۲ بجې ۲۷ دقيقې دي، نه ماسپېښين دی او نه مازيګر، لکه د ګران هېواد سياسي حالت. موسم داسې دی چې په پوره لمر کې هم سړی تنګېږي او په پوره سيوري کې هم، لکه د ګران هېواد سياسي حالات، د کور په انګړ کې جنوبي ديواله ته نيم سيوري ته يم او نيم لمر ته. د کور ختيځ لوري ته له کوره بهر له ديواله سره جوختې شنې ونې ولاړې دي، دا ونې په خزان کې هم زرغونې وي، رېښې يې د ځمکې لاندې پټې زموږ کور ته ننوتې دي او زموږ د کور له اوبو او خاورې ځانونه داسې تغذيه کوي، چې څوک يې نه ويني، ونې هم دا نه مني چې دوی زموږ له کوره تغذيه کېږي، د تغذيې په بدل کې يعنې د احسان په بدله کې احسان کول خو له سوچه وتلې خبره ده، دا ونې لکه د ګران هېواد ګاونډي پاکستان. 

په ونو کې ښاروګاونې او چڼچڼې لکه هندۍ او پښتنې سندرې‌غاړې رقم رقم غاړې وهي، په اوازونو کې يې د خزان په تېريدو خوښي او د پسرلي د راتګ هرکلی د حال په غوږونو محسوسېږي، په ونو کې د چڼچڼو ښاروګانو ترمنځ څو کارغان هم ناست دي، د غوښه غوښه (کاغ او واغ) ناري وهي، دا کارغان له جګو واورينو غرونو راښکته شوي، ته وا هلته په غوښه او وينه ستر شوي او په سمه کې د غرونو حالات غواړي.

اسمان برګ دی، د وريځې د لوړولي کچه مختلفه ده يوه سلسله وريځ د وريځې له بلې سلسلې پورته ده، لاندې وريځ يوې خوا ته روانه ده او د پاسه وريځ بلې خوا ته، د وريځې له دې مختلفو تګلوريو مالومېږي چې اصلا د وريځې تر شا ديکه کوونکې هوا له مختلفو لوريو الوزي او وريځې يې په خپله خوښه روانې کړې دي لکه د هېواد زاړه او نوي سياسيون. 

ځمکه د باران له کبله لامده درنه پرته ده هېڅ خوځېږي نه، کله لمر پې لګېږي او کله د وريځې سيوری لکه د بې څښتنه ګران هېواد ولس.

د شنه چای پياله مې نيمه څښلې خو نيمه رانه سړه شوه، له ترموزه مې ګرم چای ورتوی کړ، د ترموز چای د څښلو نه و، ډېر ګرم، خوله يې سوزوله، په پياله کې چای ډېر سوړ و او بې خونده لګيده خو د سوړ او ګرم چای په ګډولو سره چای څښلو ته برابر شو، له پيالې مې شرپ غوړپ وکړ، ناڅاپي مې پام شو چې د ګرم او سړه چای د ګډولو لپاره وسايلو ته اړتيا وه، لکه ترموز، پياله او د لاس حرکت يا انرژي، لکه د هېواد ساړه او توده سياسي حالات.

د چای پياله مې وشرپوله پای ته مې نږدې کړه، ونې لا هم ولاړې دي، چڼچڼې، ښاروګانې لګيا دي، کارغان لاړل، په چپ لوري کې سمارټ مبايل اېښی، لاس مې ورتېر کړ، په وېب‌پاڼو، فېسبوک او په ټول انټرنېټ کې په قطر کې د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې د تړون خبرې دي. په فېسبوک کې څوک يوا خوا روان دي، څوک بله خوا لکه وريځې، څوک د ښاروګانو او چڼچڼو غوندې د خوښۍ غاړې وهي او…. ساعت مې وکاته، ۳ بجې ۲۷ دقيقې دي، ماسپېښين تېر دی خو لا مازيګر نه دی. خو زه وايم: 

د دوحې زېړيه لمره- په روغو وايه د ناروغو سلامونه.

۱۰ خوت ۱۳۹۸

خوست

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *