په افغانستان کې د ۱۸ کلنې جګړې د ختمولو په موخه د سیاسي جوړجاړي ډېرېدونکو هڅو تر څنګ، د نشه يي توکو سوداګري د یوه ستر ګواښ په توګه لا پاتې ده، او د دې خطر شته چې افغانستان په یو نشه يي اقتصاد یا نارکو سټېټ “narco-state” واوړي او د قدرت او پیسو سرچینه يې همدا نشه يي توکي شي.
رویټرز خبري اژانس لیکلي، له نظري اړخه، په افغانستان کې د تریاکو کرل جرم دی خو دا عمل د لسګونو زرو دهقانانو لپاره د ژوند چاره ده چې د خپلو تریاکو د کښتونو سرېښناکه، قهوه ايي رنګه شیره چې هیرويين ترې جوړېږي خرڅوي تر څو خپلې کورنۍ ته پیسې وګټې او خېټه یې مړه وساتي.
د بېوزلو بزګرانو لپاره د زعفرانو په څېر بدیلونو د رامنځته کولو هڅې څه ناڅه بریالې وې، خو تراوسه يې د نشه يي توکو سوداګرۍ ته کوم سخته ضربه نده ورکړې.
د کلونو لپاره افغانستان د تریاکو په تولید کې د نړۍ سر هېواد و. پداسې حال کې چې له ۲۰۰۲ راهیسې امریکا د نشه يي توکو د تولید او قاچاق د ودرلو په موخه ۸.۹ میلیارډه ډالر لګولي دي.
چارواکي وايي له بزګره نیولې تر تولیدوونکي او وېشونکي، د نشه يي توکو اقتصاد او شبکه اوس دومره پیاوړې ده چې د ودرولو په تړاو يې ډېر لږ څه ترسره کېدای شي.
د ملګرو ملتونو د نشه ايي توکو او جرمونو دفتر په ۲۰۱۸ کې تخمین وکړ چې د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه په ۲۴ کې يې په ۲۶۳ زره هکټاره ځمکه کې ۶۴۰۰ مټریک ټنه تریاک تولید شوي دي.
د تریاکو د کروندو له منځه وړلو کار هم په نشت حساب دی او تېر کال یواځې ۴۰۶ هکټاره هغه ځمکه اړول شوې وه چې تریاک پرې کرل شوي و. طالبان د دې کار مخه نیسي. د طالبانو ۴۰ سلنه عاید د نشه يي توکو له لارې لاسته راځي.
د هېواد نیمايي تریاک په هغو سیمو کې تولېدېږي چې طالب اورپکي په کې ډېر فعال وي.