ژباړن: احمد جاوېد صديقي –
خپله مې واورېدل چې تاجي وویل:
– ومې ویل، حیف نه دي چې دا مرمۍ په دې دووسانو مصرف کړم، وروسته مې یو یو د څاه خواته یو وړ او په برچې مې وهل…وهل… وهل او په څاه کې مې اچول، حساب مې کړل، څلویښت تنه وو.
ویې ویل:یوازې دا څلویښت تنه نه وو، له دې زیات وو.
پرته له دې چې نور څه ووايي، ځان سره مې ورو وویل:
– خو دا هماغه څه وو چې وامې ورېدل، هماغه څه چې مې د تاجي له خولې اورېدلي وو ومې ویل: ومې ویل، حیف نه دي چې دا مرمۍ په دې دووسانو مصرف کړم. وروسته مې یو یو د څاه خواته یو وړ او په برچې مې وهل…وهل… وهل او په څاه کې مې اچول، حساب مې کړل څلویښت تنه وو .
پرته له دې چې نور څه ووایم ځان سره مې ورووویل:
– هو، هماغه شپه څلویښت تنه وو، خو ته چې په هر څه پوهیږې هیله ده ټول راته ووایه!
فکر مې وکړ چې څه ډول ووایم او څنګه یې پیل کړم په دې اړه فکر کوم چې څنګه او څه ډول یې پیل کړم، هغه څه چې یو څوک غواړي په ډير هیجان سره یې واوري. خو تل مې یو څه خڼد ګرځي او هغه مهال چې غواړم د موضوع په اړه څه ووایم هغه مهال واړه ښار کې په رښتیا څه پيښ شوي وو.
ومې ویل:
– هماغه ځای چې د چرسو له امله یې ټوخي وکړ ، ولاړ او سماوات ته مخامخ د دیوال یوه سیوري ته په خټین تخت کښیناست.هماغه ورځ یې وویل.
– تاجي نور څه وویل؟
ذهن باندې مې فشار راوړ چې تاجي نور څه ویل.خو د سوټک وهلو، مستریانو، او کوپي کشانو او مستري هغه کنځاوې چې خپلو شاګردانو ته یې ویلې، دا غږونه د تاجې له ګنګو خبرو سره یو ځای شوي و.
-له کومه ځایه په ټوخي سره ووت؟
خپله یې بیا وویل:
– د ګوډ شکور له سماواته؟
-نو تا د ګوډ شکور چرسي خانه لیدلې وه؟
سر يې د تایید په ډول وښوراوه. ماته یې مخامخ کتل یو ډول عاجزي یې سترګو کې لیدل کېده ومې ویل:
-د ګوډ شکور چرس او د چلم چرس یې ډير مشهور و، هماغه ځای چې تاجي ورڅخه په ټوخي ووت.
شیبه غلی و او د څه په اړه یې فکر کاوه. سترګې ځير کولې لږ وروسته یې وویل:
-د تاجي څېره مې ښه په یاد ده.سترګې یې سرې شوې وې او لاسونه یې ریږدېدل. عجیب هیجان یې درلود.لیونی شوی و او هیچاته یې نه کتل. یو یو يې څا ته نږدې کاوه په برچې یې واهه او څاه کې یې اچاوه.
-د تاجي سترګې سرې وې، بیا بیا یې ټوخی کاوه، پټو یې خولې ته ونیو او وروسته چې کله لږ ارام شو، په ازبکي یې یو بل شخص ته چې نه پوهیږم څه وخت یې څنګ ته راغلی و ورو یې وویل:
ومې ویل، حیف نه دي چې دا مرمۍ په دې دووسانو مصرف کړم. وروسته مې یو یو د څاه خواته یو وړ او په برچې مې وهل…وهل… وهل او په څاه کې مې اچول، حساب مې کړل څلویښت تنه وو
سر یې دتایید په ډول و خوځاوه:
ـ هو څلویښت تنه……هماغه شپه څلویښت تنه وو.
– څه ډول و؟
لاسونه یې په بې پروا ډول خلاص کړل:
-قومندان وویل چې ټول څاه کې اچوو بیا یې په مرمیو ولو، وروسته دوه درې نارنجکه ور اچوو. خو تاجې دا ونه منله په ډير لوړ خو لړزانده غږ یې وویل حیف نه دي چې دا مرمۍ په دې دووساوو مصرف کړو. وروسته یې یو یو څاه ته نږدې کاوه او په برچې یې وهل… وهل… وهل او څاه کې یې اچول.هماغه څلویښت تنه چې خپله یې ویل.
– نو تاجي رښتیا ویل، خو هغه شخص چې په هغې ورځ تاجي ورته کیسه کوله داسې انګېرله چې تاجي دروغ وايي له همدې امله یې د تاجي په خبرو وخندل. خو تاجي پوه شو. هغه ته یې ډيرې سپکې سپورې وویلې.
– څه یې وویل؟
– ویې ویل، بې ناموسه، په پلار دې لعنت شه دروغ نه وایم، هر څوک چې دروغ وايي مور یې په خره…
-وروسته څه وشول؟ کیسه وکړه…تاجي څه شو؟
-له دې موضوع دوه کاله تیر شول، کله چې جنرال دوستم بیرته راغی، ډير مړي یې له لیلي دښتې را وایستل او هماغه وخت و چې ملک پهلوان له شبرغانه وتښتېد…
غږ یې بل ډول شو، لکه داسې چې نور نه غواړي له ما څه واوري، ویې ویل:
-هو پوهیږم چې هغه شپه څه پیښ شول…وروسته څه وشول؟
-جنرال دوستم چې راغی، هره شپه تلویزون ته راته، د هغو طالبانو مخې ته چې د ملک پهلوان له زندانه یې خوشي کړي وو، دریده، طالبان چې ټول کتار ولاړ وو ویل یې ژوندی دې وي جنرال دوستم، مرګ پر ملک!
-که زه وای نه مې ویل.هیڅ وخت مې دا خبره نه کوله.
-خو هغو نورو کوله.
-نورو خپل واک درلود. ما خپل واک درلود.
-تا خپل واک درلود؟
ومې خندل. په زوره زوره مې وخندل.
زما خندا یې خوښه نه شوه. مخ یې واړاوه او یوه ټکي ته ځير شو. بیا مې دوام ورکړ:
– نه پوهیږم چې هغوی ته دا چا ور زده کړي وو، خو د طالبانو غږونه ډیر کمزوری وو، طالبانو د دوستم لاسونه ښکلول او دوستم یې پر سر لاسونه کشول، په هماغې ځانګړې لهجه یې د ملک له زندانه خوشي شویو طالبانو ته ویل چې ملک خایین دی، امیر صیب اسماعیل خان یې په طالبانو خرڅ کړ، یو خیانت، له ما سره….. زه یې چې د پلار پر ځای وم خیانت وکړ، وروسته یې په دې بې ګناوو هم رحم ونکړ او خیانت یې ورسره وکړ.
– هو ماښام و چې خبرو شوو هغه ملک چې له موږ سره د شمال دفتحته کیدو لپاره یو ځای شوی و خیانت کړی، خبره له خبرې تېره وه او موږ هم نا بلده وو.
-هماغه شپه چې جنرال ملک جګړه پيل کړه، خلکو کړکۍ په هرڅه پټولې. هماغه شپه ډير ووژل شول.طالبان نه پوهېدل چې چیرته ولاړ شي هرې خواته چې تلل وژل کیدل. د بامونو پر سر، دیوالو، ویالو او هر ځای کې مړي پراته وو.
-موږ چې هرې خواته تلو، مرمۍ موږ خواته راتلې.
یوه شېبه غلی شوم،نه پوهیدم چې څه مې هیر کړي و. یو څه رانه پاتې و چې هغه مهال پسې ګرځیدم چې د هغې شپې په اړه ورته ووایم. هر څومره مې چې فکر وکړ ذهن ته مې را نغلل، داسې ښکارېده لکه منتظر چې وي په لاسونو یې اشاره وکړه.
دوام مې وکړ:
دمرمیو غږونو هیڅوک خوب ته نه پريښودل، ټول د کوټې یوه کونج ته ټول شوي وو، په سبا یې هم چا جرات نه کاوه چې د باندې ووځي، یوازې څو تنه چې د زخمې طالبانو پر خولو چې اوبه یې غوښتې بولې وکړې.
دوام مې ورکړ:
اه یې کړل او ډير ورو یې څه وویل چې پرې پوه نشوم.
-وروسته څه وشول؟
ومې ویل:
-جنرال دوستم هم ژړل او هم یې وویل چې تاسو زموږ بچي یاست، د دې هیواد بچي. نور یې هرڅه فکر وکړ څه یې ذهن ته رانغلل، تلویزون هم په دې نه وو بریالی شوی چې دا ترې لرې کړي، ښکارېده چې نور څه د ویلو لپاره نه لري.
په شونډو یې موسکاره خپره شوه سر به یې د تایید په ډول وخوځاوه:
-پوهیږم، پوهیږم…وړاندې له هغې مې دوستم په تلویزیون کې لیدلی و. شبرغان ته له راتلو وړاندې څه پیښ شوي و؟
لاس یې پورته کړ او ویې ویل:
-مور او پلار ته مو زما سلامونه وایه. او ووایه چې جنرال دوستم تاسو ته سلامونه ویل…خدای پامان… خدای پامان
-تاجي څه شو؟ تاجې ته چا څه ونه ویل؟
– نه، تاجي بیرته ولاړ د جنرال دوستم له قومندانانو سره،ملک تښتېدلی وه اوس نو دجنرال دوستم وار و. تاجي چې یو مهال د ملک له قومندانانو سره وو اوسمهال له دوستم سره و. خو کله چې طالبان بیا راغلل او دوستم بیا وتښتېد.د ګوډ شکور سماوات نور تړل شوی و،مستریان تللی وو، کپي کشان نور هلته نه وو. ځای ارام شوی و او تاجي هم تر یوې مودې رانغی.
– له تاجي چا د څه شي پوښتنه ونکړه؟
ومې ویل:
له ملک نه چا پوښتنه وکړه؟
سر یې وخوځاوه او ویې ویل له هېچا چا پوښتنه ونکړه. هیڅوک به له هیچا پوښتنه ونکړي.
-د ملک له تېښتې وروسته یوازې د طالبانو د امرباالامعروف له موټرو د دښتي لیلي د شهيدانو سندره خپریده.
بیا څه وشول؟
کله چې دا ترانې خپرېدې، یوازې یو ځل مې تاجي ولید هغه هم کله چې طالبان د دویم ځل لپاره ښار ته راغلل او طالبانو غوښتل چې تاجى پیدا کړي، هغه مهال بیا هم د ګوډ شکور سماوات تړلی و او حتی چای یې هم خلکو ته نه ورکاوه. نه پوهیږم تاجي دڅه لپاره بیا هغه سرای ته راغلی و، خو کله مې چې ولید خبرې مې یې په ذهن کې تکرارېدې.هغه هم داسې ورځې وې چې ټول ویریدلي وو او ویل چې که طالبان خپل غچ واخلي…. که طالبان خپل غچ واخلي.
-طالبانو غچ وانه خیست؟
-نه، خو تل یې ویل چې په دې ښار کې پنځه زره طالبان وژل شوي… پنځه زره.
ویې ویل:
– هو ډېر ووژل شول، بیخې ډير.
ومې ویل:
-د طالبانو له راتګ وړاندې زموږ ګاونډی جانو چې لیلي دښتې ته د غنمو د لو لپاره تللی و او بیرته تښتیده، هماغه مهال ملک طالبان له زندانه ایستل او وژل یې، هماغه مهال تاجي هم ویلی و چې په چاړه یې څلویښت تنه طالبان وژلي دي.
-لیلې دښته کې شپه تکه توره وي.
یاد مې شول چې هغه مهال جانو او څو تنه نور چې د جومات د دیوال سیوري ته ناست وو، په لړزانده غږ وویل:
-طالبان یې لاس تړلي څاه ته اچول، وروسته یې څاه ته لاسي بم اچاوه، هر شپه دالله اکبر او ژړا چیغې اورېدل کېدې، لیلي دښته له مړو ډکه وه.
په ارامۍ سره یې وویل:
-هغه مړي یې هره شپه په تلویزونو کې ښکارول او وروسته به جنرال دوستم ویل ملک خاین دی…ملي خاین.
په حیرانتیا مې وویل:
-ته نو څه خبر شوې؟
ویې ویل:
-یوازې تا کیسه نه ده کړې، هر چیرته مې له هر چا پوښتنه کوله چې تاجي پيژنې کنه؟
ـډير وخت لکه چې تاجي پسې ګرځېدې؟
-هو، یا هم څوک چې تاجي وپيژني.
ومې ویل، جانو ویې ویل:
-خپله مې ولیدل چې څاه کې یې بولې هم کولې.
ویې ویل:
هو بولې یې کولې. هر ځل یې بولې کولې.
څه مو نه ویل. ستړی شوی وم، هغه مهال له داسې ډیرو تکراري خبرو ستړی شوی وم. وروسته مې یاد شول چې دوستم د لومړي ځل لپاره شبرغان ته راغی او ملک وتښتېد.
ښار له متحرکو مړو ډک و، کله چې د زندان ور خلاص شو او طالبان را خلاص شول. ټول په ښار کې تیت شوي وو، ډنګر، کمزوري او د کمزورۍ په حال کې، دا کمزوري او ډنګر طالبان هغو وږو تور پوستو ته ورته شوي وو چې په افریقايي دښتو کې لیدل کیدل، خو تراوسه هم غنم رنګي وو.
دا هغه وخت و چې طالبان بیا نه وو راغلي، یوازې جنرال دوستم راغلی و، دې وخت کې ملک تللی و او دوستم هره شپه تلویزیون ته راته او ویل یې: ملک خاین دی… موږ او تاسو سره یې خیانت کړی…هماغه همیشه ګي انځورونه و.هماغه انځورونه چې دوستم طالبانو ته لاس ورکاوه او ویل یې:
-مور او پلار ته مو سلامونه وایئ. او ووایی چې جنرال دوستم سلامونه کول… خدای پامان… خدای پامان.
چوپتیا اوږده شوې وه، پام مې نه و چې څومره د دوو ټکو ته پام کوو. وروسته یې په ډيرې بې حوصله ګۍ وویل:
-بیا دې چې تاجي ولید څه شو؟ وروستی ځل دی څه وخت ولید؟
-هماغه ورځې چې طالبان پسې ګرځیدل، دوستم چې بیا ځلي تښتېدلی و او طالبانو هم غچ نه وو اخیستی،خو د ګوډ شکور له چای او چلم نه بیا هم څه خبر نه و.هغه ورځ چې تاجي سرای ته راغی څيره یې بدله شوې وه، په مخ یې واړه واړه بخارونه غټ شوي وو.
دا واړه بخارونه هماغه مهال پیدا شوي وو کله چې تاجي په ټوخي سره له سماواته ووت او ویل چې څلویښت تنه طالبان مې په چاړه ووژل، کله چې دوستم راغی او ملک له شبرغانه وتښتېد، د تاجي د مخ بخارونه غټ شوي وو او وروسته له هغې چې د جګړې لومړۍ کرښې ته ولاړ چا نه و لیدلی، خو وروسته مې چې ولید د مخ بخارونه یې غټ شوی و. هماغه ورځ چې یو ځل زموږ هټۍ ته راغی.
-بیا ځلي راغلی و؟
– ورو مې د پلار خبرو ته دهټۍ له شاه غوږ نیوه چې تاجي ته يې ویل:
پوستکی به دې وباسي، ژر وتښته،پلار مې پوهېده چې طالبان تاجي پسې دي. یوه ورځ وړاندې هم هغه طالبان چې تاجي پسې راغلي وو، یو تن یې زما د پلار ملګری و.
– د شبرغان و؟
-هو هغه شخص و چې ملک یې ټوله کورنۍ وژلې وه، نه پوهیږم هغه ورځ یې چې زما پلار د هټۍ کونج ته کړ څه یې ورته وویل، خو بله ورځ مې پلار تاجي ته وویل:
پوستکی به دې وباسي، ژر وتښته.
او تاجي هم ولاړ.
په بې پروايۍ یې وویل:
-پلار دې ولې تاجي سره مرسته وکړه:
-نه پوهیږم…زه هم نه پوهیږم. خو کیدای شي دایې نه غوښتل چې یو بل شخص هم ووژل شی، د پلار مې وژل نه خوښېدل.
سریې د تایید په ډول وخوځاوه او وروسته یې وویل:
-کیدای شي… کیدای شي.
تر هغې چې ولاړ شي ورته مې وویل. زه هم هماغه وخت ډاډه وم چې تاجي سم ویل
– ومې ویل، حیف نه دي چې دا مرمۍ په دې دووسانو مصرف کړم. وروسته مې یو یو د څاه خواته یو وړ او په برچې مې وهل…وهل… وهل او په څاه کې مې اچول، حساب مې کړل، څلویښت تنه وو
-پوهیږم، زه هم پوهیږم چې تاجي رښتیا ویل.
-څه پوهیږې؟ ته له کومه پوهیږې؟
چرت کې ډوب و او وروسته لکه څه چې وویني یو ډول او بل ډول شو، سر یې پورته کړ ماته یې وکتل او ویې ویل:
-څلویښتم شخص زه وم.