نبي الله پیرخیل –

نن سه شنبه د ۱۳۹۵ یم کال د وږي په نهمه نېټه د سلیمانغر کلنۍ دودیزه مشاعره ترسره شوه، چې  د پکتیکا ولایت والي محمد الیاس وحدت، مرستیال والي عطاالله فضلي، د ولایتي شورا غړو د بیلابیلو ملکي او نظامي ادارو مسئولینو د غزني، پکتیا، وردګو او پکتیکا ولایتونو سلګونو شاعرانو، فرهنګپالو او ادیبانو په کې برخه اخېستې وه.

د مشاعرې په پيل کې د پکتیکا والي محمد الیاس وحدت دا رنګه مشاعرې دافکارو د تبادلې، سولې او پرمختګ له پاره اړینې وبللې، ښاغلي وحدت وویل له زده کړو سره مینه ادبي بهیرونه پیاوړي کولای شي. موږ ژمن یو چې د پکتیکا روان فرهنګي بهیر پیاوړی کړو، د مشاعرو لړۍ به یوازې تر مرکز ښرنې  محدوده نکړو بلکې ولسوالیو ته به یې هم وغزوو. د پکتیکا والي د مشاعرې ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ د مشاعرې د جوړېدو د کمیسون له غړو څخه هم  مننه وکړه چې شانداره مشاعره یې ترتیب کړې ده.

ورپسې د پکتیکا د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس بشیر محمدي د اطلاعاتو او فرهنګ د وزیر ښاغلي عبدالباري جهاني پیغام د مشاعرې ګډونوالو ته ولوستل، په پیغام کې ښاغلي جهاني په پکتیکا والو غږ کړی و، چې د فرهنګي او کلتوري میراثونو او عابداتو په ساتنه کې له یاد وزارت سره مرسته وکړي، او په یاد ولایت کې د کلتوري او رسنیزو برخو پیاوړتیا ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

وروسته د غزني ولایت څخه د کلیوال ادبي ټولنې رئیس مجید ژړاند خبرې وکړې نوموړي د دا ډول مشاعرو په جوړېدو خوښي وښوده او وې ویل چې د شاعرانو او د ادب د مینوالو لپاره د د تجربو د شرېکولو لپاره ښه فرصت دی، ژړاند په شاعرانو غږ وکړ چې په خپلو شعرونو کې د هیواد ناخوالې انځور کړي او داسې شعرونه ووایاست چې د غم ځپلو هیواد والو د ټپونو لپاره ملهم جوړ شي.

وروسته نورو شاعرانو هم په خپل وار سره د سلیمان غره، هیواد، امنیتي او دفاعي ځواکونو، ملي یووالي، پرمختګ او ټولنیز عدالت ته شعرونه وویل، دا ځل پر شاعرانو سانسور هم نه وو، خو شاعرانو جګړې نه ستایلې او خلک یې په خپلو شعرونو کې سولې ته رابلل.

د مشاعرې په پای کې په ځينو شاعرانو او د نورو ولایتونو څخه په راغلیو ملیمنو د پکتیکا والي ښاغلي محمد الیاس له لورې نغدي او یو شمیر ډالۍ ووېشل شوي.

پاتې دي نه وي چې تیره شپه هم د سلیمان غره د کلنۍ دودېزي میلي او مشاعرې په مناسبت له رنګینو څخه ډکه د غزل شپه ترسره شوه، چې شاعرانو په کې خپل شعرونه واورول او دغه راز دوهمه برخه یې ټنګ ټکور ته ځانګړې شوي وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *