کتاب خوړونکې پېژندل شوې حشرې سپین زر کب (silverfish) د ډلې نوم یې تایسانورا (order Thysanura) ده او د کتاب سپږې (booklice) د ډلې نوم یې پسوکوپتېرا (order Psocoptera) ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *