ژباړه: ظاهر عمار/

 

راځه د يوسف عليه السلام د پاک لمنۍ دا خوږه کيسه ولوله او په دې له شهوت پالنې ډکه زمانه کې ترې زده کړه وکړه!

کيسه د الله تعالی په دې وينا پيلېږي:

((وَ رَاوَدَتْهُ الَّتِيْ هُوَ فِيْ بَيْتِهَا عَنْ نَّفْسِهٖ وَ غَلَّقَتِ الْاَبْوَابَ وَ قَالَتْ هَيْتَ لَكَ١ؕ قَالَ مَعَاذَ اللّٰهِ اِنَّهٗ رَبِّيْۤ اَحْسَنَ مَثْوَايَ١ؕ اِنَّهٗ لَا يُفْلِحُ الظّٰلِمُوْنَ۰۰۲۳ وَ لَقَدْ هَمَّتْ بِهٖ١ۚ وَ هَمَّ بِهَا لَوْ لَاۤ اَنْ رَّاٰ بُرْهَانَ رَبِّهٖ١ؕ كَذٰلِكَ لِنَصْرِفَ عَنْهُ السُّوْٓءَ وَ الْفَحْشَآءَ١ؕ اِنَّهٗ مِنْ عِبَادِنَا الْمُخْلَصِيْنَ۰۰۲۴ وَ اسْتَبَقَا الْبَابَ وَ قَدَّتْ قَمِيْصَهٗ مِنْ دُبُرٍ وَّ اَلْفَيَا سَيِّدَهَا لَدَا الْبَابِ١ؕ قَالَتْ مَا جَزَآءُ مَنْ اَرَادَ بِاَهْلِكَ سُوْٓءًا اِلَّاۤ اَنْ يُّسْجَنَ اَوْ عَذَابٌ اَلِيْمٌ۰۰۲۵ قَالَ هِيَ رَاوَدَتْنِيْ عَنْ نَّفْسِيْ وَ شَهِدَ شَاهِدٌ مِّنْ اَهْلِهَا١ۚ اِنْ كَانَ قَمِيْصُهٗ قُدَّ مِنْ قُبُلٍ فَصَدَقَتْ وَ هُوَ مِنَ الْكٰذِبِيْنَ۰۰۲۶ وَ اِنْ كَانَ قَمِيْصُهٗ قُدَّ مِنْ دُبُرٍ فَكَذَبَتْ وَ هُوَ مِنَ الصّٰدِقِيْنَ۰۰۲۷ فَلَمَّا رَاٰ قَمِيْصَهٗ قُدَّ مِنْ دُبُرٍ قَالَ اِنَّهٗ مِنْ كَيْدِكُنَّ١ؕ اِنَّ كَيْدَكُنَّ عَظِيْمٌ۰۰۲۸ يُوْسُفُ اَعْرِضْ عَنْ هٰذَا١ٚ وَ اسْتَغْفِرِيْ لِذَنْۢبِكِ١ۖۚ اِنَّكِ كُنْتِ مِنَ الْخٰطِـِٕيْنَؒ۰۰۲۹ وَ قَالَ نِسْوَةٌ فِي الْمَدِيْنَةِ امْرَاَتُ الْعَزِيْزِ تُرَاوِدُ فَتٰىهَا عَنْ نَّفْسِهٖ١ۚ قَدْ شَغَفَهَا حُبًّا١ؕ اِنَّا لَنَرٰىهَا فِيْ ضَلٰلٍ مُّبِيْنٍ۰۰۳۰ فَلَمَّا سَمِعَتْ بِمَكْرِهِنَّ اَرْسَلَتْ اِلَيْهِنَّ وَ اَعْتَدَتْ لَهُنَّ مُتَّكَاً وَّ اٰتَتْ كُلَّ وَاحِدَةٍ مِّنْهُنَّ سِكِّيْنًا وَّ قَالَتِ اخْرُجْ عَلَيْهِنَّ١ۚ فَلَمَّا رَاَيْنَهٗۤ اَكْبَرْنَهٗ وَ قَطَّعْنَ اَيْدِيَهُنَّ وَ قُلْنَ حَاشَ لِلّٰهِ مَا هٰذَا بَشَرًا١ؕ اِنْ هٰذَاۤ اِلَّا مَلَكٌ كَرِيْمٌ۰۰۳۱ قَالَتْ فَذٰلِكُنَّ الَّذِيْ لُمْتُنَّنِيْ فِيْهِ١ؕ وَ لَقَدْ رَاوَدْتُّهٗ عَنْ نَّفْسِهٖ فَاسْتَعْصَمَ١ؕ وَ لَىِٕنْ لَّمْ يَفْعَلْ مَاۤ اٰمُرُهٗ لَيُسْجَنَنَّ وَ لَيَكُوْنًا مِّنَ الصّٰغِرِيْنَ۰۰۳۲ قَالَ رَبِّ السِّجْنُ اَحَبُّ اِلَيَّ مِمَّا يَدْعُوْنَنِيْۤ اِلَيْهِ١ۚ وَ اِلَّا تَصْرِفْ عَنِّيْ كَيْدَهُنَّ اَصْبُ اِلَيْهِنَّ وَ اَكُنْ مِّنَ الْجٰهِلِيْنَ۰۰۳۳.)) (يوسف: ۲۳ــ۳۳)

ژباړه: يوسف، چې د كومې ښځې په كور كې و، هغې خپل ځان ته د هغه توجه جلبوله او يوه ورځ يې دروازې وتړلې او ويې ويل، چې’ژر راشه’ يوسف وويل ‘پناه په خداى’ زما رب خو ماته ښه منزلت راكړى (او زه دا كار وكړم؟!) داسې ظالمان هېڅكله برى نشي ميندلى. هغه ښځه د هغه خوا ته ور مخكې شوه او يوسف عليه السلام به هم د هغې لوري ته ورمخكې شوى واى كه د خپل رب برهان يې نه واى ليدلاى. داسې وشول ترڅو، چې موږ له هغه نه بدي او بې حيايي ايسته كړو، په حقيقت كې هغه زموږ له غوره كړاى شويو بنده ګانو څخه و. په پاى كې يوسف او هغې وړاندې وروسته د دروازې خوا ته منډه كړه او هغې د شا له خوا د يوسف كميس (په راښكودلو) سره څيرې كړ. په وره كښې دواړو د هغې ميړه موجود ومونده، د هغه په ليدو سره ښځې وويل: ‘د هغه چا څه سزا ده، چې ستا كورنۍ ته خراب نيت ولري؟ له دې پرته بله يې څه سزا كيدای شي، چې بندي كړى شي يا دردناك عذاب وركړل شي؟’ يوسف وويل: ‘دې زما د جلبولو هڅه كوله’ د هغې ښځې له خپل ټبر نه يو چا (دنښې او بيلګې) شاهدي وړاندې كړه، چې ‘كه د يوسف كميس له مخې نه شليدلى وي؛ نو ښځه ريښتينې ده او دى درواغجن، او كه د هغه كميس د شا له لورې شليدلى وي؛ نو ښځه درواغجنه ده او دى ريښتونى. كله چې ميړه وليدل، چې د يوسف كميس د شا له لورې شليدلي دى؛ نو ويې ويل: ‘دا ستاسې ښځو مكرونه دي، په ريښتيا، چې ستاسې چلونه ډېر زيات دي، يوسفه! له دې خبرې نه تير شه، او ای ښځې! ته د خپلې ګناه بښنه وغواړه، همدا ته په اصل كښې ګنهګاره وې.’ د ښار ښځو په خپلو مينځو كې اوازه ګډه كړه، چې’د عزيز مېرمن په خپله خپل زلمي غلام پسې شوې، مينې ناكراره كړې، زموږ په نزد خو هغه په څرګند ډول غلط كار كوي’ هغې، چې د هغو دغه له مكره ډكې خبرې واوريدې؛ نو په هغو پسې يې استازي واستوه او د هغو لپاره يې د تكيه كولو مجلس جوړ كړ او په مېلمستيا كې يې د هرې يوې په وړاندې يوه يوه چاړه كېښودله. بيا په همغه وخت كې، چې كله هغوى ميوې پريكولې، هغې يوسف ته اشاره وكړه، چې د هغوى مخې ته راووځه، كله چې د هغو ښځو نظر پر هغه ولګېد؛ نو هغوى هكې پكې پاتې شوې او (د ميوې پرځای يې) خپل لاسونه غوڅ كړل او غير اختياري يې وويل: ‘هيڅكله نه، دا سړى خو بشر نه دى، دى خو كومه لويه پرېښته ده’ د عزيز ميرمنې وويل: وګورئ! دا دى هغه څوك، چې د هغه په باب تاسې ما پورې د پړې خبرې كولې، بيشكه، چې ما د ده د جلبولو هڅه كړې وه؛ خو دى وژغورل شو، كه دى زما وينا ونه مني؛ نو بندي او ډير ذليل او خوار به كړاى شي. يوسف وويل: ‘اى زما ربه! د دې په نسبت بندي كيدل ماته ښه دي، چې زه هغه كار وكړم، چې دا خلك يې له ما نه غواړي او كه ته د هغو دسيسې له مانه دفعه نه كړې؛ نو زه به د هغو په دام كې ونښلم او په ناپوهانو كې به شامل شم.

ابن القيم رحمه الله فرمايي: الله تعالی د يوسف عليه السلام کيسه بيان کړه او د هغه پاک لمنۍ ته يې اشاره وکړه، ځکه دا ډېره ګرانه پاک لمني وه او هغه داسې، چې يوسف عليه السلام ته د ګناه ټول لانديني اسباب برابر شوي وو:

۱ــ  يوسف عليه السلام ځوان و او په ځوان سړي کې شهوت زيات وي.

۲ــ  يوسف عليه السلام په دې وخت کې مريی و او مريی د بل تر لاس لاندې وي.

۳ــ  له خپلې کورنۍ نه لرې او مسافر و او سړی د خپلو دوستانو او کورنۍ ترڅنګ د ګناه جرئت نه کوي ترڅو سپک او خوار نشي.

۴ــ  يوسف عليه السلام د زليخا غلام و او د غلام او بادار ترمنځ هسې هم حياء ته کومه ځانګړې توجه نه کېږي.

۵ــ  زليخا هم ښکلې او هم د منصب خاونده وه.

۶ــ  زليخا پخپله له يوسف عليه السلام نه د ګناه غوښتنه کوله.

۷ــ  يوسف عليه السلام د زليخا په ځانګړې کوټه کې و او دا داسې ځای و، چې بل هېڅوک هلته نشو ورتللی.

۸ــ  دروازې هم ټولې بندې وې.

۹ــ  پخپله زليخا يوسف عليه السلام ته د ګناه بلنه ورکړه او د دې کار په نه کولو يې وډار کړ؛ خو له دې ټولو سره سره يوسف عليه السلام ګناه ونه کړه.

نو خدای ښه پوهېږي، چې که د يوسف عليه السلام پرځای بل څوک وای؛ نه څه به کېدل؟؟؟

وروسته پخپله زليخا هم د يوسف عليه السلام د پاک لمنۍ ګواهي ورکړه او مېړه خو يې لا پخوا ګواهي ورکړې وه او د دې دواړو ترڅنګ يوه کوچني ماشوم هم ګواهي ورکړې وه او په پای کې الله تعالی پخپله د يوسف عليه السلام د پاکوالي اعلان وکړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *