محمد شفیع ظاهر
 
لومړۍ ورځ 
هغه کار چې د مجبوریت له مخې یې سرته رسوې خوند ترې اخله او داسې وانګېره چې همدا ستا غوښتنه او ستا مینه ده
په داسې وخت کې مو زړه تنګي دکار پای ته نه رسوي او دې ته مو اړباسي چې کارونه مو نیمګړي پرېګدی
دوهمه ورځ
 كوښښ وکړی کارونه مو په پوره مینه تر سره کړی
نه داچې دناچاری یا مجبوریت په اساس یې ترسره کړی
كوم كارونه چې دمجبوریت له مخې ترسره شي پای نه لري
په خپل کار مو ایمان ولری
په یاد ولری چې کمزوریې اوبه هم دباغچې یوه برخه اوبه کولای شي
دریمه ورځ 
په لومړي سر کې هرڅه چې په کومه بڼه دي په هماغه بڼه یې ومنه
یوازې غوښتنه نشي کولای بدلون راولي
خوښتنه دباد مسیر نشي بدلولی او نه واوره په نبات بدلوی شي
که غواړې کوم څه ته تغیر ورکړې دهغه سره په همغه شکل مخامخ شی په کوم شکل چې دي
هڅه او مثبت کار کولی شي هرڅه بدل کړي کړي
دمثبت کار نتیجه د مثبتو بدلونو نو ضمانت کوي
څلورمه ورځ
ذهن د د هغې دسپينې ورېځې په څېر چې په آسمان کې ده آزاد کړه
کوښښ وکړه ، هڅه وکړه هر بوټي ته اوبه ورکړه
 د زیار نتیجه زیار په اندازې پورې تړلې وي
 پنځمه ورځ 
د تصمیم نیونې په وخت کې هیڅکله له ځانه دا مه پوښتی چې ددې کار د ترسره کولو ګټه یوازې ماته څومره ده
غوره پوښتنه دا ده کوم کار دټولو په نفع دی؟
 دنورو ګټې هم په پام کې ونیسه ترڅو نور دې ترڅنګ کار وکړي او تاسره مرسته وکړي ترڅو بریا ته ورسې
په کوم کار کې چې تاسې دخپلو ګټو په پار دنورو ګټې پایمالوی په حقیقت کې دهغه کار تر سود یې زیانونه زیات دي
شپږمه ورځ
 د بریالي کېدو لپاره دهر كار په پيل کې د کار دنقشې د پلي کولو واضح تصور له ځان سره ولری
بې تدبیره بې پلانه ، او بې نقشې کارونه په پای کې ستونزې زیږوي
اوومه ورځ
دعمل لپاره تر نورو لمړۍ دخپل فکر نه امر ( فرمان ) واخله ځکه دا باید درک کړې چې ترکومه په خپل فکر او تګلاره په خپل کار کې په مخ تلی شې
پوره یا نېمګړی دا مهمه نه ده مهمه داده چې څرګنده شي څومره دنورو مشورو ته اړتیا لرې او څومره خپله وړتیا
اتمه ورځ 
غلطې وړاند وینې د ماتې خوړلو رېښې دي
مثبتې وړاندوینې دبریا چانس زیاتوي
او کاري پلانونو او طرحو ته مو مثبت لوری ټاکي
نهمه ورځ
دوخت پيژندنه د بریا په لمړیتوبونو کې راځي
په کومه اندازه چې دوخت نه سالمه استفاده کوې په همغه اندازه بریا ته نږدې کېږې
لسمه ورځ 
په حقیقت کې ستونزې دکار په مخ کې خن‌‌‌‌‌‌ډ نه بلکه دکارونو په منځ کې د ښونکي بڼه او حیثیت لري
په هر کار کې ستونزې شته خو داستونزې تاسې اړ کوي چې د کار دترسره کولو لپاره فکر وکړی پلانونه او طرحې جوړې کړی
او همدا فکر او پلان دی چې کارونه ساده کوي او دبریا چانس زیاتوي
په کارونو کې ستونزې د زینې دپـَلو ( پايو) بڼه لري چې تاسې تر منزله رسوي او تجربه مو زیاتوي
یولسمه ورځ
تاسې بریا ته درسېدو لپاره په خپل ځان کې دځانګړو استعدادونو او وړتیاوو لرونکي یاست
تر کارونو لمړی په ځان کې دا استعدادونه کشف او ګټه ترې پورته کړی
دولسمه ورځ
تصمیم ونیسه تمرین وکړه چې د ننه څخه ځان خوشحاله کړې
هېچاته اجازه مه ورکوه چې ستا دخوښی تصمیم ونیسي
د خوښی دکارخانې ریاست او سر پرستي په خپله غاړه واخله
دیارلسمه ورځ
کله مو چې کار له ستونزو سره مخ شوو مه ځان رټئ او مه نور خلک
لامبو هغه وخت زده کیږي چې په اوبو کې دغرق کېدو یا ‌‌‌‌‌‌ډوبېدو نه ونه ‌‌‌‌‌‌ډار شی
 
څوارلسمه ورځ
 ستونزو ته مه خفه کېږی ستونزې مو پياوړي کوي
همدارنګه ستونزې مو دبریاوو خواته رهنمایي او رهبري کوي
پنځلسمه ورځ 
تل قوي عزم او اراده ولری
قوي عزم او اراده  تاسې د هغه کارونو سرته رسولو ته اړ باسي چې تاسې ته ستونزمن دي
ستونزمن کارونه په جدي ‌‌‌‌‌‌ډول سرته ورسوی
شپاړسمه ورځ 
په پوره انرژی په خپلو کارونو واکمن و اوسی
دشیشې نه کله چې دلمر رڼا تېرېږي ښکلي رنګونه غوره کوي او ځلیږي
که کارونه په انرژی سره سرته ورسوی نو ښکلي او رڼه به وي
اولسمه ورځ
 کله چې کوم کار سرته رسوی د ځان سره دا فکر مه کوی چې نورو دا کار څنګه او په کوم روش سرته رسولی
دا وپوښته چې زه څنګه کولای شم چې دا کار په سمه توګه سرته ورسوم؟
دا په یاد ولره چې هره ورځ نوي سیارې او نوې لارې کشف کېدونکې دي
بدون د احساس نه کریستف کلمب هېڅلکه هم امریکا ته نه رسېدلو
اتلسمه ورځ
نن ورځ مو دپيل لمړی ورځ وګڼی
ولې دهغه څه په باره کې چې تېره ورځ سرته رسېدلي فکر کوی؟
ژوند هغه سیند دی چې هره ورځ او هره لحظه دنوې دراتلونکې په لور روان دی یو څاڅکی یې هم بېرته د دتېر په لور نه ګرځي
نولسمه ورځ
مه پرېږدی چې افکار او ذهنونه مو په یوه بڼه او طرز عادت شي
کوښښ وکړی هرې ورځې ته له یوې نوې زاویې نه وګوری ژوند د ستونزو ترڅنګ دبریاوو پاڼه ده پلټنه وکړی یوه اوبل څنګ ته وګوری داسې نښې نښانې به ومومۍ چې دتازه او نویو کشفونو سره به مو مخ کړي
امید له لاسه مه ورکوی
شلمه ورځ
تر ټوله غوره شی هغه احساس دی چې د خپل کار په نسبت یې لری
سپېره او خړ رنګونه د انځور ګری په تخته (تابلو) دنقاش  یا انځورګر لپاره ستړي کونکي دي
تازه او ځلېدونکې رنګونه انځور ګر ته د کار انرژي ورکوي
کارونه مو په خوښۍ سرته ورسوی ترڅو نور هم له تاسې خوښ او خوشحاله شي
یویشتمه ورځ
 حق او ریښتونې خبرې ومنه او دویونکې سره یې کار مه لره
او مه یې رټه یوه ورځ به پښېمانه وې
که چېرې د دود بوی احساس کړې او طوطي د چیغې وهي چې کور اور اخیستی نو میلمنو ته به ووایې چې دا طوطي نه پوهیږي چې څه وایي ؟
دا اشتباه ده او دحق او ریښتیا تر پښو لاندې کول چې بیا وروسته پښېماني لري
دوه ویشتمه ورځ
عقاید مو دحقیقتونو سره مه ګ‌‌‌‌‌‌ډوی
حقیقت د بادام  د دانې ( مغز)  په څېر دی او عقاید دهغه دپوست په څېر
که چېرې د حقیت په لټه کې یې ، باید باید پوستکی وپلټې ترڅو دانې ( مغز ) ته ورسې
در ويشتمه ورځ
دیوه کار دترسره کولو نه مخکې دا درک او معلومه  کړی چې ددې کار دترسره کولو لپاره څه احساس لری آيا دا کار مو په نظر ښه او ریښتینی دی
آیا د دې کار ګټه دتاسې ترڅنګ نور ته هم رسي ؟
نورو ته دګټې او زیان دواړو د رسېدو په اړه یې فکر وکړه
نورو ته په زیان رسولو مو پوره کار هم نېمګړی دی خو تاسې نه پوهېږی
څلور ویشتمه ورځ
د ستونزو سره دمخ کېدو په وخت کې تل دا په یاد ولری چې دهرې ستونزې دحل لار شتون لري ځکه هرڅه جفت یا جوړه لري
تر سقوط وروسته صعود او تر هرې شپې وروسته ورځ راتلونکې ده
ذهن مو په حل لارو مشغول کړی
دیوه تیار اطاق نه دراوتلو لپاره باید د دیوالونو دړنګولو په ځای لمړی د هغې ددروازې په اړه فکر وکړی
ځکه هیڅ اطاق بې دروازې نه وي
پنځه ویشتمه ورځ
له هغه نعمتونو چې تاته خدای دربښلي ښاد خوښ اوسه دهغه څه په اړه ګیله مند مه اوسه چې نه یې دي درکړي
دتا دکور ساختمان له هغه تیږو جوړیګي او جوړ دی څومره چې ستا اړتیا ده ، نه دنورو دکور په تیږو
په خپله برخه راضي اوسه دنورو برخې ته سترګې مه پټوه
شپږ ویشتمه ورځ
کوښښ وکړه
دبښنې غوښتنې له حالت نه ځان را وباسه، په دې کار سره دنورو پاملرنه خپلو اشتباوو ته را اړوې
کوښښ وکړه ترڅو ترنورو خپل کار په ښه او صادقانه توګه سرته ورسوې
په خوښی او موسکا سره حرکت وکړه پوره اوکامل یوازې خدای ج دی
اوه ویشتمه ورځ
په دې دنیا کې چې دخیر کوم کار سرته رسوې تر هرچا به له تاسره زیات کمک کوي،  درک ، قدرت ، او انرژي به دربښي
که په خپله انځور ګري (نقاشي ) وکړې نور به دهغه له لیدنې خوند واخلي
او ترڅنګ به یې ستا تجربه هم زیاته شي ستا دکار دبرکته به هم ته او نور خلک خو شبخته وي
اته ویشتمه ورځ
هرڅه چې ریښتیوني او سم وي دتا او دنورو په ګټه به وي خدای تعالی تر هرچا ښه پوهیږي چې کوم شی ستاسې دخوشبختی لامل کرځي
واښه ، ګیاه ، بوټي،  او ګلان له باد او باران نه سخته ویره لري خو په دې نه پوهيګي چې باد هغوی ته څومره قوت ورکوي او باران هغوی ته څومره ښکلا
 
نه ویشتمه ورځ
په هېڅ حالت او په هیڅ شتو مه مغرور کیږی ځکه غرور وژونکی مېکروب دی او پت تدریج سره عقل له منځه وړي کله چې عقل له منځه ولاړ شي نشی کولی هیڅ کار په سمه توګه په مخ بوزی اوسرته ورسوی
چې نتیجه یې خواري او ذلت دی
دیرشمه ورځ
هيڅ وخت د د ټولو کارونو دترسره کولو لپاره مناسب او یا کاپي وخت نه پیدا کیږي خو د مناسبو کارونو دترسره کولو لپاره وخت کاپي دی او بسنه کوي
هرڅومره چې زیاته هڅه او کار کوی همغومره مو توان او کاري قوت زیاتیږي او همغومره زیاتې بریاوې غېږه درته پرانیزي سره له نن مو كارونه تنظيم كړی مهال ویش مو تنظيم کړی
نن وروستی ورځ خو د ژوند د ښه پيل لمړی ورځ ده داورځ د تېر ژوند دورستی او د نوي ژوند دلمړی ورځې په توګه ومنی
   بریاوې مو په برخه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *