خبرپاڼه
نېټه: ١٣٩۶-۳-۱۸
کندهار، افغانستان- د ولايت مقام د اداري او مالي مرستيال حاجي عبدالحنان منيب په هلوځلو د کندهار ملي سوداګر حاجي حبيب ملال نن ماپښين په ولايت مقام کي عامي روغتيا او ښاروالۍ رياستونو ته دوه خيريه امبولانسونه ورکړل.
د يادو دوو مونی ډوله امبولانسونو کيلياني په ولايت مقام کي د مرستيال والي ښاغلي منيب له خوا د عامي روغتيا رئيس او ښاروالۍ مرستيال ته ورکول سوې. ښاغلي منيب له ملي سوداګر حاجي ملال څخه مننه وکړه چي د خپلي خاصي پېرزويني له مخي يې د جنازو د انتقال لپاره ښاروالۍ او عامي روغتيا رياست ته دوه موټرونه ورکړل. دا د ملي سوداګرو او ولس همکاري ده چي زموږ سره يې کوي.
حاجي حبيب ملال وويل چي دغه امبولانسونه يې د روژې مياشتي په خاطر يادو رياستونو ته ورکړل څو د جنازو په انتقال کي استفاده ورڅخه وسي. هغه زياته کړه چي په راتلونکي کي به هم له ولايتي ادارې سره همکاري وکړي او په خيريه کارونو کي به ونډه واخلي.