په خیبرپښتونخوا کې د افغانستان د یو شمیر اتلانو او د هغوی د کورنیو د غړو قبرونه د ورانیدو په حال کې دي. لهڅو کالو راهسې په دې اړه رسنیو هم رپوټونه نشرويخو تر اوسه پورې د افغانستان دولت او په ځانکړي توګه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت خپله دنده نه ده ادا کړې. نو اوس راځئچې خپله مټې راونغاړو څو د خپلو ملي اتلانو مقبرې په خپله جوړې کړو او د هغو 2ساتنه وکړو .

هر افغان چې غواړي د خپلو اتلانو د مقبرو په جوړیدو کې مرسته وکړي نو د لاندې فیس بوک له لارې دې په تماس کې شي https://www.facebook.com/abdulhaqomeripage

د خیبرپښتونخوا د پيښورښارسره نژدې د درانيانو په هديره کې د افغانستان ملي اتل غازي سردار محمد ايوب خان قبرته څيرمه د اميرشيرعلي خان د ميرمن او دغازي سردارمحمد ايوب خان د مور قبر او دغه راز د سردارجلال الدين خان د ميرمن او دسردارمحمد ابراهيم خان قبرونه هم شته. د وزيرسيد محمدخان قبر چې له دغو قبرونوڅخه يو څه لرې وه ورک شوی دی اوښايي پرځای به يې نور مړي خښ شوي وي. د افغانستان ملی اتل او د میوند فاتح غازی سردارمحمد ایوب خان قبرچی په سپینو مرمر پوښل شوی پرې لګيدلي ډبرې ټولې ماتې شوي او څه یې هم غلاشوي دي، دغه مقبره د ورانیدو په حالت کې ده. د سیمې خلک هم وایي چې که د دې قبرونو ساتنه ونشي ، له قبرونو څخه به پاتې ډبرې هم يووړل شي او زیاتوي چې (د دې د ساتلو والا څ3وک نشته .

دوی له افغانستان نه راغلي او دلته یی دا ځای په نصیب شوی. او د دوی دا اقبرونه ټول انتیک دي ، د شپې خلک راځي او تیږې تیرې وړي ، او دا نور قبرونه هم ورسره خرابیږي.  مونږ له مشرانو غواړو چی په دی نظر وساتي) د افغانستان ملی اتل او د میوند فاتح غازي سردار محمد ایوب خان په کال 1293هجري لمريز کې وفات شو او دپښورښارپه شيخ حبيب بابا زيارت سيمه کې دخپلې کورنۍ دڅونوروغړوخواته خاوروته وسپارل شو.

عبدالحق عمري

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *