مونږ ډیر ځله په خپل ژوند کې وېره حس کړې او حسوو. چې کله دا وېره د لنډ وخت لپاره او کله هم تر ډېره زمونږ په ذهن کې پاتې وي. او مونږ کړوي. زهن ته د ویرې راتګ ډېر زر او ګړندی وي ولې د وېرې له منځه وړل بیا وخت ، صبر او حوصله غواړي. د وېرې بلا شپه او ورځ مونږ ته په ډېر ظالمانه ډول ازار راکوي. تر دې چې ډېر کله مو ان له ژوند نه هم ستړي او لاس په سر کړي. ایا کله مو د ویرې له دې بلا سره خبرې کړي. او ترې پوښتلي مو دي چې اخر ما کوم جرم کړی چې داسې سزا راکوې؟ ما چې له دې بلا سره خبرې وکړې او همداسې پوښتنې مې ترې وکړې. د وېرې له بلا مې وپوښتل چې ولې دې زه رانیولی یم او ما ته ازار راکوې؟ بلا راته په تونده ژبه وویل دا کومه غم او سزا چې ته یې ګالې همدا ته مقصر یې. او همدا تا زه زیږولې یم او دا اوس چې په کوم شکل یم تا همداسې جوړه کړی یم. زما طبیعت همداسې دی چې څرنګ مې ته تصور کوې. اوس به د لوستونکي سره هم سوال پیدا شوي وي خو دا بلا څنګه ما وزیږوله. له ما سره هم دا فکر پیدا شو چې ما څنګه دا د وېرې بلا وزیږوله؟ ما او شاید تاسو هم دا فکر وکړئ چې دا د ویرې بلا خو د مصیبت ، خیانت ، قحطۍ ، فقر ، جنګ ، مریضۍ او مرګ زیږولې. خو نا !!!

داسې نه ده دا دغو یوه هم نه ده زیږولې. دغه نومونه او له دې نه زرهاوو نور نومونه ډیر واړه او عادي او د سالم فکر لرونکی انسان لپاره همیشه تکراریدونکي نومونه او واقعیتونه دي. چې مونږ یې په هره لحظه کې د واقع کیدو طمعه باید ولرو. زمونږ تر ټولو لوی ظالم دښمن د وېرې بلا ده. چې دا زمونږ په خپله زیږولې بلا تر دې توان منده کیږي چې د خدای د شاهکار تخلیق انسان ژوند ورنه اخلي. دا بلا کولی شي چې د خدای دا توانا او قوی مخلوق چې په خپل ځان پوره باور لري او د خدای ج د ورکړل شویو قوتونه نه باید سالمه استفاده وکړي خو دا یې د یوه مړي په شان په زمکه کې ساتلی او ازارولی شي. ما بره وویل چې ما همدا فکر کوه او شاید تاسو هم کړی وي چې مصیبت او خیانت او قحطي ، فقر ، جنګ او یا هم مریضۍ او مرګ دا وېره زیږولې. خو خبره دا ده چې دا کوم نومونه چې مونږ دا خپله په خپل ځان کې یو بلا ګانې دي چې هر یو یې خپل ته ورته همشکله بلا ګانې زیږوي او د همجنس شکل نه اخوا بله بلا نه شي زیږولی. مصیبت مصیبت زیږوي، فقر فقر زیږوي. جنګ جنګ زیږوي. خو دوی ویره نه زیږوي ویره رښتیا هم مونږ زیږوو. که په ځای ددې چې د مصیبت او فقر د جنګ د نسل د ډیریدو او یا ددوی د وژلو فکر وکړو مونږ ددوی په مقابل کې په خپل ذهن کې د ویرې بلا زیږوو. چې همدا بلا مو بیا په هر قدم کړوي. عجیبه خبره ده ! مونږ د خدای ج د تر ټولو اشرف او توانا مخلوق په توګه د ویرې له بلا نه ځان نشو خلاصولی او دا ډیره عجیبه بیا دا ده چې دا نه منو چې د ویرې همدا مونږ زیږولې او مونږ ورته وجود ورکړی. وېره یوازې زمونږ فکر او اندیښنه ده او بس! د ویرې دا بلا زمونږ د ذهن نه بهر بیا هیڅ وجود نه لري. نور څوک دا طاقت نه لري چې مونږ وډار کړي.

همدا مونږ یو چې خپل ځان خپله ډاروو . نور څوک شاید داسې کارونه وکړي چې زمونږ په ذهن کې ددې بلا د پیدا کولو لپاره زمینه برابره کړي. ولې دا بلا هلته زیږیدلی شي چې مونږ د هغوئ پر وړاندې شکست ومنو او د خپل ذهن ته اجازه ورکړو چې له بهر نه داسې یو شکل او تلقین واخلي چې د وېرې بلا وزیږوي.

هر انسان په خپل ذهن کې دا قوت لري چې هغه څه یې چې خوښیږي ورته راولي او هر هغه څه یې چې نه خوښیږي ورنه لرې کړي. مثلا . زما خوښیږي چې یو پارک ګڼې ونې دي لاندې پکې نرۍ نرۍ لارې تیرې شوي دي. د پسرلي موسم دی. ونې شنې دي. دا پارک ډیر لوی لوی چمنونه لري او زه په دې نریو نریو لارو کې ورو قدم وهم روان یم. دادی د هغه پارک داسې تصوېر مې په خپل ذهن ته راوست چې ان ستاسې ذهن ته مې هم انتقال کړ. اوس که زه ووایم چې یو کس دی. به پلاني ځای کې اوسي چې هر سړي سره ښایسته مبایل ګوري ترې پټوي یې. او که نه په زور یې ترې اخلي څو کسان یې په چاړه هم وهلي دي او بیا یې مبایل ترې اخیستی. نو زه باید کوښښ وکړم چې په کومه لاره یوازې او یا بې وخته لاړ نشم ځکه که دا کس راباندې پیښ شي نو …… وګوره ! د ډار بلا مې وزیږوله. او خپل ذهن کې مې ځای ورکړ. نور نو دا بلا شاید هر سړی ما ته هماغسې وښایي چې د خلکو مبایلونه پټوي. او ما شاید وکړوي. نو اوس چې په پوهه شو چې د وېرې بلا همدا مونږ زیږوو او مونږ ورته په خپل ذهن کې ځای ورکوو. او بیا ترې کړیږو ښه او سالمه خبره دا ده چې هغه شیان چې د ویرې بلا ته زمینه برابروي حتمن باید ورسره احتیاط وکړو . ځان ترې وساتو او که چیرې پکې واقع هم شو نو هغه باید د یو حقیقت او واقع کیدونکي شي په حیث تسلیم او فکر وکړو چې دا واقع شو. او دا ختم شو. خپل ذهن نه د وېرې زیږونکې فابریکه جوړه نه کړو. لکه مخکې مو چې وویل وېره هیڅ کوم خارجي وجود نه لري. که وجود لري نو زمونږ په ذهن زمونږ خود ساخته وجود لري. او همدا مونږ کولی شو چې له منځه یې ویسو.

د ویرې بلا څنګه له منځه ویسو؟ اول خو مو چې په ذهن کې دغه کومه وېره تصور او تجسیم کړې باید له خپل ځان نه په رښتوني توګه ددې په هکله پوښتنه وکړو. ایا دغه مرض، مصیبت ، خیانت، حالت چې زه یې په اړه فکر کوم رښتیا واقع کیدونکی دی؟ ایا زه کولی شم چې ددې مصیبت ، مرض ، خیانت ، او حالت په وړاندې همداسې مطمین پاتې شم ؟ ایا کومه بله لاره هم شته چې دا موضوع ورباندې حل کړم؟ ددې حالت د له منځه وړلو لپاره زه باید څه وکړم؟ یوه خبره باید په پام کې ولرو چې د فکرد حقیقت معادل او مساوي نه دی. داسې نه ده چې څه مونږ فکر کوو دا دې حقیقت وي. نو کوم د وېرې فکرونه چې زمونږ ذهن ته راځي باید داسې وګڼو لکه وریځې چې خوري شي. کله باران وکړي او کله بې بارانه بیرته ورکې شي. .درنښت

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *