د تلي د مياشتي پر ۴ نېټه د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د کابل په توحيد مرکز کي د هلمند والي تورنجنرال محمد ياسين خان ته د هغه د ښه ماموريت ترسره کېدو په خاطر مډال ورکړ. سره له دې چي په دې وطن کي د مډالونو ارزښت هم د نورو شيانو په ډول راټيټ سوی، او هر چاته مډالونه ورکول کېږي، خو د دې تفکيک په کار دی چي څوک يې وړ دی، څوک يې نه دی.
ياسين خان په هلمند کي پر داسي مهال د والي په توګه وګومارل سو چي د ولسواليو لپاره پيل سوي عمليات په ټپه ولاړ ول، د ښار په څنډو کي د طالبانو دوه کلن او درې کلن کمربندونه پراته ول. په نظامي او ملکي ادارو کي ډېري ستونزي پرتې وې. د لښکرګاه له ښاره د غلاوو مرکز جوړ سوی و.
ياسين په هلمند کي د ملي امنيت د رئيس په توګه له خپل ماموريته دا زده کړي ول چي د دې ولايت اساسي ستونزي څه دي، او د جګړې تر څنګ د نورو ناخوالو عوامل څه دي. هغه چي والي وګومارل سو په خورا جديت يې ماموريت پيل کړ. زموږ د ټولني شرايطو ته په کتو سره اړتيا ده چي د حکومتي ماموريت پر مهال د ښه کار ترڅنګ قاطيعت او جديت وسي، ځکه دلته د قانون عملي کېدل له بده مرغه نادوده شمېرل کېږي.
ياسين د ماموريت له پيلېدو سره په نظامي او ملکي برخه کي تازه ګومارني وکړې. د ښار د امنيت لپاره يې يو قوي ګارنېزون جوړ کړ. داسي ګارنېزون چي د نورو په توپير يې کاغذي بڼه نه بلکي، عملي بڼه خپله کړه. ګارنېزون په دې وتوانېد چي په ښار کي د غلاوو کچه ډېره راکښته کړي. بې مسئوليته وسلوال چي په ښار کي ګرځېدل بند سول. د خپلي ځانګړي پاملرني له مخي يې د هلمند ټول پوځي، نظامي او استخباراتي قوتونه او مسئولين همږغي کړل.
ياسين د هلمند امنيتي سرتېري د تازه جګړې لپاره وهڅول. اول وار يې د نادعلي پر ګواښمنو او هغه ساحو بريدونه وکړل چي د حکومت ضدو وسلوالو تر ولکې لاندي وې. د خورا مسلکي پلان له مخي يې نادعلی په بشپړه توګه تر ملي حاکميت لاندي راوست. عملياتي قوه يې د يوه ښه مسلکي پلان له مخي رهبري کړه، او داسي برنامه د پلي کېدو لپاره ور وسپارله چي د سرتېرو او ولسي وګړو تلفات بېخي ډېر کم ول.
له دې سره همهاله يې د تريخ ناور لانجمنه ساحه چي د مارجې، ناوې، او نادعلي پر بغلونو پرته ده؛ مرکزي برخه يې تر عملياتو لاندي ونيوله، دلته يې هم په بريا سره سيمه تصفيه کړه. پخه لاره يې ور پرانيسته. پوستې يې ځای پر ځای کړې. د بولان، ناوې او لښکرګاه له سوېل لوېديځي څنډي سره نا امني ساحې يې تر ملي حاکميت لاندي راوستې. خلک بېرته خپلو مېنو ته ستانه سول. بيرته يې د ژوند خوند وليد.
له دې ځايونو په زرګونه کسان کډوال سوي ول. کورونه يې په ماينونو فرش سوي ول. لاري او کوڅې يې له ماينونو ډکي وې. ټوله شتمني يې د جګړې د بارتو خوراک سوې وه. کله چي دا سيمي تر ملي واکمنۍ لاندي راغلې، خلک يې بيرته ورستانه سول. د ارامۍ ساه يې واخيسته.
د دې عملياتو د بريالي جريان په ترڅ کي يې پر ناوې ولسوالۍ ور سپاره احتمالي امنيتي ګواښونه ختم کړل. د ناوې امنيتي کمربندونه چي له دښتي ساحې سره نښلول سوي، خوندي کړل، ټينګ يې کړل، او د دې ولسوالۍ ټوله رهبري يې بدله کړه چي د ولسي وګړو په وينا خورا اغېز يې وکړ
ها خواته يې د هلمند مرکز ته نيژدې د نادعلي مربوطه حوزه چاه انجير په بشپړه توګه تصفيه کړ. چاه انجير له دوه درې کلونو راهيسي د حکومت له ولکې وتلی و. هلته په زرګونه خلک کډوال ول. مېنې يې سپېرې وې. پخه يې لاره يې تړلې وه. څو ځايه يې په ماينونو فرش سوې وه، خاوري پر اچول سوي وې. پلونه او پلچکونه يې ور نړولي ول. د چاه انجير له نيولو او تصفيې وروسته ټول کډوال بيرته خپلو مېنو ته ستانه سول، خپلي هټۍ يې بيرته پرانيستې، نوی ژوند يې پيل کړ. اوس پر چاه انجير او هغې خواته تر لوی مانده او بغرا تر ساحې پوري د وطن ملي بېرغ رپيږي، او دا عمليات تر ګرشک پوري روان دي.
دا قوتونه پخوا هم هلمند کي پراته ول، خو رهبري يې نه کېده. نه يې داسي پلان درلود چي له مخي يې ځانونه منظم کړي وای، او جګړه يې کړې وای. د دې تر څنګ په هلمند کي هوايي ځوکونه، او کومانډو هم خپل بريالي ماموريتونه سرته رسوي، او خورا پرمختګونه لري. د هلمند والي د امنيتي لاسته راوړنو ترڅنګ په ګرشک ولسوالۍ کي په سلګونه جريبه مځکه له غصبه وژغورله.
ياسين خان د هلمند خلک د يوه قاطع مدير په توګه پېژني. دا قاطيعت يې د ښه ماموريت په ترسره کېدو کي مرسته ورسره کړې ده. خلک هيله ورڅخه لري چي محلي زورواکو او بې قانونه خلکو ته تسليم نه سي. هلمند هم د نورو ولايتونو په کچه په خپل ځان کي مافيا لري. د مافيا عناصر يې نيم غټ نيم کوچني دي. د هلمند ولسونه دا ټول پېژني.
موږ له ياسين خانه غواړو چي د دې زورواکو او بې مسئوليته وسلوالو پر وړاندي همدغسي په قاطيعت ودرېږي. هيڅوک پرېنږدي چي ځان تر قانون لوړ وښيي.
دا خو څه بده خبره نه ده