خيبر اميري

افغان چارواکې دې د پر مختللې نړۍ سياستوال ته نظر وکړي ، هغو د خپلو ولسونو هوسايي او ترقي د خپلو سياسي فعاليتونو او مبارزو لپاره اساسي هدف ټاکي ، کاشکي افغان سياست وال هم د هغوی پر پله باندې په پل اېښودلو سره په عملي ډګر کې د افغان ولس سوکالې، آرامي او خونديتوب د خپل سياسي فعاليت او مبارزي نصب العين او مد نظروګرځوي.

افغانان ټول مسلمانان دي او د اسلام په مقدس دين کې تر ټولو زيات ټينګار د ولس پرخدمت شوی دی.
لکه باچا خان وايې: خدای ج خو خدمت ته ضرورت نه لري ، د خدای د مخلوق خدمت د خدای خدمت دی..

د ښې سياست والي امتيازهم دا دی چې په ښه توګه د وطن او ولس خدمت وکړای شي، که په هېواد کې جګړې او شخړې وي نو نه يې واکمنان له واکمني څخه خوند اخيستلای شي او نه يې ولس آرام او سوکاله ژوند کولای شي .

نو دوی چې د قدرت د ويش پر سر کومه ډرامه روانه کړي اودره وي، نور ولس تنګ شوي د کال پلان په مياشت کې نه تطبقېږي دوي بايد ملي منافعو  په پام کې نيولو سره  خپل ځپل شوي اولس ته ډاډ ،ارامی، برابر اقتصاد،وړخدماتو برابر او بيکاره طبقې په کار وګماري .

سياسي چارواکې کله کله د حکومت او دولت تفکيک نه کړی او په زغرده پري نيوکه کوي ، د دوي درد او نيوکه په ځای ده ــ ځني يې  ملت ته ځان ښه ښايې؛ خو سربير پردې اولس بيا د دوي په هر پرده پوښلی درد ، توکې او بې رويه سکې ښه پوهېږې.

ډيری وخت حکومت له ملت نه بيزاره او ملت له چارواکو مرور(بي ځوابه) وي.

بيلګه يې څه موده وړاندې په پيژندپاڼو کې د افغان کليمو د ذکر غوښتنه زه يي  په زغرده وايم دا د ولس غوښتنه نه ده بلکې دا د اساسي قانون څلورمې مادي لومړۍ فقری وينا ده، چې وايې: ((د افغان کليمه د افغانستان هر وګړي ته اطلاقېږې)) دايي حق ده. د هېواد له هري څانګې افغان مئينو خپل غږونه پورته کړه، خو د حکومت چوپ توب دا دي تر اوسه رارسيدلي. د دوي دغه واټن ډيري نخري او اجنبيانو ته ښه مځکه بوره کوي.

بيا دوي کله کله خپل ځان په خپلو شعارونو کې د ملت له منځه ګڼي او د هر چنار لاندی ښه تاوده بحثونه کوي شي. منو ؛خو د خپل بحث واکدار ووسئ.

يولکو شل زره باسواده ځوانان، چې د تعليم کچه يې هم پورته ده له هېواده وتلي او لا دغه ګراف مخ په پورته روان ده. ځوانانو مو خپل سندونه په لمبو وسيزل په همدي شعار چې موږ ته کار نشته دا تر کومه؟

دوي د بندو مرزونو او د بي پايه اوبو له زوره ښه خبر دي دوي د مهجارت او پناه غوښتونکو په نامه مياشت مياشت د قبولي شپي په کمپونو کې سبا کوي.

ځوانان او ماشومان ميرمني ټول د قاچاق وړونکو په ولکه کې ډيري بي خونده شيبي تيره وي  او د ښه هوسا ژوند په پلمه ډير غورونه او سمندرونه له پښو کښې.

د خلکو بي باوري په حکومت ، نه ثبات لرونکي اقتصاد، د بي کاري ډيروالی، امنيت نشتوالي ، د بوديجي رکود په پانګوالو کې ويره او د خپلو پانګو ايستل له هېواده او داسي نوري سلګونه پلمي ….

حکومت ولي دي هر څه ته چوپ ده يايې نفع ده او يا يې ستر تاوان؛ موږ ېي په دي نه يو که تاوان دي په کې بس د دي ستر ناورين نه د ختميدو غوښتنه کوو.

دوه پنځوس زره بستونه خالي دي دا ځکه دوي د کسانو په ګومارنه کې له يوه او بل سره جوړ نه راځي.

د ملي وحدت حکومت په خپل منځي ناندريو بوخت دی تاسو اوګوره نږدي دوه کاله دفاع وزارت وزير نه لري ځني ولايتونه يې وليان نه لري دوه کاله کېږي پايتخت يې ښاروال نه لري، له اساسي قانون پرته اجرايه رئيس منځ ته له يو ستر او بي ګټې تشکيل سره راغلي، شپږ شلې مشاويرين لري، پخپلو منځو کې ښه ډير جنجالونه لري، د حاجي ظاهر مليشه سازۍ ته جنايات وايي د ضيا مسعود مليشه سازۍ ته اصلاحات وايي !

دغه او دې ته ورته نيمګړتياوي په دوه سري حکومت کې شته او رواني دي، د بشر حقونو خپلواک کميسون وايې د تير کال په پرتله سږ کال د افغانستان ولس لپاره يو خونړی کال و.

له همدي امله د افغانستان د قضيې له ټولو دخيلو اړخونو څخه زموږ هيله او تقاضا داده، چې د خپل خدای ، خپلې عقيدې او خپل مظلوم ولس په وړاندې د مسؤليت په احساس سره د افغاني غميزې د حل په اړه د بين الافغاني تفاهم له لارې پر داسې يو ميکانزم توافق نظر وکړئ چې ټولو اړخونوته د منلو وړ او هيواد ته  نوره  له دې بحران څخه د وتلو لاره هواره کړي .

ملي وحدت حکومت ،چې په کوم پل جوړ شوي، خپل ملي وجيبه دي پر ځای کړي

د پلان جوړولو او د عملي کار کولو حق  لکه څرنګه چې قانون د حکومت د کارنو اجرات د ولسمشر پر غاړه اچولي مقابل لوری دې هم دغه اصل ته درناوی او په پوره توګه د کار د کولو حق ور پرېږدي.

او د يو سالم نظام منځ ته راوړلو لپاره يو منظم مستحکم او د اولس په اراده مثبت محور جوړ او په پښو اودره وي.

درنښت

مزار شريف افغانستان

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *