بسم الله وطن دوست – د کندهار ښار يو تن اوسېدونکی چې دواړه لاسونه یې فلج دي، خو کولای شي، د پښو په ګوتو باندې په پښتو، دري، فارسي، اردو، انګلېسي، عربي او د چینایي ژبو ليکل وکړي.
دغه معلول قدرت الله نومېږي، له دوولسم ټولګي څخه فارغ دى، د تېرو اتلسو کلونو راهیسې یې ژبه او دواړه لاسونه له کاره لوېدلي دي، له ښوونځي تر فراغت وروسته دا مهال په يوه پرزه پلورنځي کې کار کوي او په لسمه ناحيه کې اوسېږي.
قدرت الله خبرې نه شي کولای، هغه په لیکلې بڼه ګرداب ته وویل، کله چې دی په دغه ناروغۍ اخته شو، پلار یې د درملنې لپاره پاکستان ته بوت، خو د اقتصادي خراب وضیعت له امله یې درملنه و نه شوه.
هغه وایي، تر دوولسم ټولګي یې زده کړې د شهید عبدالاحد کرزي په لېسه کې کړې او دیارلسم ټولګی يې په کور کې پر یوه شخصي ښوونکي لوستى دى.
قدرت الله د لویو او وړو موټرونو یو پرزه پلورنځی لري او پر ټولو شیانو یې قیمتونه لیکلي وي، تر څو رانيوونکي پرې وپوهېږي، هغه د دې لارې خپلې کورنۍ ته ډوډۍ برابروي.
نوموړي، چې په سترګو کې یې اوښکې له ورایه مالومېدلې، پر سپينه پاڼه ګرداب ته وليکل، چې کاکا او د خاله زامن یې ډېر شتمن دي، خو د ده درملنه نه کوي.
هغه همدا راز وايي، چې په نیټ کې يې د خپلې درملنې مالومات وکړل، په هندوستان کې يې درملنه په شل زره ډالره کېږي، لاسونه يې سل سلنه او ژبه يې پنځوس سلنه جوړېږي، خو څوک نشته چې د خدای لپاره د ده درملنه وکړي.
دی وايي، اسدالله خالد کابل ته د درملنې لپاره لېږلی و، کابل کې ډېرو ځايونو ته تللى و، خو د ژبني تعصب په خاطر يې چا درملنه نه وه کړې. دی وايي، د سرې مياشتې مرستندویه ادارې ته هم ورغلی و، خو هغوی ورته ويلي وو، چې د لوړ عمر لرونکي کسان د درملنې لپاره بهر ته نه لېږي.
هغه وویل: “د دولتي چارواکو او ملي سوداګرو څخه مې غوښتنه ده، تر څو زما د درملنې په برخه کې مرسته وکړي، زه ټولو شتمنو ته وایم، که چېرې ستاسو زوی یا هم ورور په داسې حال کې وای، تاسو څه په کول، اخر زه هم یو بشر یم، یو موجود یم، زه چې هرې دولتي ادارې ته ورسم، هغوی مې نه پرېدږي، وایي لېونی دی، دغه ټکی مې ډېر ځوروي، زه نن د ټولو مرستو ته اړ یم، که څوک په بهر کې راته د درملنې زمينه برابره کړي، نو زه خپل سرای هم ورته خرڅوم.”
د یادوني ده، چي نوموړی ټلیفون له ځان سره لري خو خبري نه سي په کولای، هر څوک که غواړي خبري ورسره وکړي نو میسیج دي ور واستوي دی به یې دستي جواب ور ولېږي.
د قدرت الله شمېره: ۰۰۹۳۷۰۰۴۸۹۸۵۴