له ډېره په افغانستان کې یو شمېر کسان د فرهنګي تهاجم او په افغاني ژبو او کلتور باندې د بهرنیو د اغېزې خبره کوي، خو هغه خبره ده، چې وایي کور ته دې پام کوه ګاونډي ته غل مه وایي، په ښارونو او بازارونو کې ګرځو خو پام مو نه وي، د لستوڼي مار به هم پېژنۍ هغه کس ته یې ویلی شو چې د دوست په جامه کې دې د ښمن وي.
شاعر وايي ما پخپله په ځان کړې یار ګرم ندی، آیا دې خبرې ته ځير شوي یاست چې د ورځې په لس ګونه واټونه نوي نومونه غوره کوي، کوڅه په کوڅه نوې لوحې لګول کېږي، نوي اتلان، امپراتوران، اخترا کوونکي، میړونه، فاتحان، ادیبان، تاریخ پوهان، نابغه ګان، مارشالان، جنرالان، د سویل، د ختیځ او لویدځ فتحه کوونکو په نومونو واټونه نومول کېږي، تاسې دې کړنې ته څه نوم ورکوئ؟ ایا دا رښتیا هم همداسې ده که نه دا هم دې ده هم فرهنګي تهاجم ویلی شو.
زما په آند له ټولو بد او زړه بګنونکی فرهنګي یرغل به له دې بل کوم وي، چې نه سړک، نه کوڅه نه کور او ګڼدواله دوی پرېښوده، چې هره څلور لارې یې ومونده، خپل غل یې را ته اتل کړ او د انځور سربیره یې د هغه نوم په یو سترې لوحې سره ولګاوه، دا خو له څه، چې یو بل یرغل ته مو پام شته؛ زما له خولې مړۍ اخلي خوري یې ولې ښکنځل را ته کوي، خیر دا چې خپل غله را ته اتلانوي دا خو زما بادار ورته ویلي خیر، ولې دومره نمک حرامه دي چې په کور، کالیو، دود خو مې ملنډې وهې؛ نو د احترام او حق په جامه کې مې ژبې پسې ولې ملنډې وهې، آیا پام مو شته، خپل غل یې پرما اتل کړ، بیا چې زما په ژبه د هغه ناولی نوم لیکي؛ نو دا له څنګه لوبه ده، چې هغه لوحې، چې پر واټونو کې یې لګوي، دا اړینه ده، چې هرو مرو دې، د لوحو هغه مخ، چې پرې پښتو لیکل شوي وي، هغه دې د دیوال، سیند، اوهغه اړخ ته، چې د لیدلو او لوستلو وړ نه وي، ولګول شي، چې دا کړنه په ډېر بې شرمانه توګه په کابل ښار کې تر سترګو کېږي، او دا یوازې دهغه دوزخي، د بې فرهنګۍ وزارت کړنه ده، چې زموږ ګرانو استازو دوه وار په ولسي جرګه کې رایه ورکړه، هغه چاته یې رایه ورکړه، چې یوازې د پښتو او پښتنو دښمن دی، ده ته به پښتو ژبې او پښتنو داسې څه بد ور رسولي وي، چې غواړي ددې ستر ملت بنسټ ورک کړي، که دا ستر متعصب، د لستوڼي مار په دې بې مجال ځان دومره کولای شي، نو زموږ دا ډډ خیټي بیا په سترو منصبونو څه کوي.
وایي هغه ملت چې ژبه ونه لري هغه ته ملت نه شو ویلی، ځان به د پښتو او پښتنو ټیکه دار بولي ولې د پښتون په پوټکي کې به د پښتو او پښتنو دښمن وي.
زه له ټولو لوړ پوړو دولتي چارواکو پوښتنه کوم تاسې چې هر سهار د کابل ښار له واټونو تېریږې آیا تر اوسه مو دې موضوع ته پام شوی؟ که شوی وي نو ولې مو غبرګون نه دی ښودلی؟ هغه دا خو نشۍ کولای دا خو به هغه څوک کوي، چې دنده ونلري، په غټ واک کې نه وي، ډېرې پیسې ون ګټي، که تاسې دا کار وکړ؛ نو بیا خو درباندې د متعصب، انشنلست نوم اېښودل کېږي، بیا مو د سټ او خیټې وازدې کمېږي، ځکه چې بادار درباندې هغه، سپین چیکونه، ډالۍ او افتخاري مډالونه، بهرني سفرونه، عیاشیانې، قرادادونه، میلستیایوې، لاندي پلونو، چوپان کبابونه بندوي، ناځوانو لږ پام وکړئ یو بې سا او متحرک مړي او د بې فرهنګۍ وزارت ټيکه دار رهین به دومره پیاوړی وي، چې د پښتون دا ستر ملت به ددې وړتیا ونه لري، چې مخه یې ونیسي خو داسې نه ده، دا ستر ملت د زمریان دي، او د زمریو په ژبه خبرې کوي، خو د زمریو په پوستکي کې څو ګیدړانو دا ټول بیا لاش خوارو ته څملولي دي، تر څو به دا لړۍ روانه وي، لیک لوست د نورو په ژبه، ښوونځی د نورو په ژبه، پوهنتون لوستل د نورو په ژبه، عریضه، مکتوب، استعلام د نور په ژبه؛ نو بیا مو ولې ځانونه د پښتو او پښتنو ټیکه داران کړي، تاسې هم ورشئ د هغوی په ژبه وغږېږې.
د فارسي ژبې شاعر خپل سندز غاړي په شعر کې لیکي( فارسي است زبان ما) او زما لیکوال بیا سندرغاړي ته لیکي ( لا مې پخوا نه سترګې سرې دي هوا ګیریمه زه ګنده ګیر یمه) دا لا څه دي!؟
شرم نه درځي! په هغه ژبه چې خبرې کوی هغه مو خپله نده، یعنې وایې پښتو خو کړنې د نورو کوئ، دا لړئ به تر کومه روانه وي، بچي به مو په خپل ژبه نه پوهېږي، په دې به هم اګاه نه وي چې څوک یم او د چا بچی یم، او که پوه هم شي آیا په راتلونکي کې به درته ښکنځل نه کوي، چې زموږ مشرانو راته څه ګلان کرلي دي. لږ مو سر په خپل ګریوان کې کړې او په رښتیا هم ځان سره فکر وکړئ، دا ده یو پښتون بچي د زړه درد و چې له تاسې سره یې شریک کړ…
خان بابا ښه ویلي وو.
چې زه په پښتنو پسې ځم خو هغوی په پیسو پسې… که دا د پیسو خبرې روږديتوب مو لږ کم نه کړ په لږ وخت کې به بیا په دې نه پوهېږئ او که پوهېږۍ نو شرمېږۍ به چې ووایې زه پښتون یم…
پای
همداسې ده وروره لکه څنګه چې تاسې ليکلي، خدای دې لویو پښتنو چارواکو کې احساس پيدا کړي، د پښتنو اصلي دښمنان همدوی دي.