خالد نجيم

د بشري حقونو کميسيون د مشرې سيما سمر په ګډون يو شمېر کړۍ د سولې پر وړاندې خنډونه جوړوي او په دې برخه کې سليقوي چلند کوي. دوی د حکمتيار له حزب اسلامي ډلې سره د سولې خبرې په خپل زيان ويني، نو ځکه خو خپل ملګري پاک ثابتوي او نور جنګي مجرمين راباسي. ډېری وخت په ملي مسايلو کې شخصي او سليقوي برخورد ملي يوالي زيانمن کړی.

پنځه لس کاله وړاندې په بن کنفرانس کې د بشري حقونو خپلواک کميسیون په قومي ونډو د سیما سمر په برخه ورسېد، خو دغه کميسيون يوازې په يوه ډله پورې تړلی پاتې شو او د خپلو ګټو لپاره وکارول شو.

په افغانستان د انتقالي عدالت د رپوټ د نه خپرېدو او جنګي مجرمينو ته د برئت ورکولو يوازينی هغه د بشري حقونو خپلواک کميسيون مشره او کمېشنران وو، چې ويې غوښتل خپلو جنګي ملګروته برئت ور کړي.

د بشري حقونو په برخه کې تر ډېره له تېرو ۱۵ کلونو راهيسې شخصي او سليقوي برخورد کېږي، ځکه د دې کميسيون مشره سيما سمر د کریم خلیلي حزب وحدت جنګي ډلې ته منسوبه ده، دغې جنګي ډلې د۱۳۵۸ څخه تر۱۳۸۱ لمریزو کلونو پورې په کورنیو جګړو کې د بشري حقونو په نقض رول لرلی دی.

دا چې اوس د بشري حقونو مشرې سيما سمر د سولې د بهير له دې چپټر سره خپل مخالفت پټ ونه شوای ساتلای، نو دا مالومه ده چې خپلې ګټې يې يوځل په خطر کې وليدې.

سيما سمر د عقدو او شخصي هغو پر بنياد خپل پروګرامونه برابر کړي او کميسيون يې له تېرو کلونو راهيسې په خپله ګټه کارولی او څرخولی دی.

که د محاکمې خبره کېږي، نو بايد ټول جنګي مجرمين محاکمه شي او د هريوه د غاړې لپاره د هغه په اندازه رسۍ جوړه شي، کنه ولس هم پر شخصي او سليقوي چلند ولاړ عدالت نه غواړي. بيا دې هم دا د عدالت چپتر هغسې وتړل شي، لکه سيما سمر چې يو وخت شعار ورکړی وو، د انتقالي عدالت موضوع نوره زړه شوې ده.د سيما سمر څرګندونې د ملي دريځ څرګندونې نه دي.

سيما سمر په ناقانونه ډول په دې پوست اړولي او په ناقانونه ډول يې هرڅه په خپله ولکه کې اخستي دي. د بشري حقونو کميسيون نه يوازې دا چې د ټول هېواد نه دی، بلکې په یوه سيمه او يوه ولسوالۍ پورې تړلی پاتې شوی دی.

د بشري حقونو د کميسیون تمویلوونکې ادارې چې تر ډېره اروپايي هېوادونه دي، په خپله وروستۍپلټنه کې وموندله، چې ددوی پراخه مالي مرستې په ناسم ډول لګول شوې او ضایع شوې دي.

پلټونکو موندلې چې په مالي درغلیو سربیره، سیستماتیک تعصب ددغې ادارې اساس او بنسټ جوړ کړی دی او د دوی مرستې يې په اوبو لاهو کړې دي.

سيما سمر له حکمتيار سره هغه پخوانۍ بدي او دښمني پالي، چې کله دا د روا غړې وه او هغه يې ځينې ملګري ور ختم کړل، خو اوس سيما سمر د افغانستان له دريځ خبرې کوي، له يوه په حکومت پورې تړلي دريځ څخه چې په هېڅ صورت نه شي کولای د سولې په مخکې خنډ واقع شي.

که د محاکمې خبره کېږي، خپله اغلې سمر او د جبهې شريکان به يې د بشري حقونو د نقض ځواب وايي، دا به هم د يوې جنګي مجرمې په ډول تر محاکمې پورې رسول کېږي، چې د خپل سر له وېرې يې د عدالت رپوټ کلونه وړاندې وتړلو او حکومت يې په دې راضي کړ، چې ترې تېر شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *