يو وخت و، چې د چا له واده به خبر شوو، که به هر څومره لرې هم و، مونږ به ځانونه وررسول، ټوپکونه به مو شاته اچولی وو، د مجلس په منځ کې به مو زربې پيل کړې، په هوا کې به مو د رڼاګانو رسۍ جوړولې، چې له واده به بېرته راتلو، مرۍ به مو په سندروبغې وې او له ډېرې ګډا به مو ځانونه خوږيدل .
خو وروسته داسې وخت راغئ، چې په وادونو او ښاديو کې به يوازې د ښځو د چمبو غږ اوريدل کيدو، مونږ ټوپکونه ژور ومنډل او ډمانو ډولونه .
***
يو وخت وچې د کلي دوکانونو ته به دشپې کوزيدو، ترنيمي شپې به مو ګپ شپ لګاوه، کېسې به مو کولې د مستو خنداګانو يو شور به له ټول بازار پورته کيدو، دوکاندارانو به په اوړې کې له خپلو دوکانونو نه د باندې له دروازو سره کټونه اچول او ويديدل به، نه يې له چا خار و، نه ډار .
خو وروسته داسې وخت راغی، چې د دوکانونو چوکيدار هم په ښکاره ځای کې نشو کيناستی او نه يې له وېرې چاته غږ کولی شو، خلک له وېرې جومات ته نشول تللی، چې هسې نه کوم دښمن مو وولي، يا مو د طالبانو او يا مو د امريکايانو په غاړه کې ورواچوي .
***
يو وخت و چې کابل د خپلمنځيو جګړو په اور کې رغړيدو، زمونږ د کليوالو کډې له کابله راتلې او په کلي کې يې خپلې ورانې مېنې جوړولې، زمونږ کليوالو به ورته ډېر په وياړ ويل : څنګه يی خلقيانو. . . .!
خو وروسته داسې وخت راغی، چې خلکو ته خپل کلی، خپل پټی او خپل بازار په سره اور بدل شو، په هر ځای کې يو ويروونکی پيری پټ و، يوه يوه کډه له کلي وته، اخېر کلی تر نيمايي زيات خالي شو، اوس په کابل کې ورته همغه خلک وايې څنګه يئ جاسوسانو! څنګه يئ القاعده!
***
يو وخت و، چې چا به په کلي ولس کې يو کس په ناحقه وواژه، قامونه به راټول شول،بيراغونه به راپورته شول، ډولونه به وګړنجيدل، د قاتل کور ته به يې اور واچاوه، قاتل به تری تم شو، ټول ولس به د مقتول پر خوا ودريدو .
خو ورسته داسې وخت راغی، چې له ډک بازاره به سړی پورته شو، په سپينه ورځ به تری تم شو، يا به يې ټوټه ټوټه مړی وموندل شو او يا به د تورو تمبو شاته وغورځول شو، نه چا اواز پورته کولی شو، نه يې ددې کسانو ګناه مالومولی شوه، ژبې په خولو کې لرګی شوې، احساسات کنګل ووهل، ترحم او زړه سوی په وېره کې ورک شول .
***
يو وخت و، چې په زړونو کې مو زور و، په احساساتو کې شور، که چارواکو، مشرانو يا ملکانو به کومه غداري وکړه، ټول ځوانان او د قلم څښتنان به يې پر خلاف راپورته شوو، پر خولو به مو هم ددوی غيب څرګنداوه او پر قلم به مو هم ولس ددوی له کړنو خبراوه .
خو وروسته داسې وخت راغی، چې انسان زمونږ پر وړاندې پر ټوپک ويشتل کېدو، سرونه غوڅيدل، بمارۍ کېدې، ښوونځي الوتل او بنديدل، د قلم د څشتنانو ژبې په تالو پورې ونښتې، لاسونه ريږد واخيستل، د زړونو زور اوبه او د احساساتو سمندر په کنګل وواخت، يوازې په پښو کې يې زور پاتې و، چې په تېښته يې له خپل کلي ولس ځان راوويستو، اوس د ښار په ګردمنه فضا کې هم داسې ژوند تيروي لکه چا چې يې پر زړه او خيال خپسې خښې کړي وي .
پای