ويښوونکې خبرې کتاب څو ورځې وړاندې په کابل کې د ۱۰۰۰ ټوکو په شمېر کې چاپ شو.
د کتاب ژباړه او ټولونه هڅاند ځوان حسیب الرحمن نورمل کړې.
په دغه کتاب کې د نړۍ د ګڼو پوهانو پخې او ژورې خبرې راټولې شوي دي، چې ژباړن په ډېرې ساده او روانه ژبې ژباړلې دي.
د نړۍ د سترو پوهانو پخې او ژورې خبرې تر دې وړاندې هم بېلابېلو لیکوالو او ژباړونکو راټولې کړې او خپرې کړي دي، خو څرنګه چې ژباړن هم د کتاب په سریزه کې یادونه کړې،چې له نورو ورته ژباړلو شوو اثارو سره د دې کتاب توپېر په دې کې دی، چې ژباړن تر ډېره هڅه کړې چې هغه خبرې را وژباړې چې له یوې خوا ويښوونکې وي او له بله خوا په پخوانیو ژباړل شوو کتابونو کې نه وي راغلې.
دا کتاب په کابل کې د څرک په نامه کتاب پلورنځي خپور کړی چې مينوال کولی شي، په څرک او د کابل ښار په نورو کتاب پلورنځیوو کې یې تر لاسه کړي.
د کتاب د ژباړې په اړه زما نظر:
د ژباړې د فن لیکوال وايي، ښه ژباړن هغه دی چې له لیکوال او خپلې ژبې سره خیانت ونه کړي، یعنې ژباړن د لیکوال په خبره کې تصرف ونه کړي او له خپلې ژبې سره خیانت دا مانا چې ژباړن د لومړنۍ ژبې منفي اغېز خپلې ژبې ته را نننباسي.
خو له بده مرغه په اوس وخت کې چې پښتو ژبې ته ګڼ اثار را ژباړل کېږي، ژباړونکيیې تر ډېره د ژباړې اصول، معیارونه او د ژباړې ډولونه په پام کې نه نیسې، چې د ژباړونکو دا چاره د دې لامل شوې چې زموږ په ژبه کې د نورو ژبو په ځانګړې ډول د پارسي ژبې د ګرامر او د جملې د جوړښت منفي اغېزه ډېره لېدل کېږي.
زما په اند حسیب الرحمن نورمل تر ډېره د ژباړې د ډولونو له مخې ازاده ژباړه کړې ده ، لومړی یې د لومړنۍ ژبې مطلب او جمله په غور لوستې او بیا یې ورته په خپله ژبه کې مناسبې کلمې او د پښتو جملې د جوړښت سره سم ترکیب برابر کړی دی.
ویښوونکې خبرې د ژباړن لومړنۍ ژباړه ده، چې د ژباړن په وینا نیمګړتیاوې او تېروتنې به پکې ضرور وي.
د ژباړن د لا بریاوو او هڅو په هيله