تاند- ویکي لیکس اعلان وکړ چې هغه چا ته پنځوس زره امریکايي ډالر جایزه ورکوي چې په کندوز کې د بې پولې ډاکترانو ټولنې پر روغتون د بمبارۍ ویدیو یا د الوتکې د پېلوټ د کابین (کاکپیټ) ویدیو ورکړي.

د ویکي لیکس په وینا سي ۱۳۰ الوتکه د خپلو حملو ویدیو د خورا لوړ روزولشن لرونکو کمرو په وسیله اخلي.

په کندوز کې د بې پولې ډاکترانو د ټولنې پر روغتون حمله د سي ۱۳۰ الوتکې په وسیله شوې وه.

ویکي لیکس ویبپاڼه، چې د جولیان اسانژ له لوري تاسیس شوې، پټ او محرمانه معلومات افشا کوي.

دې ویبپاڼې لیکلي چې د پوځي دستورالعمل له مخې باید د الوتکې له کاکپیټ څخه اډیو او همداراز ویدیو واخیستل شي.

ویبپاڼه وايي:«موږ د ویدیو، د کاکپیټ د اډیو، تحقیقاتي راپور او نورو اړوندو موادو د ترلاسه کولو لپاره ۵۰ زره ډالره جایزه ږدو.»

د امریکا ولسمشر پرون د دې حملې په خاطر له افغانستان او د بې سرحده ډاکترانو له ټولنې بخښنه وغوښته.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *