د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو د ټاکنو لپاره پېنځه میاشتې وخت پاتې دی، خو نا امنۍ ورځ تر بلې زیاتېږي او اندېښنې يې په اړه ورځ تر بلې ډیرېږي. دغه نا امنۍ په يو شمېر سيمو کې په لوی لاس رامنځته شوې او په يو شمېر نورو سيمو کې بيا مختلف لاملونه لري او ويل کېږي، که چېرې نا امني کابو نشي، یا به ټاکنې ځنډېږي او یا به هم په راڼه ډول نه تر سره کېږي، چې دواړه د افغان ولس لپاره په زيان دي او روا حقوق يې صلبېږي.
د کورنیو چارو وزارت د وروستيو معلوماتو پر بنسټ د ۶۸۴۵ مرکزونو له ډلې ۳۴۳۵ مرکزونه نور مال حالت لري او ۹۴۵ مرکزونو ته په کم شمېر کې ګواښونه متوجه دي، خو۱۰۷۴ مرکزونه له نسبي ګواښونو او ۱۰۳۲ مرکزونه په بېلا بېلو ولایتونوکې له ډېرو امنیتی ګواښونوسره مخ دي.
ددې ټولو تر څنګ همدا اوس د نا امنیوله امله ۲۵۹ ټاکنیز مرکزونه تړلي او پېنځو هغو ولسوالیو ته چې د وسله والو طالبانو تر کنترول لاندې دي، ټاکنیز توکي ندي رسول شوي.
همدا اوس ډېرې داسې سيمې شته، چې د ټاکنو تر سره کول پکې ناشونې بريښي، ښه بېلګه به يې د کابل خاکجبار ولسوالي حسابېږي، چې د پلازمېنې په ٤٠ کيلومترۍ کې پرته ده، چې که پکې امنیت تامين نشي، شايد د يو شمېر سيمو اوسېدونکي د رایې ورکولو په نيت له کوره هم ونه وځي.
هغلته چې د انسان مرګ چاته هېڅ ارزښت ونلري، نو څنګه به يو څوک د خپلې رایې ورکولو په خاطر ځان او يا هم د خپلې کورنۍ د يوه غړي ژوند له ګواښ سره مخ کړي؟
همدا اوس چې لا د کارتونو وېش روان دی، په نا امنو سيمو کې يوازې زورواکي د عمر تر تثبيت پرته او همدا ډول دويم ځلي خپلو کسانو ته د رایې کارتونه اخلي او هغوی بيا په راتلونکو ټاکنو کې د ځان په ګټه کاروي.
په افغانستان کې چې د ټاکنو په برخه کې کوم نا دولتي بنسټونه څار کوي، وروستي راپورونه يې په ډاګه کوي، چې په هېواد کې د کارتونو د وېش له پيل نه بيا تر نن پورې تر ۱۰۰ زرو ډېرې درغلۍ شوې، چې له دوى سره راجستر شوي دي. دا يې يوه بېلګه ده، د سلګونو مرکزونو په اړه خو لا بيخي معلومات نشته.
د ټاکنو پر وړاندې خنډونه له يوه لوري نا امنۍ دي او له بل لوري درغليو او فساد ته لار هواره شوې، چې په دې برخه کې د ريښتينو کسانو حق هم تر پښو لاندې کېږي.
که ټاکنې په سمه توګه تر سره نشي او په سمه توګه دغه څه ورته پلانیزه نه شي، نو کابو ۱۵۰ ميليونه ډالري کېدونکي لګښتونه به په هېڅ حساب شي او دغه لګښتونه به اوبو ته ولوېږي.
دغه لګښت د افغانستان خپل نه دی، بلکې نورو هېوادونو ته لاس نيول شوی او له نورو هېوادونو څخه د خیرات په توګه، چې په افغاني ترمينالوژۍ کې ورته (مرسته) ويل کېږي، راټول شوي.
په افغانستان کې شوې ميلياردونه ډالره مرستې له سره په اوبو لاهو شوې او لامل يې هم همدا په ګوته کېږی، چې فساد پکې شوی او يا هم ورته سم پلان ندی جوړ شوی.
که د افغانستان د راتلونکو ولسمشريزو او ولايتي شواګانو د ټاکنو لپاره سمه اراده واوسېږي، هغه لاسونه لنډ کړل شي، چې په دې برخه کې نا امنۍ او يا فساد ته لار هواروي، نو بيا به سمې د خلکو په خوښه ټاکنې تر سره شي، خو که افغان حکومت اوبه خړې کړي او کبان پکې ونيسي، نو بيا د لويو قربانيو او همدا ډول د هغو ولسونو د تباهۍ مسوولين خپله چارواکي او واکمن شمارل کېږي.
حکومت ته پکار ده، چې په لوی لاس راټوکېدونکو ترينګلتياوو مخه ونيسي، خپل پوليس، اردو، والي ولسوال او نور هغه چارواکي چې په پټه او ښکاره په دې برخه کې د لاس وهنې هڅه کوي پرېنږدي، چې وړاندې ناروا ګام اوچت کړي او لاسوهنه وکړي.
تېر ځل د افغانستان ډېرې داسې سيمې وې، چې نا امنۍ يوازې د ټاکنو په ورځو کې پکې را وټوکېدې او هغه کسان هم معلوم وو، چې دغه ډول کړنو ته يې لار هواروله.
اوس بيا همغه سيمې د داسې يوه برخليک سره مخ کېدونکې دي او همغه کسان هڅه کوي، چې د خپلو وړو ګټو او واکمنيو د ساتلو لپاره داسې کړنې تر سره کړي.
همدا اوس اوس يو شمېر داسې سيمې شته، چې پکې تازه تازه نا امنۍ رامنځته کېږي او دغو نا امنيو ته د ټاکنو موسمي نا امني ويل کېږي. په دې کې شايد طالبان لاس ونلري، خو ځايي چارواکي او واکمن يې په اړه پړه دي، ځکه دا ډول کارونه نمايشي بريښي، څو د دغو سيمو د مسلطې مافيا او وړو واکمنیو شخصي ګټې پکې ونه ننګول شي. د هغو مافیایي ډلو لاس هم پکې شته، چې د خپلې خوښې کسان یې کاندیدان نه شول او اوس غواړي نور هم د خپلې خوښې نوماندانو ته رایه ورنکړای شي.
د بلخ ولايت يو شمېر سیمې لکه شولګره،چاربولک او … هغه سيمې دي، چې د تازه نا امنيو رپوټونه يې خپرېږي. که څه هم دا درې ولسوالۍ د ټول هېواد په کچه هومره ندي، خو دايې بېلګې دي، چې په ټوله کې په هېواد کې بايد د هېڅ فرد رايه ضايع نشي.
که څوک ډيموکراسۍ او د هغه اصولو ته پابند وي، نو دا ځل دې هر څه رڼو او شفافو ټاکنو ته پرېښودل شي. د افغان حکومت يوازينى کار دادى، چې د رڼو ټاکنو لپاره زمينه برابره کړي، څو هر هغه افغان چې قانون ورته د رایې ورکولو حق ورکړى، له خپل روا حق نه کار واخلي.
بچې دې لوی شه ډېره ښه موضوع دې څېړلې ده
خلد جا نه وروره: ډیره په زړه پوری تبصره دکړی دکا بل مر برطه سا حی چه امنیت نلری په ولا یا تو کی ولسوالیو کی به څه حا ل وی نو رایه ورکول دڅا ن قر با نی ده چا ته ؟
وافعا” چی داسی حال وی دشفافو تاکنو کول به ناشونی وی.