تاند- ویکي لیکس ادعا کړې چې د امریکا د ملي امنیت اداره په افغانستان کې تقریباً هره ټېلفوني مکالمه ثبتوي.
د بیزنس ریکارډر ورځپاڼې د راپور له مخې په افغانستان کې د ټېلفوني خبرو د ثبتولو پروګرام هغه پروګرام ته ورته دی چې په وروستۍ اوونۍ کې د بهاما، مکسیکو، کنیا او فلیپین په اړه څرګند شو.
د دغه پروګرام پر اساس ویل شوي چې په یادو سیمو کې تقریباً هره ټېلفوني مکالمه ثبت کېږي.
تر دې مخکې د امریکا پخواني استخباراتي مامور اډورډ سنوډن هم ویلي و چې امریکا په مختلفو هیوادونو کې ټېلفوني خبرې ثبتوي خو نوموړي د افغانستان او نورو هیوادونو نومونه نه و اخیستي.
خو ویکي لیکس د هیوادونو نومونه افشا کړي دي.
ویکي لیکس د امریکا د حکومت ادعا رد کړې چې دا ډول افشاګرۍ به تاوتریخوالی زیات کړي. ویکي لیکس ویلي چې حکومت پخوا هم دې ته ورته څرګندونې کړې وې.