تر دې وړاندې هم د نابینا انسانانو لپاره بېلابېل موبايلونه او ساعتونه جوړ شوي. د عادي موبايلونو خو د ۵ شمېرې تڼۍ د دې لپاره يوه زخه هم لري چې ړانده ورباندې په اسانۍ شمېرې دارې کړي.
دغه ډول موبايلونه روغو انسانانو د ړندو لپاره جوړ کړي دي، خو دا به مو تر اوسه نه وي اورېدلي چې يوه ړنده ښځه دې د ړندو غم وخوري.
همداسې يو کار په ترکيه کې شوی دی.
کيسه داسې ده چې په ترکیه کې یوې ړندې مېرمنې داسې موبایل جوړ کړی چې د ټولو ړندو لپاره یې د موبایل اسانتیاوې پکې ايښې دي.
دغه ښځه تايامان نومېږي او وايي، داسې موبایل جوړ کړی دی چې په غږ پوهېږي چې او چې هر څه ورته ووایې، امر دې پر ځای کوي.
د ړوندو دغه نوی موبايل تاګم نومېږي او نه يوازې د ړندو خبرې مني، بلکې هغوی مشورې هم ورکوي.
تاګم خپل ړانده څښتن ته خبرونه او کتابونه هم لولي.