دا وګړي ډېر کړې خدایه

 لویه خدایه لویه خدایه

د کتاب او قلم اتل مجيب الرحمن محمودي يوه بله سيمه هم د کتاب او کتابتون په ډېوې سره رڼا کړه. هغه د روان  ۱۳۹۵ لمریز کال د وږي د میاشتې په ۱۵ مه نېټه د وردګو ولایت، سید آباد ولسوالۍ په مرکز، د سید آباد تخنیکي انستیتوت کې (سید آباد عامه کتابتون) پرانيست.

په یاده شوې نېټه د سیداباد په تخنیکي انستیتوت کې د نوموړي کتابتون پرانست غونډه د استاد فاروق خان لخوا د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د نوموړي کتابتون بنسټ اېښودونکي مجیب‌الرحمن محمودي د غونډې ګډون والو ته د کتابتون د څرنګوالي او شرایطو په اړه پوره مالومات وړاندې کړل.

نوموړي په لومړي سر کې د کتاب او مطالعې د ارزښت او په ټولنه کې د هغې د اړتیا په اړه لنډې خبرې وکړې، ورپسې یې له هغو کسانو څخه مننه وکړه چې د دغه کتابتون په جوړولو کې یې نغدي، د کتابونو او هر اړخیزې مرستې کړې دي او د هغو کسانو نومونه یې یاد کړل، چې له دغه کتابتون سره یې د کتابونو مرسته کړې ده.

ښاغلي محمودي د خپلو خبرو په ترڅ کې یادونه وکړه، چې سیداباد کتابتون هم د جلګه کتابتون، ابوحنیفه کتابتون چک کثیرالرشتوي انستیتوت کتابتون او نورو کتابتونونو په شان یو عام المنفعه کتابتون دی چې د علم دوستو او خیر غوښتونکو کسانو په مرستو سره جوړ شوی دی او دغه کتابتون په هېڅ ګوند، ټولنې، حکومت او یا بل چا پورې نه دی تړلی او نه څوک حق لري چې کوم چا ته یې منسوب کړي.

2محمودي د خپلو خبرو په پای کې د کتابتون په ټولو شرایطو رڼا واچوله او دا یې ټولو ته څرګنده کړه، چې له دې کتابتون څخه د سیمې هر وګړی ګټه اخیستلای شي او که چېرې د کتابتون د ځای په اړه او یا بله کومه برخه کې څه ستونزه را پیدا کېږي، نو د سیمې د خلکو په هوکړې سره به کتابتون یو بل ځای ته انتقالېږي. محمودي د سیمې له خلکو غوښتنه وکړه چې د کتابتون په غني کېدو کې خپله مرسته ونه سپموي.

د غونډې په ترڅ کې د سید اباد ولسوالۍ د معارف آمر محمد طاهر شفق هم د کتابتون او مطالعې د ارزښت په اړه ګټورې خبرې وکړې او ویې ویل، چې دا د الله پاک یو لوی نعمت دی چې داسې یو پرمختګ يې په برخه کېږي او یو پر بل پسې د بري پړاوونه وهی: ((د سیمې د خلکو په استازولۍ د نوموړي کتابتون له بنسټ اېښودونکي او هغو کسانو څخه مننه کوم چې په دغه برخه کې یې مرسته کړې ده او دوی ته د الله (ج) له دربار څخه د ښې راتلونکې او بریا غوښتنه کوم چې په داسې سختو شرایطو کې خپله ټولنه ور په یاد ده او داسې یوه معنوي مرسته یې له موږ سره وکړه.))

نوموړي زیاته کړه چې په دې سره به د ټولنې د وګړو فکري ځواک لا غښتلی او قوي شي. همدا شان یې په خلګو غږ وکړ چې د کتاب په ساتنه کې پوره پام وکړي او له کتابتون څخه د خپلې پوهې د لوړولو له پاره ګټه واخلی.

له یاده دې نه وي وتلې چې نوموړي کتابتون ته تر اوسه پورې ۷۸۴ ټوکه کتابونه او له ۳سوه ډېرې مجلې رسېدلې دي او د ۲سوه ټوکو په شاوخوا کې کتابونه نور هم د ځینو کسانو لخوا وعده شوې چې له یاد کتابتون سره به مرسته وکړي.

د دې کتابتون په پرانست غونډه کې د سیمې یو شمېر کسانو لکه د سیداباد د عالي ليسې مدیر محمدسلیمان، تکړه او فعال ځوان محمد نافع همت، محمد خالد شنیزي او نورو کسانو هم ګډون کړی و چې دوی هم په خپل وار سره د کتابتون د ارزښت په اړه خبرې وکړې او د سیمې خلک په خاصه توګه نوی ځوان نسل یې د کتاب مطالعې ته وهڅاوه.

ښاغلي مجيب‌الرحمن محمودي د ملګرو په مرستو، له ۱۳۹۱لمریز کال راهیسې د عامه کتابتونونو په جوړولو پیل کړی، دا یې دا شپږم عامه کتابتون دی چې په کلیوالي سیمو کې پرانستل کېږي. نوموړي کتابتونونه به په خپله اړونده سیمه کې د وخت په تېرېدو او دوستانو په مرستو سره نورې څانګې هم پرانیزي چې تر اوسه جلګه کتابتون د کنج د کلي په دیني مدرسه کې یوه څانګه لري او خوات کتابتون ته هم په سیبکه سیمه کې یوه څانګه په پام کې نیول شوې ده چې تر اوسه پورې سل ټوکه کتابونه او څه نغدي مرسته ورته برابر شوي دي، په څو نورو کتابتونونو هم کار روان دی. همدا شان په پام کې نیول شوې ده چې د شرایطو په برابرېدو سره به په نږدې وخت کې د جغتو عامه کتابتون بنسټ هم کېښودل شي.

دا چې له دغه کتابتون سره زیاتو کسانو مرسته کړې ده، نو ټولو ته ستاینلیکونه ورکول یو ستونزمن کار دی، خو د دوی ټولو په نمایندګي، څو تنو ته چې د کتابتون په جوړولو کې یې له ښاغلي محمودي سره ډېرې منډې کړې دي لکه محمد نافع همت، محمد عثمان همیم، ډاکټر نېک محمد محبي، نجی‌الله سمون او محمد خالد شنیزي ته ستاینلیکونه ورکړل شول.

 په کار ده چې د دغه راپور په پای کې د هغو کسانو نومونه هم یاد کړو چې تر اوسه یې له سید اباد کتابتون سره مرسته کړې ده. ښاغلی ګل آغا احمدي، دکتور کفایت الله وردک، محمد عثمان همیم، انجنیر صفی‌الله حسنزی، حبیب وقار، نجی‌الله سمون، حمیدالله حمیدي، محمد داوود عمري، محمد نافع همت، مومند خپرندویه ټولنه، انجنیر حمدالله شاکري، ډاکټر نېک محمد محبي، محمد خالد شنیزی، ګل رحمن رحماني، انجنیر محمداجمل خالقي، شفیع‌الله مشفق، محمد حاکم شریعتي، ډاکټر حمید‌الله حبیبي، محمد عوض شیرزاد، وحیدالله بهیر، محمد شفیق کلیمزی، محمد شفیق صدیقي، ذبیح الله قرار، ناجیه نجات، امان‌الله نصرت، هوسۍ روشن، جلال‌امید، امین‌الله همکار، محمد احسان احسان، حبیب مؤمن، فردوس هدایت، محمد آصف فدایي، میرویس صدیقي او داسې نور.

د سیداباد کتابتون پرانيست غونډه د ګډون والو له خوا له نوموړي کتابتون سره د مرستې کولو په وعدې او یوې لنډې دعایې په ويلو سره پای ته ورسېده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *