دا چي د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو په لومړي پړاو کې هیڅ یوه له اتو نوماندانو څخه قانوني رایه (پنځوس+یو) پوره نکړه نو دې بریا ته د نه رسېدو بیلابیل عوامل ترڅنګ ولاړ ول، د نوماندانو ډیر شمېر، په ځېنو سیموکې د خلکو کم رنګه ګډون، بربنډه درغلۍ، د ځینو کسانو لخوا په لومړي پړاو کې د رایو تیتونه، د ترهګرو له لوري په ځینو ولایتونو کې د رایې ورکولو په خاطر تهدیدونه او دې ته ورته نور هغه مسایل ول چې د خلکو د اټکل خلاف د ټاکنو پایلې اعلان شوې.
ولس د نوماندانو د لګښتونو، تبلیغاتو، شعارونو او د خلکو له لوري د ملاتړ غوڼدو شاهد وه او د نوماندانو بریایې د خلکو د ناستو او ملاتړ اعلانوولو څخه داسې انګیرله چې ګواکې پلانۍ نوماند تر ټولو څخه ډیره رایه ترلاسه کړي ځکه د هېواد خورا ډیرو وګړو خپل ملاتړ له پلاني نوماند څخه په سړه سینه ښووه.
خو کله چې ولس د ولسمشرۍ د پایلو اعلان ته لاس په زنه وختونه شمېرل له بده مرغه د ټاکنو پایلې د ولس د غوښتنې خلاف اعلان شوې تر یو بریده ولس خواشینی او ناهیله شو، په دې هم پوه شه چې درغلۍ، په ناقانونه توګه د صندوقونو ډکونه، د ګاونډو هېوادونو څخه د جعلي کارټونو راوړل او په څو ځلي توګه د کارټونو او رایو کارونه هم هغه موارد ول چې عام خلکو اټکل یې بدل کړ مګر دا یې هم په پام کې ونیوه چې په ډیری سیمو کې د ښو شخصیتونو د نوماندۍ له کبله هم رایه وویشل شوه چې د هغوی د اټکل په بدلولو هم ستر بدلون راوسته.
د ډيرو شکونو او پوښتنو ترڅنګ یوه اساسي پوښتنه چې د ولس سره ده هغه دا ده چې ولې د پنجاب، اکسپرس او داسې نورې رذیلې پاکستانۍ رسنۍ د یوه ځانګړي نوماند په ګټه تبلیغات کوي؟
بله داچې ولې د ایران هېواد ناولې رسنۍ لکه کیهان، رسالت او داسې نورې خامنه يي ورځپاڼې د یوه با شخصیته نوماند په هکله پوچې خبرې کوي او له بل څخه په څرګنده بڼه ملاتړ کوي دوی دې په دې پوه شي چې مونږ ته ډواړه نوماندان ډاکټر صاحب اشرف غني احمدزی او ډاکټر صاحب عبدالله عبدالله د درناوي وړ دي او د سترګو تور مو دي دا زمونږ خپله مسله ده نو ستاسو دوه شیطانو او رذیلو ته څه چې د افغانستان ویاړلي ولس عامه ذهنیتونه په خپلو سپکو او بې بنسټه خبرو ګډوډوئ؟
داسې نورو نړیوالو رسنیو لکه بي بي سي هم خپله لیوالتیا او خپرونې د یوه ځانګړي نوماند په ګټه چمتو کړې وې خو دوی دې په دې پوه شي چې زمونږ سیاسي شعور ستاسو څخه لا مخکي او پرمختللی دی په هر څه ښه پوهیږو.
افغان ولس دا خبره اوس درک کړېده چې زمونږ په ګران هېواد کې د نړیوالو قدرتونواو ګاوڼدیو هېوادونو څارګریزه او رواني جګړه روانه ده خو د خدای په مرسته به د نړۍ هیڅ ځواک ونشي کولای چې دغه پتمن ولس یو له بله بیل کړي، دا پرته له یوه خیاله بل څه نده، دا چې د راتلونکې ولسمشرۍ لپاره څوک د ښه مدیریت، د ښې مبارزې، ښې مشرۍ، ښې برنامې او د افغانستان د عزت او پرمختګ لپاره وړ کس دی په دې مونږ په خپله افغانان ښه پوهیږو.
اوس چې ټاکنې د افغانستان اسلامي جمهوریت د اساسي قانون پر بنسټ دویم پړاو ته ولاړې او د دوه مخکښو نوماندانو ډاکټر محمد اشرف غني احمدزي او ډاکترعبدالله عبدالله ترمنځ ترسره کیږي د دویم پړاو لپاره په رسمي ډول منډې ترړې پیل شوې تر څو یو ځل بیا دواړه شخصیتونه خپلې برنامې د غونډو او رسنیو له لارې خپل ویاړلي ولس ته څرګندې کړي.
د افغانستان ملت د نوماندانو د نویو او د عمل په جامو کې برنامو غوښتونکي دي نه د تکراري خبرو او د نورو په واسطه یواځې د کاغذ په مخ خطونه، خلک د نوماندانو څخه د هغو تګلارو هیله لري چې د ترسره کولو توان او اراده یې ولري، ولس هغه نوماند ته لومړیتوب ورکوي چې د ځوریدلې مور ( افغانستان) ټپونه او پرهارونه په خپلو څرګنډو او عملي برنامو سره جوړ کړي او په هېواد کې د ټولنیز ژوندانه لپاره په هر ډګر کې بدلون راولي.
ولس نور د ناتوانه، ضعیفه او غیر مسلکي کسانو مشري زغملی نشي، ولس د هغه کس غوښتونکی دی چې هغه په سیاست پوه وي، په سیاست کې زده کړه کړي وي، د سیاست په اصلي تعریف پوه وي، ترټولو مونږ دا چې د افغانستان او افغانانو په انډول توګه اقتصادي کچې لوړه کړي، د زورواکو او ځان غوښتونکو مخه ونیسي او یواځې او یواځې د یوه پتمن افغانستان په فکر کې وي نه د تنظیم، ډلې او څو محدوده کسانو په فکر کې، ځکه دغې ځان غوښتنو او تنظیم پالنو د ګاونډیو په مهندسیو خو افغانستان له آسمانه مځکې ته را ښکته کړ.
هغو کسانو چې په تیر ځل خپله رایه ونه کاروله زه ترې په درنښت هیله کوم چې خپله رایه هغه نوماند ته وکاروي چې د ویاړلي افغانستان، پرمختللي هېواد، د یوه ښه اقتصاد لرونکې ټولنې په موخه راوتلی دی نه هغه کس ته چې خپله بقا په غلامۍ او د افغانستان به بیرته پاتۍ کې ویني، د پرمختللي افغانستان او سوکاله افغانانو په هیله.