همت یار جانزی:پکتیکا

د پکتيکا ولايت امنيه قومندانۍ لخوا د بېلابېلو پوځي عملياتو پر مهال ۵۲ ميله نيول شوي سپکې او درنې وسلې د ډاياګ يا بې وسلې کولو پروګرام مسؤولينو ته وسپارل سوې.

د پکتيکا والي محب الله صميم وايي چې د ولسمشر د فرمان پر اساس به په پکتيکا کي هغه ناقانونه وسلې چې نيول کيږي د ياد پروګرام مسؤولينو ته به سپارل کيږي.

د پکتيکا ولايت امنيه قومندانې لخوا په بېلابېلو ولسواليو کې د يو لړ پوځي عملياتو پر مهال ۵۲ ميله نيول شوي سپکې او درنې وسلې د يو لړ مراسمو پر مهال د پکتيکا والي محب الله صميم او نورو امنيتي مسؤولينو لخوا د ډاياګ يا بې وسلې کولو پروګرام مسؤولينو ته وسپارل سوې.

په همدې موخه جوړو شويو مراسمو ته د پکتيکا والي محب الله صميم وويل چې د ولسمشر د فرمان او په هېواد کې د نافذه قوانينو په رڼا کې به ټولې غير قانوني وسلې چې نيول کيږي د ډاياګ يا بې وسلې کولو پروګرام ته به سپارل کيږي.

امنيه قومندان مل پاسوال دولت خان ځدران وايي چې په يادو ۵۲ ميله نيول شويو  سپکو ، درنو وسلو او ډول ډول مهماتو کې پنځه راکټونه، دوې پيکاوې، ۲۴ ميله کلاشنکوفونه،  ۲۰ ميله ټوپکونه، درې سوه کيلو ګرامه امونيم نايترېت، لس صندوقه د زېکويک او داهشکې مرمۍ او نور مهمات شامل دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *