پرمختللي هیوادونه که د یوویشتمې پيړۍ یادونه کوي نوله وخته یې د فکرکولو، پوهې لاس ته راوړلو، خدمت کولواوهر ډول لاس ته راوړنو درلودونکي دي خو وروسته پاتې هیوادونه دې دتیرو شویو پیړیوحساب دې کوي.
موږ شپې او ورځې بې ځایه تېرې کړي دي خو هغوی له وخته ښه استفاده کړې ده، نوځکه د وخت سره حساب کوي. هغوکار کړی او اوس یې مزد هم غواړي موږ چې کارنه دی کړی د مزد اخیستلو مستحق هم نه یو.
د وخت حساب هغه خلک کولای شي چې له وخته یې سمه ګټه لاس ته راوړي وي، که په هغوی یوویشتمه پیړۍ ده خوزموږ د پرمختګ او لاس ته راوړنو، فکر، پوهه او تحصیل په نظرکې نیولوسره په لومړۍ پيړۍ کې اوسېږو.
وخت او زمان په هغو خلکو تیرشوی دی چې په هرشي کې یې نوی والی راغلی وي اوهرڅه یې ورځ تربلې د نوي کیدلوپه حالت کې دي خوزموږ هر څه په زړیدو دي، فکراوپوهه مو لا د ماشومانوده اودنوي والي څرک پکې نه ښکاري.
وخت اوزمان په تیریدودی او دغه زماني دورانونه تغیر نشي راوړی بلکې انسانان دي چې له زمانه استفاده کوي او مکان او حالاتو ته تغیر ورکوي.
وخت له انسانه پرته په نباتاتو او حیواناتوهم تیریږي، که په یوې ونې وخت تیرشي سل کلنه به شي، زړه به شي. که په حیوان وخت تیرشي ځواني به له لاسه ورکړي او داسې حال به پرې راشي چې په غوښې کې به یې هم مزه پاتې نشي خوپه انسان وخت تیریدل بایدد نړۍ له ټولو شیانو بهتره وي او همدا انسان دی چې کولای شي د خپلو تیروکلونو حساب وکړي.
وخت پښې نه لري چې حرکت وکړي او پرمختګ منځ ته راوړي، انسانان دي چې حرکت کوي، زمان ته تغیراو تبدیل ورکوي، د زمان په حرکت راوړلوکې مکان هم تغیرکوي. که په مکان کې تغیراوتبدیل راشي، د زمان برکت دی. انسان دی چې زمان په حرکت راوړي او مکان ته تغیر ورکوي.
د وخت حساب دې هغوی وکړي چې حسابي وخت یې تیر کړی وي، موږ خوبې حسابه وخت تیرکړی دی او دا حق نه لرو چې دتیرشوي وخت ارزیابي وکړو.
خلکو د فکري پوهې په واسطه وخت او زمان ته دپرمختګ وزرې ورکړي او لوړ لوړ پروازونه کوي.
د پوهې اوعلم له امله له وخته ښه استفاده کېدای شي او د ناپوهواو بې علمو خلکووخت لکه د باد راشي او لاړ شي.
وخت پښې نه لري چې حرکت وکړي او خپل هدف ته ځان ورسوي، فکر، پوهه، او عقل هم نه لري چې له دې په استفادې ښه کارونه سر ته ورسوي.
هو! انسان دی چې فکر، پوهه، عقل، لاسونه، پښې او داسې نورو بېروني او داخلي توکو درلودونکی دی او کولای شي چې د وخت نه په استفادې خپل هدف ته د خپلې وړتیا پواسطه ځان ورسوي.
دا چې اکثره موږ بې فکره، ناپوهه، لاسونه لرو خودخیر پر ځای پرې د شر کارونه کوواود بدن له ټولواعضاووښه استفاده نشوکولای او بیا د وخت نه توقوع کوو چې په موږ تیرشوی خوپرمختګ مونه دی کړی.
د ورځو، شپو، کلونواو پيړیوحساب دی هغوی وکړي چې کار کوي، فکر کوي او پوهه لري، موږ چې هیڅ نه لرود کلونو تیریدل په موږ بې معنا دي.
یو عالم وایي: ژوند د کړنو له مخې شمیرل کېږي نه د کلونو له مخې. رښتیا چې دغه کلونه په ناپوهانوهم تېرېږي او په پوهانوهم!
په خدمتګارو انسانانو هم تېرېږي او په غدارو!
په حیواناتوکې په زمري هم وخت تېرېږي چې هر وخت یې منګولې سرې وي اوپه اصیلي شیدې لرونکي غوا هم! چې خاوندته فرمانبرداره ولاړه وي.
وخت په غټې بې ثمره ونې هم تېريږي او په کوچنۍ باردارې ونې هم!
وخت ملامته نه دی بلکې موږ ملامته یوچې له وخته استفاده نه کوو. د وخت د تېرېدواوپرمختګ ترمنځ تناسب هغه وخت موجود وي، چې ولس له وخته ښه استفاده وکړي. د وخت نه دې د پرمختګ هیله هغه خلک ولري چې له ژونده یې ګټه لاس ته راوړي وي.
نن دې د یوویشتمې پيړۍ حساب حسابي انسانان وکړي چې ځان او جهان ته یې خیر رسولی دی، موږ اکثره د غونډک شوي ماشوم په ډول دیو یوکال عمر لرو او دغه یوویشت پيړۍ مو بې ځایه تېر کړي دي.