لیکوال محمداکبرحقمل معینزی
وېره یو بې معنې او بد فکر دی، ډېری ماتې د وېرې له امله رامنځته کېدونکې دي؛ هر هغه کس کوم، چې د یوه کار په ترسره کولو کې ووېرېدو نو اصل کې یې د خپلې بریا چانس کم کړ او وېرې ته یې دا لار هواره کړه ترڅو د هغه د بریا خنډ او د ماتې لامل شي. هغه کسان وېرېدونکي او ډارن دي کوم، چې له خپلواکۍ څځه یې ځان بې برخې کړی دی، په یوازېتوب سره یې کومه پرېکړه او هوډ نه دی نیولی او په یوازېتوب سره یې کوم څه نه دي ترسره کړي؛ ځان یې کم احساس کړی او د یوه کار د پیلولو او سرته رسولو باور یې نه دی خپل کړی. اوس نو په دې ټول پوهېږو، چې وېره د ماتې اصلي او لومړنی لامل دی، نو راځئ داسې حل لارې یې ولټوو، ترڅو له منځه یې یوسو، ځان ترې وژغورو او ځان مو ازاد او خپلواک احساس کړو. د حل لار لومړی: که غواړو له وېرې ځان وژغورو، نو باید له هر هغه څه سره ځان مخامخ کړو له کوم څخه، چې وېره لرو؛ د کوم کار ترسره کول، چې د یوه لوی غره په څېر ښکاري او له ترسره کولو یې وېرېږو، نو باید په همدغه کار باندې ورشو او پیل یې کړو. دا خبره باید په یاد ولرو، چې وېره یوازې تر پیلولو پورې ده؛ یعنې یوازې کار پیلول ستونزمن دي. پیل بیا یو داسې څه دی، چې وېره مو په خپله له منځه وړي. دویم: له تجربه درلودونکو کسانو سره سلامشوره کول اړین دي. که غواړو د یوه کار د ترسره کولو په اړه خپله وېره له منځه یوسو، نو موږ اړ یو، چې د نورو له تجربو او مشورو څخه ځانونه برخمن کړو. هر بریالی کس ترشا یوه لویه فلسفه لري او راز راز تجربې لري. داسې فکر مه کوئ، چې بریالي کسان له ورایه او ځایه بریالي او بشپړ وو، نه داسې نه ده؛ بلکې هر کس وېرېدلی دی، هر کس مات شوی دی او هر کس کمزوری شوی دی، خو د پرلپسې او هوښیارو هڅو پر مټ یې ځان د بریا تر پولې رسولی دی. د وېرې بد فکر مو پر مثبت فکر بدل کړئ؛ ځان مو خپلواک احساس او د بریا تر کوره ورسوئ. محمداکبر حقمل معینزی M Akbar Hamqal mueenzai

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *