د ګرمسېر ولسوالۍ يو شمېر خلکو د دغې ولسوالۍ د امنيه قومندان تيمورشاه پر ضد لاريون وکړ، دا خلک پر امنيه قومندان د فساد، غلا او له خپلې دندې په ناوړه ګټې اخيستنې تورنوي.

دا لسګونه خلک چې د هلمند ولايت دراوزې مخې ته خېمه وهلې وايي، ترڅو چې د ګرمسېر اوسنی امنيه قومندان تيمور شاه دنده ونه ځنډول شي نو دوی به خپلو اعتراضونو وغځوي.

لاريون وال وايي، کله چې اوسني امنيه قومندان دغلته خپله دنده پيل کړې نو ورسره غلاوې او نا امنۍ ډېرې شوي.

دوی وايي: «قومندان په زوره د خلکو تنکي ځوانان راولي او غير اخلاقي ګټه ترې اخلي.»

اعتراض کوونکو د ګرمسېر پر امنيه قومندان د غلو د بېلابېلو ډلو د جوړېدو تور ولګاوه، دوی وايي په رڼا ورځ د قومندن لخوا جوړې شوې د غلو ډلې له خلکو غلاوې کوي.

بل خو د همدې لاريون په اړه د هلمند امنيه قومندان پاسوال عبدالرحمن سرجنګ نن رسنيو ته وويل، د ګرمسېر خلک هلته د امنيه قومندان تيمورشاه سره ځينې ستونزې لري.

امنيه قومندان وايي، د ګرمسېر خلکو له دوی سره دغه موضوع شريکه کړې او د دوی لخوا ورته مثبت ځواب ورکول شوی.

د ګرمسېر امنيه قومندان په مشرانو جرګه کې د هلمند د خلکو استازي محمد هاشم الکوزي ورور دی.

د ګرمسېر د خلکو يوه نيوکه دا هم ده چې اوسنی امنيه قومندان يې د ورور په واسطه راغلی، نو له همدې امله يې زورواکه دی  او له خپلې دندې ناوړه ګټه اخلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *