تاند- فیسبوک نن /جمعه/ افشا کړه چې د هکرانو د حملې له کبله یې نژدې ۵۰ ملیونه اکالونټونه اغېزمنن شوي دي.

د سې شنبې له ورځې راهیسې د تاند په شمول په ملیونونه فېسبوکي پاڼې له ستونزو سره مخامخ دي.

د فېسبوک خاوند او موسس مارک زوکربرګ وايي چې د دوی انجینرانو تشخیص کړه چې فېسبوک ته هکرانو نفوذ کړی دی.

ده دغه راز ویلي چې اغېزمن شویو ویبپاڼو ته به ژر خبر ورکړل شي.

پر فېسبوک د هکرانو له حملې وروسته د دې کمپنۍ ونډې یا سټاکونه په سلو کې ۳ ولوېدل.

فېسبوک همداراز خپلو کاروونکو ته ویلي چې که اکاونټ یې هک شوی وي یا یې ایمیل او پاسورډ بدل شوی وي، دې visit this page پاڼې ته دې مراجعه وکړي او خپل پاڼه دې وژغوري.

  • Your email or password have changed
  • Your name or birthday have changed
  • Friend requests have been sent to people you don’t know
  • Messages have been sent that you didn’t write
  • Posts have been made that you didn’t create

Facebook will ask you to change your password and review recent login activity.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *