اسد الله خان –

د يونيسيف د راپور له مخې د ماشومانو کار کول په افغانستان کې عام دی، او له څلور کلنۍ نه تر څوارلس کلنۍ ۱۷ سلنه ماشومان له کوره بهر کارکوي يا ټوله ورځ د کور په کارونو بوخت وي.

اته کلنه فاطمه یوه له دغو ماشومانو څخه ده چې د څو افغانيو د ګټلو لپاره کار کوي. دا په خپل مزد د کور لپاره وريجې، سابه او ډوډۍ اخلي. راځئ د دې پر ژوند يو نظر واچوو.

1د هرات د يوه ښونځي مخته وړوکې نجونې وینئ. په دوی کې يوه لرې ولاړه ده، هغه اته کلنه فاطمه ده چې پاکې جامې يې نه دي اغوستي او نه له خپلو ملګرو سره په لوبو بوخته ده ،هغه پر يو بل کار باندې مصروفه ده ، فاطمه له خپلې رېړۍ نه په نورو نجونو باندې ايس کريم خرڅوي چې دومره پیسې پيدا کړي چې د خپل معذور پلار او کورنۍ نورو غړو خېټه ډکه کړي.

1

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *