د خوست ولایت خبرپاڼه –
د خوست ولايت د مرکز اړوند د شمل پيرانو کلي کې يو تن هغه مهال ووژل شو، چې په خپل کور کې د ماين جوړولو په کار بوخت وو.پدې چاودنه کې دماين جوړونکي ترڅنګ د نوموړي د کورنۍ درې تنه غړي هم ټپيان شوي دي .
د کشفي ارګانونو د راپور په اساس وژل شوى کس د ماين جوړ ولو په چارو کې خورا ماهر وو، چې د نوموړي په لاس جوړو شويو ماينونو د ډېرو بېګناه افغانانو ژوند اخېستى او د هغوى کورنۍ يې د وير او غم په ټغر کېنولي دي .خو بالاخره نوموړى ماين جوړ ونکى پخپله دخپل ماين ښکار وګرځېد .
دخوست ولايت مقام هرډول ترورېستي کړنې د اسلاميت او بشريت سره په ټکر کې عمل بولي او په ټينګه يې غندنه کوي ، همداراز په ټولو کورنيو غږ کوي، چې په ټول توان دې هڅه وکړ ي، چې په خپلو اولادونو باندې ښې زده کړې وکړي او هره کړنې دې په دوامداره توګه له نږدې وڅاري ،ترڅو خداى مکړه دګران هېواد افغانستان د ترقۍ ،سولې، ثبات ، ټولنيزې نېکمرغۍ او تمدون مکار دښمن ورڅخه په ترورېستي پېښو کې آستفاده ونه کړي .
٩ – ١٠- ١٣٩٣