امنيتي پلاوي په خوست کې

افغانستان-خوست

ولايت مقام-دعامه اړيکو دفتر

نيټه:١٩-١٢-١٣٩٣

د افغانستان د سرحدي ځواکونو عمومي قوماندان لوى پاسوال محمد شفيق فضلي په مشرۍ دکورنيو چارو دوزارت د مقام ځانګړى استازى او سلاکار جنرال امرالله امان او د زون په کچه د سرحدي ځواکونو قوماندان جنرال عبدالبصير خپلواک په ګډون راغلي پلاوي له خوست سرپرست والي سره عبدالجبارنعيمي ددغه ولايت دعمومي امنيتي حالت او شته اړتياو په تړاو ليدنه ترسره کړه په دغه ليدنه کې خوست امنيه قوماندان مل پاسوال فيض الله غيرت هم حضور درلود.

په پيل کې راغلي پلاوي خوست ولايت ته دخپل کاري سفر دموخو په تړاو خوست ته والي ته بشپړ معلومات وړاندې کړل، ورپسې عبدالجبارنعيمي راغلي پلاوي ته دخوست ولايت دعمومي امنيتي وضعيت، ښې حکومتوالۍ ،ولسي همکارۍ او دامنيتي ارګانونو دقربانيو او لاسته راونو په تړاو هراړخيز معلومات ورکړل اوپه دغه سرحدي ولايت کې يې ډاډمن امنيت د محلي حکومت د پرلپسې تلاشونو ،خدمت او د ولسي د همکارۍ پايله وبلله .

سرپرست والي په دغه ليدنه کې د ولايتي ادارې او ولسونو ترمنځ اړيکې ټينګې وبللې ، ټينګې اړيکې او ښه همغږي يې په دغه سرحدي ولايت کې دامنيتي پلانونو د تطبيق په برخه کې اغيزمن لاملونه ياد کړل، خوست والي زياته کړه چې دخوست ولايت د ولسي غوښتنو ترڅنګ يې د امنيتي ارګانونو ټولې اساسي غوښتنې او اړتياوې په رسمي توګه لوړو مقاماتو ته رسولې دي، دنوموړي په خبره که چيرې په خپل وخت يادو غوښتنو او وړانديزونو ته اساسي توجه وشي ددغه سرحدي ولايت امنيتي حالت به نور هم ډاډمن او دهغه ستونزو مخه به ونيول شي چې اوس هم شتون لري.

عبدالجبارنعيمي په دغه ليدنه کې له راغلي پلاوي وغوښتل چې مرکز دې سرحدي ولايتونو په ځانګړې توګه خوست ولايت ته چې مهم موقعيت لري ځانګړې توجه وکړي اوپه دغه ولايت کې دې د امنيتي ارګانونو د تشکيلاتو دزياتوالي، اړينو تاسيساتو جوړيدو، د امنيتي ارګانونو په جوړښت کې د ملي ترکيب په اساس د مجربو، سالمو،وفادارو او پاکو افرادو ګمارنې په برخه کې اساسي همکاري وکړي چې په دې سره به د زياتو امنيتي ننګونو او تخريبي پلانونو مخه ونيول شي.

د راغلي پلاوي په استازيتوب لوى پاسوال محمدشفيق فضلي خبرې وکړې په خوست ولايت کې يې دملکي او امنيتي ارګانونو ترمنځ ټينګې همغږي او همکاري وستايله او په خوست کې شوي پرمختګ او ډاډمن امنيتي حالت يې د ښې همغږۍ او مشرۍ پايله په ګوته کړه، نوموړي د خوست ولايت موقعيت خورا مهم ياد کړ،په دغه ليدنه کې يې خوست سرپرست والي ته د شويو وړانديزونو په برخه کې دهراړخيزه همکارۍ ډاډ ورکړ.

د کورنيو چارو د وزارت دمقام ځانګړي استازي او سلاکار جنرال امرالله امان خوست ولايت د سولې او امن کور وبللو ، دقانون د پلي کيدو او عامه نظم دخونديتوب په برخه کې يې دولايتي ادارې تګ لارې د پام وړ او ګټورې وبللې، دکورنيو چارو د وزارت په استازيتوب يې خوست سرپرست والي ته د هراړخيزه همکارۍ او مرستې ډاډ ورکړ.

راغلي پلاوي د ليدنې پرمهال د ولايتي ادارې او ولسونو څخه په دې خاطر هم مننه وکړه چې په ګډه دخوست د پرمختګ،امنيت،بيارغونې او ترقۍ لپاره کار کوي.

واکمن

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *