وېټامین D یو مهم وېټامین دی؛ چې دې وجود د معافیتي سیستم لپاره دی؛ دا په هغه خلکو کې چې په شمالي نیمه کره کې ژوند کوي کم دی؛ که ستاسو جلد غنم رنګی وي نو د لمر د وړانګو نه کم ویتامین ډي اخلي؛ خو که جلد مو سپین رنګی وي د لمر د وړانګو نه زیاتره ویټامین ډي اخستلی شئ؛ خو په دې شرط چې ډیرې ډبلې جامې مو نه وي اغوستې؛ یعني غنم رنګي او تیاره جلد لرونکو کسان کم ویټامین ډي ترکیبوي؛ چې دوی د ویټامین ډي کمښت سره هم مخ کیږي.
د ويټامین ډي ورځنی دوز یا اندازه په دوه واحدو اندازه کیږي؛ چې ځېنو ځاینو کې یې IU یا نړیوال یونت لیکلی وي او یا هم مایکرو ګرام چې د یو ملي ګرام زرمه برخه ده.
500IU = 12.5 micro gram
1000 IU = 25 micro gram
تاسو یې د ویټامین ډي په بوتلونو لوستی شئ. د برتانیا د عامه روغتیا په ویب پاڼه کې لیکل شوي؛ چې د ورځې حد اقل باید لس مایکرو ګرامه ویټامین ډي واخستل شي. ددې ویټامین نسخې ته ضرورت نشته او تاسو یې د مارکیټ یا درملتون څخه هم اخستلی شئ. په NCBI مجله کې راغلي دي چي دوه ډوله پروټین د انسان په وجود کې کم اوسي د انسان د بدن معافیتي قوت ښکته وړي دا دوه پروټینونه cathlicidins او defensins نومیږي؛ چې د ویټامین ډي د کمښت له امله ددې پروتینو کمښت هم سربیره کیږي. یا که د وجود ویټامین ډي پوره اوسي نو دا پروتین بدن جوړولی شي. نوموړي پروتینونه د ویروس د تکثر څخه مخنیوی کوي، یعنی سایتوکاینس چې یوه بله د دفاعي سیستم ماده ده تولیدوي.
کله چې د سږو یو ناروغ کس ته وویل شي چې سږو یې اوبه نیولې دي؛ دا په دې معني چې د سږو کوچني حجرات یې بند دي او وینې ته یې اکسیجن نه رسیږي او دغه التهابي مواد یې د سږو په ژورو حجرو کې بند پاتې دي چې د ساه اخیستلو مشکلات پیدا کوي؛ که د وجود دغه دواړه پورتني ذکر شوي پروتینونه موجود وي ددغې حالت مخنیوی کوي. یا یې کموي؛ څیړنو دا ثابته کړې ده چې د اکیوت ریسپایرتوري دیسترس سندروم یا د سږو د مرض یو علت د ویټامین ډي کموالی دی. که د چا ویټامین ډي کم وي؛ په یوه ورځ کې دې زر مایکرو ګرامه واخلئ او بیا یی 25 مایکرو ګرامه ویتامین ډي مقدار ته کم کړي.
ویټامین ډي دوه ډوله دي D3, D2
ډي دوه په ترکاریو کې وي لکه مړخیړي او یا حبوباتو لکه سویا او بادامو کې او په مالټو کې هم وي.
ډي دری ویټامین ډي رقم یې په تابلیتونو کې موجود دي. دا معلومات د برتانیا د روغتیا په صفحه کې او د تغذیي یو ژورنال څخه اخیستل شوي دي، او په ساده ژبه لیکل شوي دي.
اغلې نګین کرګر صاحبې
السلام علیکم!
الله ج دې تاسو ته د دغی ژباړی او لیکنی ډیر زیات آجرونه درکړی. خپلو خویندو او ورونو ته په خپله ژبه علمی معلومات ورکول ډیر لوړ خدمت دی.
والسلام