مخکې له دې چې سرتېری کورته لاړ شي، خپل پلار ته يې ټېليفون وکړ او ورته يې وويل:

پلار جانه او مور جانې جګړه پاي ته رسيدلې او زه غواړم چې کورته درستون شم، خو له تاسو يوه هيله لرم هغه دا چې يوملګرب مې دی غواړم هغه له ځانه سره کور ته راولم.

پلار او مور يې په ځواب کې وويل:  (مونږ دهغه ليدو ته ډير ليواله يو )

زوی  يې زياته کړه:

  خو خبره داده چې د هغه په اړه بايد تاسي پوه شئ؛ هغه په جنګ کې سخته ضربه خوړلې او دسړک دغاړې ماين چاودنې له امله يې يوه پښه او يو لاس له لاسه ورکړی او چيرته ته دتللو او اوسېدوځای نه لري او زه غواړم چې تاسې اجازه راکړئ څو هغه له مونږ سره ژوند وکړي.

پلار يې وويل:

   مونږ خپه يو چې  دا مشکل ستا په ملګري راغلی، مون ږ به مرسته وکړو ترڅو  هغه ته په ښار کې د اوسيدو ځاي پيدا شي.

زوي يې وويل :

( نه زه غواړم چې هغه زمونږ سره ژوند وکړي ))

هغوی په ځواب کې وويل:

نه داسې کسان زمونږ لپاره د سر درد جوړېدای شي .

   مونږ صرف د خپل ژوند مسول يو او اجازه نه درکوم چې هغه زمونږ ارام ژوند نا ارامه کړي.

(( ښه داده چې کور ته راشې او هغه هېر کړې ))

زوی يې تيلفون بند کړ پلار او مور يې نور څه وانه وريدل.

   څو ورځې وروسته د سيمې پوليسو د هغې کورنۍ ته خبر ورکړ، چې زوی يې ديوې لوړپوړيزې ودانۍ ځان غورځولی او د ځان وژنې هڅه يې کړې.

   مور اوپلار په ډېر خفګان او پرېشانۍ سره د هغې سيمې په لور روان شول او د خپل زوی د جسد د پېژندلو لپاره دولتي روغتون ته لاړل، له ډېرې لټې وروستۍ د يو جسد په ليدو يې د پلار او مور زړونه ودريدل.

((اوس د هغوې زوی يو لاس او پښه نه درلوده.))

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *