بدلون اوونيزه\ لومړی کال\(۵) ګڼه\ چارشنبه\ميزان ۳۰\ ۱۳۹۳

دا لنډكۍ خو د محتوا له مخې درنه او كره جمله مو د كمپاينونو پر مهال له نوي منتخب ولسمشر ډاكټر اشرف غني څخه ډيره واورېده، خو عملي هغه مهال ښكاره شوه، چې د ولسمشرۍ په لوړه كې د خبرو پر مهال يو ځل بيا ولسمشر همدا شعار تكرار كړ او وعده يې وكړه چې د ده په واكمني كې به يو درجه، دويم درجه او دريم درجه افغان نه وي او ټول افغانان به يو ډول حقوق ولري او دى ټولو افغانانو ته په كار كولو ځان ژمن او ځواب وركونكى بولي.

كه څه هم د اساسي قانون له مخې په دې كې هيڅ شك نشته چې ټول افغانان برابر حقوق لري، خو ستونزه دا وه چې په تيرو دورو كې دې ټكې ته جدي پام نه و شوى چې ولې يو ولايت اوله درجه ، بل دويمه او بل دريمه درجه وي، چې دا په خپله د وګړو ترمنځ لوړوالى او كښته والى رامنځ ته كړى و، د ځينو ولايتونو وګړو ته په غيرشعوري توګه د سهم وركولو پر مهال، د دريم په سترګه كتل كېدل چې دا په ښكار د هغه ولايت د وګړو، نر او ښځو په وړاندې لوى تبعيض و او له دې كبله په تيره ديارلس كلنه دوره كې سره له دې چې د ډالرو سېلاب راغى، خو دوئ ته هيڅ كار ونه شو او يا كه شوى وي، نو په هغه پرتله نه دى شوى چې د دوى ستونزې يې له منځه وړې واى.

اوس تير په هير، دا چې نوې اداره به څه وكړي او يا به څومره دې شعار ته عملي جامه ورواغوندي، خو يوه خبره ښكاره ده چې كله درجې له منځه ولاړې شي او ټولو هېوادوالو ته په يوه سترګه وكتل شي، ضرور د هغوى حقوق سره مساوي كېږي او څومره ګټه چې د يوه ورور جيب ته ځي همدومره د بل ورور جيب ته هم لويږي، چې د نوې ادارې په راتګ سره همدې ته بدلون او لويه لاسته راوړنه ويلى شو.

كه څه هم د دې ټكو په يادولو سره زما هدف دا نه دى چې له تېر حالت چې له دې كبله رامنځ ته شوى وو او له ستونزو سره يې په لوى لاس د هېواد ډيرى ولايتونه له بد حالت سره مخ كړي و، شكايت وكړم، بلكې موخه مې دا ده چې اوس د دې شعار د پلي كولو لپاره يواځې دولت ژمن دى او كار به كوي او كه ولس ته هم يو څه كول په كار دي.

كه چيرته ولس د خپلو حقونو اخيستلو لپاره مبارزه ونه كړي، نو بيا به هم هاغسې پاتې وي، لكه په تيرو كلونو كې چې د دريم په سترګه ورته كتل کېدل، په دې اړه يوه مشهوره مقوله ده چې كوچنى ونه ژاړي، مور شيدې نه وركوي دا خبره له جمهوري نظام سره كاملا جوړه راځي كوم ولس چې د خپلو حقونو د اخيستو لپاره اواز پورته نه كړي، هيڅوك به سر ورپسې ونه ګرځوي او كه يې ګرځوي، نو وختونه به وتلي وي، خو كه ولس خپل اواز پورته كړي، نو ضرور به يې خبره تر يو ځايه رسيږي او خپل حقه حقوق به تر لاسه كوي، خو د دې لپاره زما په اند تر ټولو مهمه په هغو ولايتونو كې چې تازه د دې شعار له بركته اولې درجې ته پورته شوي دي، مدني ټولنې او فرهنګي كړۍ له قومي مشرانو سره يو ځاى ډير څه كولى شي او د خپل ولايت پريوتى اقتصاد او په ټولنيزو برخو كې د دولت پام نميګړتياو ته را اړولى شي او ستونزې له منځه وړلى شي. كه چيرته همدا مثلث د پخوا په څير له بې ځايه تعصبونو او كركو په څنګ شي او لاسونه سره وركړي، هم به يې ولسواكي پياوړې كړې وي او هم به يې د خپل ولس او ولايت لپاره د دولت له جيبه خپل حق په سوليز ډول ترلاسه كړى وي او هم به يې په خپله سيمه كې، ښوونې روزنې، صحت، كرنې او نورو هغو اړخونو كې چې تر دې مهال يې د كم سهم له مخې كار نه دى ورته شوى په پوره مسوليت سره كار كړى وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *